قبائلي سيمو کښې خخ کړې شوې بارودي سرنګان دوست او دشمن نه پيژني

قبائلي سيمو کښې د تيرو پينځلو کالو راهسې د بد امنې لهر روان دې او دغه ځيونو کښې د سيکورټې فورسز له طرفه د وسله والو خلاف آپريشنونه هم کيږي۔ د بد امنۍ او فوځي عملياتو له وجې په لکهونو قبائلي اولس بے کوره شوې وو کومو کښې چې زيات تره واپس شوې دي۔ د بدامنې دې مودے دوران که يو خوا د وسله والو لخوا په ځائے په ځائے د بارودي موادو مائنونه او بمونه خخ کړې شوې دي نو بلخوا لارو کوڅو کښې ګنړ شمير ناچوديدونکي بمونو چاودو له وجې د مرګ ژوبلے واقعات هم مخې ته راځي۔ په دي حقله قبائلي اولس کښې د اګاهي لپاره کار کونکې د هلال احمر پاکستان نه ترلاسه شوې معلوماتو مطابق تر اوسه د فاټا مختلفو سيمو کښې د دوو زرو نه زيات کسان دغه شان چودنو له وجې متاثره شوي دي۔
فاټا کښې د بارودي سرنګونو او نا چاوديدونکې موادو په حقله اګاهي پروګرام چلونکې د هلا احمر پاکستان فاټا شميرے ترمخه قبائلي سيمو ته د واپسې نه پس تر دې دمه د دوه زرو نه زيات نارينه او زنانه د دغه سرنګونو دهماکو نه متاثره شوې دي۔ متاثره کسانو کښې زيات تره ماشومان او زنانه شامل دي څوک چې په دوانړو يا يو خپه معزوره شوې دي۔ د هلال احمر فاټا کميونټې بيسډ رسک ايجوکيشن نومي پروګرام پراجيکټ آفسرعبيدالله وائي چې حکومت او سيکورټي فورسز خپل کوششونه کړې دي ولې دغه سيمه په مکمله توګه د بارودي سرنګانو نه پاکول ناممکنه په نظر راځي
”د دې سل فيصده کليئرنس ناممکنه شان دې، قبائيلي سيمو کښې چې مونږ څومره اسسمنټ کړې دې هره هفته کښې د فاټا په مختلفو ايجنسو کښې داسې واقعات راځي“
د جنوبي وزيرستان تحصيل سرويکۍ شاه فيصل وائي چې د دوي ايجنسۍ کښې هفته کښې خامخه د بارودي سرنګونو چاودنې رامخې ته کيږي چې پکښې ګنړ مشير خلق مړه او ژوبل شوې هم دي
”د چغملې نه واخله تر بدر مکين پورے روزانه د دغه خلقو مالونه الوزي، په يو کلې کښې دننه د اويا کسانو ماشومانو خپې لاسونه الوتلې دي او په دغو کښې دولس ديارلس کسان هم مړه شوې دي، مکين او بدر کښې خو د بمونه لکه کرلے شوې دي“
بلخوا د خيبر ايجنسې باړے امين آفريدے وائي چې د واپسې په وخت سيکورټي فورسز د دوي ټوله علاقه صفا کړې ده او الن ساعت د مائنونو هيڅ خطره موجود نه ده۔ ولې حکومت له پکار دې چې بره باړه کښې هم په دغه طريقه صفائي اوکړي
”چې کله به واپسي کيدله نو چې په کوم ځائي به د سيکورټې فورسز شک راغلو نو په هغه ځائي به ئي مشينري اوګرځوله او دې نه پس به ئي خلق کليئر کړل، نو پکار ده چې د بړے بارے نرې بابا علاقے، مهربان کلي، سائو، ګهړې، دوتوئے علاقه او ترخو کس هم په دې طريقه چيکنګ اوشي“
د نورو قبائلي سيمو په شان اورکزئي ايجنسۍ کښې هم د بارودي سرنګانو خطرے موجود دي۔ او هم دغه خطرو له وجې د اورکزو ايجنسې بعضې قومونه له تر اوسه خپلو سيمو ته نه دې واپس شوې۔ اورکزو کښې د لينډ مائنز په حقله پوليټيکل ايجنټ خالد اقبال وزير وائي چې سيکورټي فورسز په دې حقله کار کوي او زر به دغه سيمې د بارودي سرنګونو نه پاکې کړي
”زمونږ آرمي او سيکورټې فورسز کوشش کوي په دغه علاقو کښې لګيا دې او کليئر کوي ئي، او انشاالله چې دا کليئر شي بيا د دوې ارادے دي چې مونږ زر تر زر چې دا کوم قومونه بهر دي چې هغه واپس راشي“
بلخوا فاټا کښې د لينډ مائنز په حقله د ډيرے مودے راهسې کار کونکي سپيډو نومې ادارے مشر رضا شاه وئي چې بارودي سرنګان يو داسې پټ دشمن دې کوم چې خپل او پردے نه پيژني نو اولس له پکار دې د دغه خطرو په اړه هر وخت بيدار اوسي۔
بلخوا زمونږ خبريالانو د دغه سيمو اولس سره په دې حقله خبرے کړې او تپوس ئي ترې کړې دې چې د دوي سيمو کښې د بارودي موادو څومره خطرے موجود دي د دغه سوال په جواب کښې د شمالي وزيرستان ميرانشاه طارق داوړ وائي چې علاقه کښې د داسې قسمه پيخو په اړه خبرتيا نه لري ”دلته خو فاالحال خو مونږ داسې څه پيخي نه خبر نه يو چې څه آئي ډي بلاسټ شوې وي، لکه زمونږ ځائي تقريبا امن امان دې“
د جنوبي وزيرستان لدهے تحصيل زنګرے خيال حسين وائي ” زمونږ علاقه کښې تقريبا اويا پورې ماشومان په دې قسمه پيخو کښې زخمي شوي دي، دا ډير زيات نقصان دې، دوي دلته مزيد خلق راليږي او په سيمه کښې مائنونه خخ کړې شوې دي زمونږ حکومت ته اپيل دي چې دا علاقے کليئر کړي“
د باجوړ ايجنسې حيات الله وائي چې سيمه کښې ئي مائنونه او ډير ناچوديدونکې مواد موجود دي ”اکثر دا ګولې هم پرتے وي ماشومان ئي راواخلي، بعضې ځيونو کښې مائنونه خخ وي، چاته خو د هغې پته نه لګي چې دلته شته که نيشته، زمونږ پټي کښې پخپله باندې هم شته دې،په دي کښې يو زنانه هم ژوبل شوې ده، څلورو پورې څاروو باندې هم خلاص شوې دي، ټريکټر باندې هم خلاص شوې دي، نو هغه ځائې ته ورتللو کښې ډيره خطره ده، مونږ هلته نه ورځو او پټې زما اوس هم شړ دې، نه مونږ پخپله ورځو او نه ماشومان ورپريږدو“
هم د باجوړ ايجنسې کوټکي چارمنګ اوسيدونکې بخت منير دغه واقعاتو په حقله وائي ”زمونږ ماشومې چرته پټو کښې لاسي بم راغستې وو او بيا ئي کور ته راوړے وو، کور کښې ئي په پيچ کس باندي کهولاوهلو نو راخلاص شو پرې، نو خپه ئي پکښې ژوبل شوې ده، ما خپله هم بهر موندلې وو نو يو ځوان پوهه وو نو زر ئي رانه د لاس نه اوغورزوو او څه خاورے ئي پرې واړولې، اوسه پورے نا خبره وو نو ځکه مو دا څيزونه راغستل، خو اوس پرې خبر شو نو ګوتې به ورله نه اوړو او نه به ورله ماشومان وروړي“
د خيبر ايجنسې باړے قوم سپاه غيبي خيلو قبائلي مشر زيور خان وائي ” اوس خو نيشته زمونږ سيمه کښې د مائنونو خطرے ختمې شوې دي، هيڅ خطره نيشته چې وي نو مونږ حکومت سره اوګه په اوګه ولاړ يو“
د کورم ايجنسي شلوزان اوسيدونکې اقبال وائي چې سيمه کښې په سلګونو مائنونو ډزيدو کيسونه راغلې دي ” درې څلور سوو نه زيات کيسونه رامخې ته شوې دي، ولې چې دغه علاقو کښې د واپسي نه پس چې به کوم سړے به هم پټي ته اوتلو نو د مائنونو ښکار شو، اوس د چا خپۍ نيشته دې او د چا لاسونه، او دې کښې مونږ سره زنانه هم ډيرے دي“
بلخوا د مهمند ايجنسې شمس مهمند وائي چې د نورو ايجنسو په نسبت مهمند ايجنسې په دې دې حقله ډيره محفوظه ده ”په مهمند ايجنسۍ کښې دغه خطره ډيره کمه دا خو بيا هم چې دلته څومره وسله استعمال شوې ده، د مثال په توګه لاسي ګرنيډ چرته پاتې شوې دې، ديسې ساخته بمونه بعضې ځيونو کښې پراتۀ دي يا چرته ګولې راپريوتې ده او پاتې شوې ده هغه ماشومان راواخلي هغوي پوهه نه وي، نو په دې حواله باندي د يو اګاهي مهم ضرورت خو ډير دې خو خطره د نورو قبائيلي ايجنسو به نسبت باندې مهمند ايجنسۍ کښي ډيره کمه ده“
د دغه شان پيخو نه متاثره شوې زرونو خلقو ژوند کښې څه قسمه بدلون راځي او دوي کوم قسمه ستونزو سره مخ کيدې شي په دې حقله زمونږ خبريال شاه خالد شاه جي د باجوړ ايجنسۍ سالارزو سيمه کښې د لينډ مائن چودنه کښې د خپو نه محرومه شوي عرب خان سره خبرے کړې دي، عرب شاه د لينډ مائنز متاثره کيدو په حقله وائي
”هغه ټائم کښې مونږ پشت سالار زو کښې اوسيدو، زمونږ ګاونډ کښې يو بم پروت وو هغه يو زنانه باندې خلاص شو، د ګاونډ خبره مونږ هغې امداد لپاره ورتلو نو هغه لاره کښې يو بل پروت وو، نور هم ډير خلق ورتلل خو زمونږ قسمت پکښې شوې وو نو بس هغه بم په ما باندې خلاص شو، علاج لپاره ئي زۀ پيښور ته بوتلم نو هغه خو فري شوې وو، دا کومې نښې چې په دې لاس، په خپه او په دې مخ ښکاري دا ټول دغه بم سره جوړ شوې دي، دغه بم کښې مې خپه معزوره شوه۔ مونږ ته هغه وخت د بمونو پته نه لګيده چې دلته به وي، د معزوره کيدو نه مخکښې زۀ سعودي کښې وم، معزوره کيدو نه پس راته خپه اولګيده، بيا درې څلور مياشتې پس ټيلرې ته کښيناستم ټيلرنګ مې زده کړو، اوسه پورې مې ټيلر کوله خو اوس مې ځان له رکشه واغسته يوې خپې ته مې جوړه کړې ده، نو اوس دا چلوم، بچې مې الحمدالله دوه په سرکاري سکول کښې سبقونه وائي او دوه واړۀ دي، خپله ګزاره کوو نو۔ چې ټېک ووم نو اوس به سعودي کښي وو خامخا اهلته خو ريالونه وي نو خامخا به مو ژوند خه وي، اوس خو بس ميډيکل ان فټ شو نو ځکه روستو پاتې شو، اوس خو بس د دغه لسو او پينځو روپو مزدوري بس د سوال نه مو پرې ځان خلاص کړې دې، خپله منډې ترړې کوو نو، هغه وخت کښې خو داسې وه چې په لاس او خپو روغ وم مزدوري مې کولې شوه کوم ځائي ته تګ غوښتو نو تلې شو، اوس هم شکر دې چې روزګار چې کول غواړو نو کولې شو خو د خپې کمې راته ډير محسوسيږي۔ بس د ګاونډ خبره خامخا سړي منډه کوي، کو مونږ ته پته وه نو خامخا به مونږ احتياط کولې۔ يو مياشت روستو بيا بم خلاص شو يوه بله زنانه پکښې زخمي شوه او خپې نه معزوره شوه، داسې ډيرے حادثې رامخې ته شوې دي، حکومت هم خپل کوشش کوي خو لا وس به ئي پرې نه وي راغلې۔ دا خو د هر سړي کوشش وي چې د داسې حادثي نه هر يو رور مسلمان بچ شي، نن صبا هر سړے تعليم يافته دې پوهيږي چې دلته دا مشکل دې نو د هغې مشکل نه ځان بچ کوي، چې کومو علاقو کښې د بمونو خطره وي نو هغه ځائي ته د تلو نه ډډه کوي، چې پته لګي چې دغه سيمه کښې ډير بمونه خلاص شوې نو د هغې ځائي نه ځان ساتل پکار دي، که يو کس څه څيز اوګوري نو پکار ده چې متعلقه ادارو يا حکومت ته اطلاع اوکي چې دلته داسې يو څيز پروت دې تاسو ئي اوګورې چې دا څه شې دې دې ورله د هغوي د اجازت نه بغير ګوتې ورنه وړي نو داسې مخ نيوې کيديشي، او که داسي اونه شي نو بيا مخنيوې ګران دې“۔
د لينډ مائنز او نا چوديدلي بارودي موادو خطرو نه بچ کيدو په اړه د اګاهې پروګرامونه په سرکاري او غير سرکاري توګه هم ترسره کيږې۔ ولې دې لړ کښې د مزيد کوشش او اغيزمند شوي اولس بحالې لپاره اقدامات کول هم ضروري، دغه خبرې د سسټين ايبل پيس اينډ ډويلپمنټ ارګنائزيشن يعني سپيډو نومې ادارے چيف ايګزيکټيو رضا شاه خان زمونږ خبريال بلال محسود سره يو مرکه کړې دې، په دې حقله رضا شاه خان زياتوي
”لينډ مائنونه خپل دوست او دشمن نه پيژني، که دا پدې باندې ماشوم راغې، که يو ځناور پرې خپه کيښوده او که يو د يو بے ګناه زنانه خپه پرې راغله۔ بين الاقوامي شميره هم دا وائي چې که د دې په متاثرينو کښې اتيا نه واخله نوي فيصده پورې بے ګناه ماشومان او يا زنانه شاملې دي۔ دا واقعات عموما هغه ځيونو کښې رامخي ته کيږي کومې چې جنګ زده علاقې دي، نن صبا چې فاټا کښې کوم درې لوئے خطرے موجود دي نو هغې کښې يو خو د لينډ مائينز ده، دوئم آئي اي ډيز لويه خطره ده او دريم هغه بمونه يا ګولې دي کوم چې فائر شوې دي خو د راغورزيدو نه پس چاودلې نه دي۔ مونږ د کال دوه زره يو نه ټول پاکستان کښې په دې باندي کار کوو او خاص کر په قبائلي سيمې زمونږ فوکس دي، زمونږ چې کوم مين کار دې هغه د دې مائنونو او ناچاوديدلې بارودي موادو په حقله اولس له اګاهي ورکول دي چې دوي د دې نه ځان څنګه بچ کولې شي۔ د دې هيڅ تاريخ نيشته چې کله نه داسې کيږي دوئم جنګ عظيم کښې چې کوم لينډ مائينونه ايخودې شوې وو هغې له وجې اوسه پورې خلق ژوبل کيږي، دا د هغې پورې پروت وي چې تر سو بلاسټ شوې نه وي او يا چا ناکاره کړې نه وي، تر اوسه پورې پينځو نه شپږ زرو پورے خلق دي نه يا خو مړه شوې دي او يا ژوبل شوې دي۔
د حکومت يا شخصي توګه باندي په د دې ډيټا راجمع کولو څه مناسب نظام موجود نه دي خو فاټا کښې چې صرف کال دوه زره شپاړس کښې مونږ سره کوم تعداد راغلي دې نو صرف هغه درے سوه نه زيات دې، او زمونږ طريقه کار دا دې چې د دې قسمه واقعاتو کوم ميډيا باندي خبرونه راځي نو مونږ هغه را جمع کوو او د هغې بيا تجزيه کوو، نو مونږ اولس ته خواست کوو چې دې څيزونو له دې ګوتې نه وروړي او نه دې ورله خوا له ورځي او نه دې راوچتوي، ځکه چې د دې نقصان ډير دې او فائده ئي هيڅ نيشته، که چرے داسې څه قسمه څيز دوي ته مشکوک ښکاره شي نو هغه ځائي کښې دې نښه کيږدي او بيا دې بم ډسپوزل سکواډ، يا د علاقے مشران او يا حکومت ته دې اطلاع ورکړي چې دلته داسې قسمه څيز پروت دې۔ زيات کيسونه داسې رامخي ته کيږي چې خلقو ته اګاهي نه وي نو يا دغه څيزونه راواخلي يا ئي په کانړو اوولي ځکه چې دوي ته دا پته نه لګي چې دې سره په داسې ټائم کښې څه کول پکار دي۔ بله ټولو نه ضروري خبره دا ده چې داسې لارے ته ورنشي چې په هغې باندي مخکې څوک نه وي تلې يا څه مشکوک ځائي وي، مثال به ئي ځه داسې درکم چې چرته دهماکه شوې وي، يا کور باندي بم راغلے وي يا داسې څه خطره لري چې هلته لينډ مائنز کيدې شي نو داسې لارو باندي دې دوي بالکل نه ځي چې څو پوري هغه کليئر شوې نه وي۔ دا لينډ مائن داسې څيز دي چې دا زمکې لاندې وي چاته ښکاري نه خوچې کله بارانونه اوشي يا سيلاب راشي نو دا پکښې لاندي علاقو ته لاړ شي، لکه چې په کال دوه زره لس کښې کله ټول ملک کښې سيلاب راغلې وو نو دا بمونه ئي ټانک او ډيره اسماعيل خان طرف ته هم لاندې راوړي وو او د هغې بلاسټ کيدو نه ډير ماشومان ژوبل شوي وو۔ د سول سوسائيټې ادارو کار دي چې فوج سره او پوليسو سره رايو ځائي شو او په شريکه يو مائن رسک ايجوکيشن پروګرام شروع کړو، دوئمه دا چې په کوم ځائي ئې شک راشي چې دې ځائي کښې آئي اي ډې يا لينډ مائينز کيدې شي نو هغۀ ايريا دې کليئر کړې شي۔ د ټولو نه ضروري خبره دا ده چې هغه خلق آئيډينټيفائي شي چې دې باندي څومره خلق ژوبل شوې دي او د دوي بحالې لپاره څه اقدامات اوکړې شي۔
نوټ: دا مضمون د ريډيو ټي اين اين پروګرام ”د منزل په لور“ نه اخستې شوے دے۔ پروګرام کښې د قبائيلي سيمو نه بے کوره شوې کډوالو د ژوند او بيرته واپس شوؤ خلقو په حقله خبرے کيږي۔
دغه پروګرام د ريډيو ټي اين اين پروډيسرانو ”شان محمد“ او ”سلمان احمد“ تيارکړې دے، کوم چې د فاټا او خيبرپښتونخوا پينځه ريډيو سټيشنو نه نشرکيږي۔
رپورټرز: شاه خالد شاه جي، ګل محمد مهمند، شاهنواز آفريدي، ملک عظمت حسين، علي افضل افضال، نبي جان اورکزئي، بلال محسود، رضوان محسود