د کرمي ايجنسئ اولس ته د جائيدادونو شخړي يوه هفته کښي حل کولو مهلت

پاک فوځ د کرمې ایجنسۍ په اولس غږ کړے چې فرقه ایز شخړو له وجې بیکوره شوې خلک بیرته آبادکارۍ کښې خنډان ودرولو نه ډډه اوکړي. تيره ورځ پاړه چنار کښې د قبائلي مشرانو یوې جرګې ته د ۷۳ بریګیډ کمانډر بریګیډئیر علیم اختر اوویل چې پاک فوځ به وس د امن و امان چارو سره د اولسي مسلې په حل هم توجه ورکوي. دوې ټولو قبیلو ته یوه هفته مهلت ورکړو چې په جائيدادونو د شخړو په شمول ټولې خپلې مينځۍ مسئلې حل کړي ولې ناکامۍ باندې به ئي د دغه مسئلو فېصله دوې پخپله کوي. دوې د فرقه ایز شخړو له وجې کډوال شوې خلکو ته بیرته خپلو سیمو کښې په آبادکارۍ کښې راپيښ مشکلاتو باندې هم خفګان ښکاره کړي او مشرانو ته ئي وینا کړې ده چې پاړه چنار نه بیکوره شوې سنی برادرۍ او صدې نه کډوال شوې د شیعه برادرۍ اولس دي واپس خپلو سیمو کښي بحالي یقیني کړي. جرګه کښي شریک قبائلي مشرانو حاجې نور محمد، ولي سید میا، مولانا یوسف حسین او نورو فورسز ته دې لړ کښې د خپلو مرستو باور ورکړے دے. جرګه کښې د فوځي افسرانو سره انتظامي غړي هم شریک وو.