لنډې کوتل ډګري کالج کښې بي ايس پروګرام شروع کړي شو

د خيبر ايجنسي لنډې کوتل ډګري کالج کښې څلور کلن بي ايس پروګرام شروع کړي شوي دي۔ په دے حقله نن کالج کښې د يوي دستوري تابيا شوي چي پکښې ډائريکټر ايجوکيشن فاټا هاشم خان آفريدي، سنيټر تاج محمد خان او ګنډ شميري کښې د سيمي قبائيلي مشرانو او طالبعلمانو ګډون وکړو۔ غونډې ته خپله وينا کښې ډائريکټر فاټا ايجوکيشن اوویل چي د فاټا پنځه ديرش ډګري کالجونو کښې په فوري توګه بي يس پروګرام شروع کړي شوي دي او دې پروګرام له برکته به قبائيلي سيمو کښې د ماسټر ډګري لرونکي ځوانانو شميره زياته شي۔ دوي زياته کړي چي لنډي کوتل کالج کښې دا مهال د کمسټري او اردو مضمونو کښې بي ایس پروګرام شروع کړي شوي ولي د څلورو نورو مضمونو لپاره هائير ايجوکيشن کميشن ته سمري استولي شوي کوم چي به د منظوري ورسته شروع کولي شي۔دوي ويلي چې دې پروګرام کښې جینکۍ هم داخلې اخستی شي.