نوي امريکي پاليسئ کښي پاکستان ته اصل تشويش د هندوستان په کردار دے: وزيرخارجه

د خارجه چاوروزير خواجه محمد آصف وئيلي دي چي د امريکي نوي پاليسئ په حقله پاکستان ته اصل تشويش دغه پاليسئ کښي د هندوستان کردار په اړه دے۔ امريکه کښي د پاکستان سفارتخانه کښي ميډيا سره خبرو په محال د خواجه آصف وينا وه چي د جنوبي ايشيا متعلق د امريکي نوي پاليسئ اعلان نه پس د پاکستان او مريکي تعلقات يو نوي موړ ته تلي دي۔ دوي زياته کړي ده چي که يو طرف امريکي ته د افغانستان مستقبل په حقله فکردے نو بل اړخ ته پاکستان هم د خطي حوالي سره څو ځله د خپل تشويش څرګندونه کړي ده او دا چي دوي ته په خصوصي توګه بلوچستان غيرمستحکم کولو لپاره د هندوستان اقداماتو باندي تشويش دے۔ دوي داهم وئيلي دي چي په دي خبره يقين لري چي څو پوري افغانستان مستحکم شوے نه وي خطه کښي د امن لپاره به کوششونه جاري ساتل پکار وي۔
خواجه محمد آصف وئيلي دي چي ملک نه ئي د ټول د غيررياستي عناصرو ټهکاني ختم کړي ولي دا وخت هم د قانون نافذ کونکو ادارو لخوا کاروائياني جاري دي۔ دوي دعوا اوکړه چي پاکستان ته افغانستان کښي د وسلوالو محفوظه سنګرونو باندي خدشات دي او پاکستان کښي کيدونکي د ترهګرئ حملو منصوبه بندي افغانستان کښي د وسلوالو کيمپونو کښي کيږي۔
څرګنده دي وي چي دا خواجه آصف دا بيان داسي وخت کښي راغلي دے کله چي د روان کال په يوويشتم اګست د امريکي صدر ډونلډ ټرمپ د جنوبي ايشيا نوي پاليسئ اعلان په وخت په پاکستان وسلوالو له پناه ورکولو تور لګولے ووکوم چي پاکستان مسترد کړے دے۔