قبائلي سيمو د اصلاحاتو نفاذ پحقله دفاټا سياسي اتحاد او پښتونخوا اولسي تحرېک احتجاجونه او مظاهرے

د تيرو دوو کالو راهسې په قومي کچ د فاټا په انتظامي امورو کښې د بدلون خبرے روانے دي۔ ولې فاټا اصلاحاتو کښي په سياسي او عوامي سطح ډير اختلافات رامخې ته شوي۔ بلخوا په حکومتي سطح هم دي لړ کښي تيرو څو مياشتو کښې څه خاص هلې ځلي په نظر نه دي راغلې۔ د دغه عمل تيزولو او فاټا نه د ايف سي ار په فوري توګه خاتمي په حقله فاټا سياسي اتحاد او پښتونخوا اولسي تحريک په ګده د احتجاجونو، او دهرنو لار خپله کړې ده۔
په دي حقله څو ورځي وړاندے اول پاکستان تحريک انصاف او ورپسې جماعتِ اسلامي د اګست په دويشتمه نيټه په پيښورکښې احتجاج کړې۔ فاټا لپاره د اصلاحاتي عمل تيزولو او هلته نه د ايف سي آر فوري خاتمي غوښتنې لپاره پيښور کښې داحتجاج په محال د فاټا سياسي اتحاد صدر او د باجوړ ايجنسۍ اوسيدونکے سردار خان وينا وه، چې د سياسي اتحاد او پښتونخوا اولسي تحريک سوري لاندي د اصلاحاتو عمل تيزولو لپاره د دهرنو او احتجاجونو ترتيب ايخودې شوې دې ، کومي نه پس به چي دوي په شريکه احتجاجي لاريون او لوئي دهرنے لپاره د اسلام آباد مخه کوي ” په دې باندے زمونږ د سياسي اتحاد ټولو ګوندونه متفق شوي، چي نمبر په نمبر به هره پارټي دهرنا ورکوي۔ اول پي ټي ائي دهرنا اوکړه اونن د جماعتِ اسلامي نمبر دې، ورپسي به عوامي نيشنل پارټې جلسه کوي او دغه سي ورپسې نورے پارټې، د دي نمبر وار دهرنو مطلب دا دي چي ورکران هم ستړي نشي او تر طويل معياده پوري دغه سلسله جاري اوساتلې شي۔ ورسته به بيا مونږ د اسلام اباد په طرف پارچ کوو او حکومت به په دي مجبوره کوو چي فاټا په خېبر پښتونخوا کښې شامله کړي”
د دغه سياسي ګوندونو ځان ځانله دهرني ورکولو په ځائي د يوې لوئې مشترکه احتجاج کولو په سوال د عوامي نيشنل پارټې خيبر ايجنسې صدر شاه حُسين شنواري اووئيل چې دغه د دوي د پلاننګ برخه ده، کوم باندے چي ټول متفق شوي، او د دي مطلب هر ګز دا نه دے چي ګني د فاټا سياسي اتحاد ګوندونه اصلاحاتو په مد کښي څه قسمه اختلافات لري ” سياسي خلق چي کېني نو د مسئلي حل لپاره يوه لاره اوباسي، نو دغه زمونږ د پلاننګ برخه ده، د اختلاف هيڅ خبره نشته، د پي ټي ائي څو ورځي وړاندے جلسه کښې هم زه بطور د اے اين پي نمائنده هلته تلي وومم، او باقاعده تقرير مه په هغه جلسه کښې اوکړو۔ مونږه سياسي خلق يو او د اصلاحاتو کاميابولو لپاره به مونږ خپل جدوجهد کوو، دي نه په يو قيمت هم نشو روستو کيدے”
بل طرف د پاکستان پيپلزپارټي فاټا رهنما حضرت ولي افريدي د اعلان کړي شوي دهرنو تسلسل باندي تحفظات ښکاره کوي، او وائي چي دغه فيصله کښې دوي سره مشوره نه ده شوې ” دي ګام کښي د پاکستان پيپلز پارټۍ کمې دلچسپي وجه داده چي مونږه سره صحيح مشوره نه کېږې، چي کله دوي خپله يو فيصله اوکړي، نو صرف مونږ خبر کړي چي دغه شان به کوو، زمونږه تحفظات شته، خو بهرحال دا هغه تحفظات نه دي چي ګني مونږ د اتحاد نه بهر شوي يو، مونږ د سياسي اتحاد سره يو ميټنګ تابيه کوو او خپل تحفظات به ورته وړاندے کوو۔ که زمونږ په تحفظاتو عمل اوشو نو چي څنګه دغه نورے پارټي دهرنے ورکوي، پې پې پې به هم دغه شان خپل احتجاج ريکارډ کوي”
پيښور کښي د احتجاج په محال د جماعتِ اسلامي امير سراجُ الحق وينا وه چي د قبائيلي سيمو په انتظامي امور کښې بدلون د وخت ضرورت دي، کوم به چي په هر صورت کولې شي۔ دوي زياته کړې چې دې نه علاوه حکومت سره بله هيڅ لار هم نيشته او دا چې دغه عمل سره بهد قبائلو بنيادي انساني حقونه محفوظ شي ” قبائيلو سره د ايف سي آر خاتمې او خېبر پختونخوا سره شاميليدونه علاوه بل څه لاره نشته۔ په دي دونه ګرمې کښې چي دغه اولس راوتې نو دي نه پته لګي چي قبائل اوس بدلون غواړي۔ بله خبره دا چي حکومت د قوم سره وعده کړې، او وفاقي کابيني هم ورباندے فيصله کړې ده، نو حکومت سره هم د فاټا اصلاحات کولو نه علاه بل څه لار نشته“
بل طرف پيښور کښي شوې د دغه دهرنو په محال شريک د قبائيلي سيمواولس خپلې غوښتنې او مطالبې ټي اين اين سره څه په دي ډول ريکارډ کړې۔
د باجوړ ايجنسۍ ثناالله وائي “داسې يو وخت وو چې مونږ به په خپلو علاقو کښې د ايف سي آر خلاف اواز هم نشو پورته کولې، د دې دهرنو او جلسو دا اثرات اوشو، چې نن مونږ په پيښور کښې راوتلې يو او دې نه مخکښې مونږ په باجوړ ايجنسې کښې د ايف سي آر خلاف او د موجدوه دهرنے کاميابولو لپاره پينځه څلويښت جلسے اوکړلې، او د دې نن اثر دا دې چې صرف دا باجوړ نه د درې نيم زره نه زيات خلق پيښور ته راغلي دي، اتيه مونږ فلائنګ کوچے راوستې دي دغه رنګے اتۀ بسونه دي او د موټرو څه حساب نه دې معلوم، نو دا ټول د دې جلسو او دهرنو وجه ده چې نن د ايف سي آر خلاف آواز پورته کيدو لپاره خلق راجمع کيږي”
د جنوبي وزيرستان طالبعلمانو ترجمان اسدُالله شاه وائي ” ننني د ايف سي آر خلاف دهرنه کښې زمونږ د وزيرستان ځوانانو هم په کثرت سره ګډون کوي، او هم دا غواړي چې ايف سي آر ختم شي او فاټا دې خيبر پښتونخوا کښې ضم شي، دا زمونږ قانوني او آئيني حق دې، پر امن طريقې سره مونږ د حکومت نه دا غوښتنه کوو او د ميډيا په ذريعه مونږ خپل آواز، اپيل او مطالبه حکومت او ټولې دنيا ته پيش کو”
د شمالي وزيرستان ملک امشاد الله اووئيل “زمونږ دا مطالبه دې چې دا کوم تور قانون مونږ قبائلو باندي مسلط شوې دې نو دي خاتمې لپاره مونږ راغلې يو او چې آئين پاکستان په مونږ نافذ شي”
د کرم اېجنسۍ بُرهان الدين وائي “زموږ خو بس دغه يو مطالبه ده چې ملک کښې نورو خلقو ته څنګه حقوق ورکړے شوے دي هغه حقوق مونږ هم غواړو او هم دې لپاره مو دا دهرنا کړې ده، د پارټېانو ترمينځه دومره اختلافات خو نيشته بس يو دوه پارټيانو واله اختلافات جوړوي، انشاالله زمونږ چې خپل کوم کوشش دې هغه به جاري وي، که فاټا صوبه راکوي او يا پښتونخوا سره ئي ضم کوي دواڼره راته منظور دي خو مونږ وايو چې بس د ايف سي آر نه خلاص شو”
دهرنا کښې شرېک د باجوړ ايجنسې يو بل تن وحيد ګل وائي ” ځان د پاکستان د اولې درجے شهري جوړول غواړي او اوس حکومت هم مجبوره شوي دې او دا نظام به ختموي، حکومت سره بله لار نيشته، قبائلو ته به حقوق او انصاف ورکوي۔ ده اختلاف مسائله دومره لويا نه ده چې دې له وجې به اصلاحات اوځنډيږي۔ دا د حکومت زمه واري ده چې په دې اتفاق رائے پيدا کړي او فوري توګه د اصلاحاتو عملي نفاذ اوکړي”
د اورکزئۍ ايجنسۍ محمد رحيم وائي “ټول قبائلي ځوانان دلته د ايف سي آر خاتمې لپاره راجمع شوي يو، ايف سي آر مونږ نه منو ځکه چې دې کښې مونږ ته هيڅ خير نيشته، او انشاالله د دې حل به راوځي”
د خېبر ايجنسۍ باړے تحصيل غالب آفريدے وائي “زمونږ بنيادي چې کومه مطالبه ده هغه دا چې ځانله نظام ترې نه غواړو، مونږ دا غواړو چې دې ملک نورو ايم اين اے له کوم حق حاصل دې هغه دي قبائلي ايم اين اے او ايم پي اے له هم حاصل شي، که دغه ځان له صرف د قبائلو غګ وي او د پارټو مرسته پکښې نه وې نو دا مونږ نشو کولي، نو چې د دغه څلور پينځو پارټو حمايت قبائلو له حاصل وي او دا پريشر پرې هم دغه شان برقرار اوساتو نو زما يقين دې چې زمونږ انضمام به په صوبه کښې اوشي۔ يوه لويا صوبه مونږ له پکار ده چې دا ټول پُښتانه په يو اسمبلۍ کښې ناست وي او په يو ځائے کښې ناست وي”
د مهمند ايجنسۍ ملک لعل باچا صافي وائي “د فاټا اصلاحاتو پارليماني کميټۍ سفارشاتو کښې د انضمام خبره شوي ده، هغې کښي د اين ايف سي ايوارډ کښې درې فيصده حصه، آرټيکل دوه سوه څلور څلويښت ختمول، صوبائي اسمبلې کښې نماندګي او قبائلو ته شل زره نوکرے ورکول دي کښې ذکر شوي وو، ولې اوس هم هغه مفاد پرست خلق تاخيري خربے استعمالوي، د چا چې بل پيش کړې او دستخط ئي پرې کړي هغوي وس ډډې ته کيږي خو دا به راځي، او هم د فاټا اولس به دا راولي، دوي دې په کګو لارو ځي کنه خو اولس به هم دغه شان پريشر اچوي، او ولې دوي به بيا فاټا ته راروان اليکشن لپاره نه راځي؟
بل طرف ټي اين اين د فاټا سياسي اتحاد جنرل سيکرټري اقبال آفريدي او د پښتونخوا اولسي تحريک مشر سيد عالم محسود سره د اصلاحاتو عمل تيزولو لپاره روان د دوي احتجاجونو او دهرنو په اړه دغه تفصېلي مرکه هم کړې ده۔
ټي اين اين: اقبال آفريدي! د سياسي اتحاد سيوري لاندي چي کومي دهرني او احتجاجونه شروع دي، دي کښي کومي کومي پارټئ شريکي دي او طريقه کارئي څه دے؟
اقبال آفريدي: قريبا دري نيم کالو نه مونږ د ايف سي آرخلاف راوتي يو اول راسره پکښي جے يوآئي هم شامله وه او مسلم ليګ نون هم شامل وو ولي وخت سره رانه هغوي لاري جدا کړي اوس موجوده مونږ کوم د دهرنو اعلان چي کړے دے نو په دي کښي مو فيصله کړي ده چي هره پارټي به د ګورنرهاؤس مخي د ايف سي آرخلاف او اصلاحاتو په حق کښي دهرنا کوي۔ مونږ هغوي دپاره ټارګټ نه دے ايخودے چي تاسو په به فلانکي تاريخ باندي دهرنا کوئ لکه چي څه رنګ مونږ له ټاسک ميلاو شو چي اولنئ دهرنا به پي ټي ائي کوي نو بيا مونږ ميټنګ اوکړو چي پکښي مو د دهرني تاريخ فيصله اوکړه، بيا جماعت اسلامي هم دغه شان ځان دپاره دوويشتم تاريخ خوښ کړو۔ اوس به ټولي پارټئ کومي چي مونږ سره شاملي دي هغوي به ميټنګ کوي او بيا به مونږ ته وائي چي په فلانکي تاريخ به دوي دهرنا کوي، نو انشا الله راروانو ورځو کښي به بيا دهرني شروع کيږي او په دي کښي مونږ سره تحريک انصاف، اولسي تحريک، جماعت اسلامي، اے اين پي، نينشنل پارټي، قومي وطن پارټي او پيپلز پارټي شاملې دي۔ دي نه علاوه زمونږ د زنانو يو تنظيم هم اعلان کړے دے چي دي لړکښي به صرف دزنانو دهرنا ورکوي۔
ټي اين اين: ډاکټرسيد عالم محسود! اصلاحات خو ټول قبائل غواړي ستاسو خاص غوښتنه څه ده؟
ډاکټرسيد عالم محسود: د فاټا اولس ځانله يو قوم يا خيل نه دے، نو هغي لپاره دا احتجاج کيږي۔ حالانکې اصلاحات دومره نه وو اوږديدل پکار۔ سرتاج عزيز خپله وئيلي دي چي اتيا فيصده خلق غواړي چي فاټا خيبرپښتونخوا سره ضم شي۔ خو ولي دوي اوس د مرحله وار خبره کوي۔ زه وايم چي کوم د فاټا سړي تهانړه نه ده ليدلي اويا ئي عدالت نه دے ليدلے يعني قبائل د بل وطن نه راغلي نابلده خلق خو نه دي، هم په دي وطن کښي ګرځي کاروبار کوي بلد دي۔ مونږ دوي ولي مرحلو کښي د شاملولو خبره کوي خو بس سيکشن ون، ټو فورټي سېکس او ټو فورټي سيون دي ختم کړي چي بس دا قيصه ئي ختم شي۔
اقبال آفريدي: زه يو بل عرض کوم ډاکټر صيب، سيدها سيدها ضلعې دې جوړې کړي او چي څه رنګ قانون په پيښور کښي دے هم هغه دي په خيبر، باجوړ او نورو ايجنسو کښي لاګو کړي۔
ټي اين اين: اقبال آفريدي! تاسو د آئين او ضلعو جوړولو ذکر اوکړو قبائلي سيمو دپاره نو هغه خو د ځانله صوبي په شکل کښي هم کيدے شي او دا رنګ به د دي نورو ګوندونو اختلافات هم ختم شي؟
اقبال آفريدي: په دي امتيازي سلوک کښي مونږ نه وينو چي ځانله صوبه به راله څوک راکړي، مونږ ته دي وفاقي وزيران د يوجرګي په شکل کښي ګارنټي راکړي چي اصلاحات صرف ددي وجي نه ايسار دي چي هغوي ځانله صوبه غواړي او تاسو په صوبه کښي ضم کيدل غواړئ، که دوي اووئ چي په دي ساعت د اصلاحاتو اعلان کوي نو مونږ ورسره دا هم منو چي ځانله صوبه دي جوړه شي خو که په دي باندي اصلاحات را ايساروي نو دي ډرامو ته مونږ نه يو تيار، داځل مونږ خاموش نه شو پاتي کيدے چي اول ئي ريفرنډم يادو، بيا ئي رواج ايکټ او اوس ئي خبره پکښي بالکل ورکه کړه۔
ټي اين اين: ډاکټرسيد عالم محسود! څنګه چي اقبال افريدي ذکر اوکړو چي که جهګړا په دي ختميږي چي فاټا ځانله صوبه يا يو کونسل جوړ کړے شي نو دي به ورته غاړه کيږدي، خو چي څه ګارنټي ئي وي، نو بيا به د تاسو د کومے خبرے حمايت کوئي اوکومه کښي به زياته فائده وي؟
ډاکټرسيد عالم محسود! دا د فاټا ځان له صوبه او کونسل خبره اول خو اولس دا غواړي هم نه او دا نعره چي کومه راوچته شوے ده د دي په شاه نيت غلط دې۔ او دويمه دا چي فاټا جغرافيائي لحاظ سره دا يو پړے دي د دريو ايجنسو ترمينځ سړک نشت، بيا آيا د وزيرستان مړے ژوندے د باجوړ سره شته؟ او د باجوړ مړے ژوندے آيا د مهمندو سره شته؟ يو فاټا کونسل دے د فاټا کونسل يو وخت کښي مونږ هم حمايتيان وو، کونسل د ګلګت بلتستان له وجي خلقو اوليدو د داسي کونسل نه خو دا زوړ ملکانه نظام هم بهتر دے ځکه چي هغوئي سره خو هيڅ اختيار هم نشته۔ په فاټا کښي هم دا بلدياتي انتخابات مونږ اوليدل، څه اختيار يئ وو؟ نو دغه عملي خبرے نه دي عملي خبره صرف يو ده چي دا يو قام دے، يو ځئ ئي کړه۔
ټي اين اين! هم دغه شان اکثرخلق دا وائي چي که فاټا خيبر پښتون خواه کښي شامليږي، په دي اعتراض نشته خو اعتراض په دي چي دا کوم لس کاله او پنځه کاله ترقيافته پيکج فاټا دپاره ايښودے شوے دي اول خو دي دا فاټا کښي استعمال کړے شي، که داسي فوري انضمام اوشي نو بيا خو ترقياتي منصوبے او نور فنډونه به د مينځه لاړشي، بيا د چا نه دا غوښتلي کيږي؟
ډاکټرسيد عالم محسود: دابه ترميم کښي ليکلي کيږي چي دوي ته به لس کالو پوري دوي ته دا هر څه ورکولے کيږي که ليکل نه وي نو بيا خو هيڅ اعتبار نشته۔ خو د مرحلو خبره بنيادي ملکان کوي، چي ګني زمونږ تنخواهګاني ختميږي۔
ټي اين اين: اقبال آفريدي! د دوه زره اتلس عام ووټونو کښي آيا تاسو به د قبائلو په صوبائي اسمبلۍ کښې د راتلو حمايت کوئي او که د دي حمايت به کوي چي لس او پنځه کاله ترقياتي پراګرامونه دي اول سرته اورسولي شي چي اول قبائل لګه ترقي خو اوکړي؟
اقبال آفريدي: ګوره جي خبره داسي ده چي په کوم ځاے کښي د پي اے فاټا او د ايف سي آر نوم راځي مونږ ي ټوټلي مسترد کوو۔ که قبائلي علاقے په خيبر پښتون خواه کښي ضم کړے شوے نوزه ويم چي قبائل خو به هسي هم اسوده شي ولي دغه نورو خلقو ته به هم فائده ميلاو شي۔ قبائلي علاقو لپاره چي بهر نه کومه پيسه راراوانه ده، او که دا د خېبر پښتونخوا حکومت په لاس خرڅ کيدل وي نو زه ويم چي دا وزير اعلي او نور وزيران به هم ورسه مخلص وي او بيا به مونږ مطالبه هم اوکړو چي دا جنګ زده علاقه ده نو تاسو د د يو کال ټول ترقياتي کارونه په دي قبائلي عوام باندي خرڅ کړئي چي دا د دي نورو خلقو برابر راشي په دي کښي نقصان نشته۔
ټي اين اين: ډاکټر سيد عالم محسوود! که هر څومره تاسو وائي خو اختلافات بيا هم لږ ډيرشته، نو که د دهرنو دغه لوئي محنت مو په هغه خلقو باندي کړے وي چا چي بے اتفاقي جوړه کړے ده ښه به نه وي؟ چي ټول په يو پليټ فارم باندي متفق شي؟
ډاکټر سيد عالم محسوود: ټول محنتونه پرې شوي دي، خو چي ويخ درته ځان اوده کړي نو دا نه شي راويخېدے، اتفاق چرته هم نه دے شوے څومره خلق دي چي هغه اسلام نه مني څومره خلق دي چي توبه نعوذبل الله هغوئي د الله ذات نه مني نو دا شرط مونږ ته ولي ايږدي چي تاسو ټول خا مخه متفق شي؟
ټي اين اين: ډاکټر سيد عالم محسود! د عام اولس اتفاق که نشي جوريدي خو د فاټا چي کوم يولس ايم اين اے ګان دي د دوئي اتفاق خو کم از کم پکار وو کنه؟
ډاکټر سيد عالم محسود: ګوره موجوده د فاټا پارليمينټيئرين چي کوم دي، دوئي د تيرو زمونږ نمائندګانو په مناسبت باندي يو کمال کړي دے۔ يعني پخوانو زموبږ نمائندګانو خو تش ووټ خرڅ کړي دي۔ دي ځل دوي يو آواز خو اوچت کړو کنه، چي فاټا کښې اصلاحات کول ضروري دي۔
ټي اين اين: خو اتفاق باندي خو نه دي کنه۔
ډاکټر سيد عالم محسود: که اوس اتفاق دوي کښي نشته، نو د هغي مطلب دا نه شو چي هغه ټول بدل شو۔ ټول نه دي بدل شوي او دغه کوم چي اوس ډډي ته کيږې نو دا هم هغه زاړه په وراثت کښي چي کوم اسمبلې ته راغلي دي هغه دي، نو د هغه بابا هم داسي وو او دي به هم د خپل بابا په قدم ځي، د قبائلو خير به کله هم نه غواړي۔ بله ده چي د ټولو د اتفاق هم ضرورت نيشته۔ بِل به قومي اسمبلئ ته راځي او قومي اسمبلئ کښي پري دا ټولي پارټيياني متفق دي، صرف شپاړس کسان ورباندے نه دي متفق۔ نو ټول پارليمان کښي د شپاړس ممبرانو د وجي نه ته د ټولو څلور سوه ممبرانو د خوښي ترميم ليټ کوي۔ نو دي کښي بد نيتي نه ده نو نور څه دي۔
ټي اين اين: اقبال آفريدي! ډاکټر صاحب ذکر اوکړو چي دي کښي نه د ايم اينيز اتفاق ضروري دے زکه چي اسمبلئ کښي به ورباندے کُهل کر خبره کيږي۔ نه د اولس اتفاق دومره ضروري دے چي ټوله زور په هغي باندي خرچ شي او ټول متفق شي، بل طرف تاسو چي کوم کوشش شروع کړي دے د اصلاحاتو په لړ کښي اميد څومره دې ستاسو او څنګه اُميد مو دے؟
اقبال آفريدي: اميد ځه درته خايم کنه۔ ځه غريب سړے چي ځما اووه اته لکه روپئ په دي ګياره تاريخ هم په دهرنا باندي اصلاحاتو لپاره اولګيدي۔ آخر په ما کښي به څومره انرجي نوره وي۔ ځه به کوم حد پوري تلي شم۔ ګوره حکمران دي اول په پوليټيکل انتظامي په دي فنډونو باندي بين اولګوي تر هغي پوري چي د فاټا د وجود فيصله نه وي شوې۔ چي يو طرف د فاټا کوم فندونه د هيلته او ايجوکيشن دپاره راځي يا ري هيبيليتيشن لپاره راځي۔ خو بل طرف دغه پېسې په سپين ګيرو او ملکانو باندي زمونږ خلاف جلسے او جلوسونو باندي خرچ کيږي، ګني راشه ثبوتونه ئي پراته دي۔ خبره دا ده چي دا خو د حکمرانانو خووښه وي چي کوم يو شے کوي نو هغه په دوه منټه کښي کوي او چي کوم نه کوي نو بيا په کښي مخالفين جوړ کړي او هغه پکښې راپاسوي۔
ټي اين اين: ډاکټر سيد عالم محسود! تاسو د دي خپلو احتجاجي دهرنو د تحريک نه څومره پُراميد ئي چي دا اصلاحات به ورسره عملي شي؟
ډاکټر سيد عالم محسود: پر اميد خو د ټولو نه اول د اولس د مرستو له وجي يو، يعني چي اولس نه وي د سره هيڅ هم نه کيږي۔ دا چي کوم انداز کښي سياسي اتحاد دري دهرنې اوشوے۔ دا دهرنا بنيادي اسلام آباد ته اوړل دي بيا۔ چي هلته د فاټا اولس خه په ګنړ تعداد کښي د هفتو د مياشتو په حساب سره دهرنا ورکړي، نو هغه د اولس طاقت به دا هر څه ممکن جوړوي۔ الله دي هغه پارتياني کومو ته چي دهرنے له پاتي دي خدے دي په هغوئي باندي هم د دي نه کاميابي دهرني اوکړي نو بيا به انشاالله اوشي۔
دا مضمون د ريډيو ټي اين اين پروګرام “بدلون” نه اخستي شوي، کوم کښې چي په قبائيلي سيمو کښې د سياسي هلو ځلو او اصلاحاتو په حواله خبري کيږي۔ دغه پروګرام د ريډيوټي اين اين پروډيوسرانو “شان محمد” او “سلمان احمد” تيارکړې، چي د فاټا اوخيبرپښتونخوا پينځو ريډيوسټيشنو نه نشر کيږي۔
رپورټران: شاه نواز خان آفريدي، نبي جان اورکزي، شاه خالد او حکمت شاه