ریډیو ټی این این

  • بدلون

تازہ ترین 
  • بونير کښې د هائي سکولونو سپورټس ګاله پيل شويبونير کښې د مډل سکولونو ورسته د هائي سکولونو سپورټس ګاله شروع شوي ده۔ د [...]
  • د مولانا سمیع الحق پارټي د فاټا انضمام په حق اولسې جلسې شروع کويجميعت علما اسلام سميع الحق ډلي ويلي چي قبائلي سيمي خيبر پېښتونخوا کښې شاملولو لپاره [...]
  • پيښور کښې د امام حسين رضي الله عنه څلويښتمي لپاره سيکورټي پلان تيار کړي شود پيښور ضلعې انتظامئي د امام حسین رضي الله عنه د څلویښتې دستورو سکيورټي لپاره [...]
  • مردان عبدالولي خان پوهنتون کښې شاګردانو استاد وهلي ټکوليد مردان عبدالولې خان یونیورسټۍ کښې د طلباؤ ټولګې په یو استاذ تشدد کړی. د [...]
  • يو اين ايچ سي آر د افغان کډوالو بيرته تلو عمل دسمبر مياشت نه ځنډولو فيصله کړيمهاجرو لپاره د اقوام متحده ادارې یو این ایچ سي آر پاکستان نه د رجسټرډ [...]
  

بدلون

فاټا اصلاحات عملي کيدو لپاره د ځوان کُل او طالبعلمانو احتجاج او دهرنې

فاټا اصلاحات عملي کيدو لپاره د ځوان کُل او طالبعلمانو احتجاج او دهرنې
August 29, 2017

د تيرو دوو کالو راهسې په قومي کچ فاټا کښې د اصلاحاتو خبرے روانے دي۔ ولې د ريفارمز په طريقه کار د بعضي سياسي ګندونو او فاټا پارليماني غړو تر مينځه اختلافاتو په صورت کښي، د اصلاحاتي عمل لپاره په تيرو څو مياشتو کښې څه خاص ګامونه نه دي پورته شوي۔ د اصلاحاتو عمل بحالي لپاره که هر څو د سياسي ګندونو اومدني ټولنو لخوا کوششونه روان دي نو بلخوا د فاټا تعليم يافته ځوانان هم د ايف سي آر قانون خاتمې سره قبائيلي سيمو کښې په سمدستي توګه د اصلاحات کولو غوښتني کوي، د کومي په لړ کښي ئي چي د احتجاجونو، لاريون او دهرنو لاره خپله کړې ده۔

په دي حقله څو ورځي وړاندے په اسلام آباد کښې د مخلتلفو قبائلي سيمو طالبعلمانو د فاټا اصلاحاتو ځنډيدو په ضد احتجاج کړې او پرلت ئي وهلې وو۔ په دي محال د آل فاټا سټوډنټس فورم صدر فرهاد باجوړي وينا وه چې د دوي مقصد د اولس محرومو په حقله په قومي کچ بيدارې او قبائلي اولس حقونو لپاره آواز پورته کول دي، ولي دوي دمرکزيحکومتنه د اصلاحاتو سفارشات عملې کولو باندې سمدستي کار شروع کولو او ايف سي آر ختمولوغوښتنه کويمونږ يو ځل بيا په دي مجبوره شو چي اسلام آباد کښي دهرنه ورکړو، چي اقتدار کښي ناست مشران په دې خبره پوهه شي چي زمونږ طالبعلمان کوم کښي چې زنانه طالبعلمانې هم شاملې دي او مونږ سره ميدان ته راوتلې دي، چي مونږ د ايف سي آر فوري خاتمه غواړو۔زمونږ په شاه داسې هيڅ قوت نيشته چې هغه مونږ ګني استعمالوي او يا ئې مونږ په احتجاج يا دهرنو مجبوره کړي وو۔ دا زمونږ خپل سوچ دې او قبائلي طالبعلمان اوس په دي هر څه پوهيږي”

د نمل يونيورسټې يو طالبعلم عبداالرحمان مهمند  وائي چي دوي د سياست او ذاتي مفاداتو نه بالا تر ميدان ته راوتلي او غواړي چي قبائلي سيمو کښي هم د پاکستان آئين نافذ شي، کوم سره به چي د دوي بنيادي انساني حقوق هم محفوظ شي“زمونږ غټه مطالبه فاټا کښې د آئينِ پاکستان نفاذ دې۔دغه دهرنه يو سياسي پارټي هم نه ده جوړه کړي بلکه صرف طالبعلمانو تابيا کړې ده، البته ډير عام خلق او سياسي مشران هم مونږ سره دي کښې ګډون کوي”

احتجاج کښې  شريکه د جنوبي وزيرستان تعليم يافته پيغله سمرينه خان وزير وائي چې دوي د هغه زرګونو قبائلي زنانو نمائنګي کوي کوم چې د قبائلي رواياتو له وجې داسې قسمه غونډو ته نشي ورتلې۔ هم دا وجه ده چي دوي هم د ځوانانو څنګ په څنګ د قبائلي اولس د محرمو دور ختمولو لپاره راوتلې ده او دا احتجاج قبائيلي سيمو کښيد دغه لوئي تحريک يو کړې ده فاټا ريفارم چې کوم ګام پورته شوې هغې کښي د فاټا ځوان کُل مخکښي مخکښې دي، که هغه په دي لړ کښې اے پي سي راغوښتل وو يا پريس کانفرنس او احتجاج کول وي۔ نن زمونږ دهرنا هم د دغه سرګرمويو زنځير دي، چي مقصد ئي فاټا اصلاحات يقيني کولو غوښتنه ده “

هم د جنوبي وزيرستان امجد برکي په دې حقله وينه ده چې نن دوي د انګريز د غلامۍ د وخت قانون ختمولو او د ازادۍ په دي مياشت کښې قبائلي اولس د غلامۍ نه خلاصولو لپاره راوتلې يو۔ او دا احتجاج به ئي د غوښتنو پوره کيدو پورې په هر ليول روان وي آګست د آزادې مياشت ده او مونږ فاټا وله هم بنيادي آزادي غواړو، کوم چې زمونږ حق دې۔ او دا احتجاجونه به مونږ تر هغه پوري جارې ساتو تر څو چې د پاکستان قانون او آئين قبائلي علاقو پورې غزول شوې نه وي “

خپلو تعليمي زدکړو له دوام ورکولو په ځائي احتجاجونو کښي د شرکت په سوال د مهمند ايجنسۍ حيات سحر اووئيل چې تعليم ئي هم روان دې ولې دلته د خپل راتلوني نسل روحانه مستقبل لپاره راوتلې دي تعليم کول يواځي زما مستقبل دې او د ايف سي آر خلاف راوتل دا زما د ټولو قبائلو او راتلونکي نسل مستقبل دې۔ د قبائيلو مستقبل په اړه اواز اوچتول د وخت يو اهم ضرورت دې”

د مثبت بدلون په جزبه راوتلې دغه طالبعلمانو دلوي اخترنه پس فاټا کښې د اصلاحاتوپه حواله آل پارټي کانفرنس رابللي او اعلان ئي کړې چې د مطالبو نه منلو په صورت به د فاټا لکهونه اولس اسلام آباد ښاربندوي اوهلته به خيمه لګولوسره خپل احتجاج ترهغه پوري جاري ساتي چي ترڅوحکومت فاټا اصلاحات نه وي نافذکړې۔

بل طرف پيښور کښي همد قبائيلي سيمو سره تعلق لرونکو طالبعلمانو څو ورځي وړاندے، په فاټا کښي د اصلاحاتو عمل يقينې کولو او دي لړ کښي د حکومت سنجيده کوش کولو لپاره په احتجاجراوتي وو۔ د خپلو غوښتنو او مطالبو په حقله ئي ي اين اينسره څه په دي ډول خبرےکړے دي۔

“زما نوم امداد وزير دې او شمالې وزيرستان سره مې تعلق دې، مونږ ته صحيح تعليم، صحت او د ژوند نوربنيادي ضروريات نه تر لاسه کيږي ځکه چې مونږ ايف سي آر قانون کښي راګير شوي يو۔ څنګه سهوليات چې پنجاب او سندھ کښې خلقو ته تر لاسه کيږي هم دغسې مونږ هم غواړو ځکه چې مونږ هم پاکستانيان يو”

“زما نوم شيروالله دې زه د جنوبي وزيرستان اوسيدونکې يم۔  زه ويم چې زما قبائل رونړو ته دې حقوق ورکړې شي او ين ايف سي ايوارډ کښي دې پوره برخه ورکړې شي”

“نوم مې منال حُسين او نمل يونيورسټې طالبِلعمه يم،تعلق مې جوړايجنسې سره دې۔ ماته په دې خبره ډير افسوس اوشو چې مونږ دلته خپل حق غوښتو لپاره راغلي يو او دې کښي پوليس مونږ دپاره مسئلي جوړه وي، پريږدي مو نه”

“زما نوم عيسي خان دې اورکزئې ايجنسې سره تعلق لرم او پيښور يونيورسټې کښي د پوليټکل سائنس طالبلعلم يم۔ مونږ د فاټا مختلف قسمه سټوډنټس فيډريشن وخت په وخت د ايف سي آر په ضد ريليانې کوي، اوس بس که چرے فاټا په خيبر پختونخوا کښي ضم نه کړې شوه نو مونږ به بيا اسلام آباد کښي دهرنه ورکوؤ”

محمد رفيق ايلمنټري کالج جمرود: زمونږ د احتجاج  مطلب حکومت باندې پريشر راوستل دي۔ ټول قبائل نن په دې احتجاج کښي” مونږ سره شريک دي او د ايف سي آر لري کولو سره سره د ائينې حقوق مطالبه کوي چي بس زمونږ احساس محرومي ختمه شي”

“نوم مي مدثر خان بنګش کرم ايجنسې۔ تير دوه کاله راهسې د فاټا سټوډنټس،وکيلان او نور يو شمير مشران د فاټا اصلاحاتو لپاره  لګيا دي خو ولې حکومت هيڅ قسمه توجه نه ورکوي او د فاټا خلقو فرياد ئي شاته غرځولې دې”

“زه محمد آصف د لنډې کوتل کالج سابقه صدريم۔ مونږ وايو چې ايف سي آر دې بس نور ختم کړې شي۔ په داسې ځې کښې به څوک څه سبق يا نوره ترقي اوکړي کوم ځائي کښي چې ايف سي آر په شان تور قانون وي، هم دي وجي زمونږ زياتره ځوانان د سبق ويلو په ځائي  يا خو کلينډران يا ډرائيورا جوړ شي نو په دې وجه مونږ هغه حقوق غواړو کوم سره چې مونږ مخکښي پرمختګ اوکولې شو”

“زما نوم عمران الله دې عبدالولي خان يونيورسټې کښي سبق ويم او مهمند اينجسۍ سره تعلق لرم۔ مونږ دا وايو چې فاټا ريفارم په نامه جوړه کړې شوې کميتې چې کوم رپورټ تيار کړې وو په هغې عمل درآمد ولې اونه کړې شو۔ که آرټيکل يو(۱) کښي فاټا د پاکستان حصه ده نو بيا ولي آرټيکل دوه سوه اووه څلويښت(۲۴۷) کښي دا د پاکستان هغه شان حصه نه دا۔ که څوک دا وائي چې مونږ د پاکستان قانون لاندې وخت نه شو تيرولې نو زمونږ خلق په بهردنيا کښي لګيا دي کارونه کوي او اوسيږي، او هلته د قانون لاندې ښه په آسانې وخت تيراوي”

بل طرف ټي اين اين د فاټا سټوډنټس ارګانئزيشن زنانا وينګ مشره عزيزه محسود، د فاټا يوته اسمبلي رهنما دولت خان آفريدي او خيبر ايجنسي سره تعلق لرونکې د فاټا يوته الائينس چيرمين عابدسره د اصلاحاتو په لړ کښي د طالبعلمانو احتجاجونو او دهرنو په اړه مرکه کړې ده، کوم کښې چي دوي خپل وړانديزونه څه په دي ډول بيان کړي۔

ټي اين اين:عزيزه محسود! اسلام آباد کښې د فاټا طالبعلمان يو ځل بيا په احتجاج راوتي، د دې احتجاجونو او دهرنو کولو نه ستاسو مقصد څهدے؟

عزيزه محسود: اسلام آباد کښې د طالبعلمانو د راغونډيدو مقصد دا دې چې فاټا اصلاحات کاغذي او تحريري حده پورې شوې خو ولې تر اوسه عملې نه کړې شول او دا نور هم ورځ په ورځ ځنډيږي، نو مونږ ځکه دا کوششونه شروع کړې دي چې حکومت د اصلاحاتو دې عمل له پاره سنجيده کوششونه شروع کړي تر کومه چې د فاټا صوبه کښې د ضم کيدو خبره ده نو هغه خو به پينځه کاله وخت اخلي۔ نو پکار ده چې په ترقياتي کارونو خو لاس پورته کړې شوې وې کنه، نو ځکه مونږ مجبوره شو چې حکومت نه د خپلو حقونو غوښتنو لپاره روډونو ته راوزو۔

ټي اين اين: عزيزه محسود! د طالبعلمانو هغه کوم ټولګي دې څوک چې تاسو سره په دې هسو کښې شريک دي؟

عزيزه محسود: پيښور کښې چې مونږ کومه دهرنه ورکړې ده نو هغې کښې مونږ سره د فاټا هر يو طالبعلمانو تنظيمونو او سياسي پارټو سره تړاو لرونکو قبائلي ځوانان ټول مونږ سره شريک وو۔

ټي اين اين : دولت خان آفريدي! اصلاحاتو عمل تيزولو لپاره احتجاج يواځنې لار ده که نه  بل هم څه پليټ فارم شته؟

دولت خان آفريدي: د قبائلو احتجاج ته زۀ په ډير درون نظر ګورم کوم چې د ستايئنے وړدي، ځکه چې قبائلو ته د ترقې لپاره څه پيکيج هم نه دې ميلاو شوې او نه مونږ څه په ګراونډ ليدلې دي او کومې چې متعلقه ادارے دي نو هغوي ته پته لګي چې قبائل اوس په ريښتيا بدلون غواړي۔

ټي اين اين: عابد خان! طالبعلمان يو ځل بيا د اصلاتوعملي کولو لپاره راپاڅيدلي دي، فاټا يوتھ لخوا دې عمل ته تاسو په څه نظر ګورۍ؟

عابد خان: د هر قام تعمير او ترقې کښي د ځوانانو ډير غټ لاس وي، او دې  کښي بنيادي او ضروري خبره دا ده چې هر ځوان چې کم کوشش کوي، نو ډه ته دا فکر کول پکار دې چې زۀ دا کوم کوشش کوم نو دا زما قام د ترقې سبب جوړيږي او که نه؟ او په دې کښې هيڅ شک نيشته چې د فاټا هر وګړې غواړي چې اصلاحات دې اوشي، او په دې کښې د قبائلو چې کم مشکلات، ضروريات اوروايات دي د ټول په نظر کښې ساتل پکار دي۔

ټي اين اين: عابد خان! ځوانان چې نن صبا کومې غوښتنې کوي هغې سره تاسو اتفاق کوۍ؟

عابد خان: دوي کښې چې کوم خلق د رواج ايکټ نافذولو په اړه غوښتنې کوم نو د هغوي مونږ په سختو ټکو غندنه او مخالفت کوو۔ بله دا چې د اصلاحاتو لپاره کومه سمري جوړه شوې ده، دا اصل کښې رواج ايکټ غواړي نو بيا دي او په ايف سي آر کښې څه فرق پاتې شو۔ بنيادي خبره دا ده چې طالبعلمان دې د چا سياسي ليډر لپاره نه استعماليږي، پکار ده چې دوي لګ په خبره ځان پوهه کړي او داسې غوښتنې دې اوکړي کومې چې د قام ضرورت دې او د دوې په ګټه وي۔

ټي اين اين: عزيزه محسود! د عابد خان خبرو په حوالې ستاسو څه خيال دې؟

عزيزه محسود: زمونږ چې کم پارليمنترين اسمبلې کښې ناست دي د هغې نه مونږ طالبعلمان مايوسه شو ځکه چې هغوئي څه اونه کړې شو نو مونږ طالبعلمان په دې ګام مجبوره شو او هم د دې نه راته پته اولګيده چې څه قسمه حالات روان دي او ورسره مونږ کښې اګاهي هم رابيداره شوه او هم دغۀ وجه ده چې مونږ خپلو حقونو غوښتنو لپاره په يو ځائي راپاسيدو او رواج ايکټ خو دوئم ايف سي آر دې۔

ټي اين اين: عزيزه محسود! ستاسو هلې ځلې رواج يکټ لپاره دي او که نه فاټا اصلاحاتو لپاره؟

عزيزه محسود: مونږ دا وايو چې د رواج ايکټ خو پکښې د سره ضرورت نيشته او نور چې کم اصلاحات دي مونږ د هغې په حمايت کښي يو۔

ټي اين اين: عزيزه محسود!  آيا په د سياستدانانو لخوا طالبعلمان د خپلو مقصدونو د پاره د استعمالولو څه يره شته؟

عزيزه محسود: نه جي، داسي هيڅ قسمه ويره نيشته او نه مونږ استعمال شوي يو۔ دې دپاره مونږ خپله ايجنډه جوړه کړې ده کم کښي چې څوارلس نکات دي۔

عابد خان : ځه خو فکر کوم چې طالبعلمان د تذبذب ښکار دي او ډير غلط استعمال کړې شو۔ ټول د ميډيکل او انجينيئرنګ طالبعلمان دي خو د سبق په ځائي څوک لګيا دې خبري غونډې کوي او څوک احتجاجونه، زمونږ تعليمي معيار تباه شو، دوي ته دا پته نه لګي چې زۀ څه غواړم او راويستې چا يم؟ او دا چې زمه روسته چې کومه پيسه استعماليږي دا څوک استعمالوي؟ او بيا زما غوښتنه څه ده؟ زه د ايف سي آر خلاف يم او که د رواج ايکټ؟ پکار ده چې ځه په عملي توګه څه مطالبه خو کيږدم کنه چې رواج نه منم نو څه منم؟

ټي اين اين: عابد خان! په دي اړه که تاسو پخپل اوائي چي ستاسو سره بله کمه لار ده؟

عابد خان : مونږ وايو چې دوي کومه د فاټا خيبرپختونخوا کښي د ضم کيدو خبره کوي نو د هغي مونږ مخالفت کوو ځکه چې  صوبې څومر غټيږي د هغي مسئلې هم زياتيږي۔ د هغي دپاره پاليسۍ نه جوړيږي، د وسائلو صحيح تقسيم نه کيږي، مونږ وايو چې قبائلو له دې آزاد بااختياره کونسل ورکړې شي، ګلګت بلتستان ته تاسو اوګورې کنه په دوه کاله کښي هغوي څومره ترقي اوکړه، خوشحاله دي ترقي کيږي او هيڅ مسائل نيشته۔

ټي اين اين: دولت خان آفريدي! تاسو به څه وائي د عابد خان موقف حوالې سره؟

دولت آفريدي: دوي چې د کومه مطالبه د ځانله صوبے يا کونسل کوي دې کښي د دوئي ته پينځه فيصده ملګرتيا هم نه تر لاسه کيږي۔ زما د اندازې مطابق پينځه نوي فيصده طالبعلمان فاټا په خيبر پختونخوا کښې شاملولو په حق کښې دي۔ او که عابد رور دا خبره کوي نو مونږ ته دې دا اوائي چې وفاق اوسه پورې قبائلو ته څه ورکړې دي، صحت، تعليم يا انفراسټرکچر، هيڅ هم معياري څيزونه مونږ ته وفاق نه دي راکړي۔

عابد: دوې خو دا ټولې خبرے د ايف سي آر په موجودګې کښې اوکړې، مطلب چې ايف سي آر وي نو دا ټولي خبرے به وي، لکه چې وفاق فنډ نه دې راکړې وغيره، خو زۀ د ايف سي آر خبره نه کووم بلکه زۀ دا وايم چې ايف سي آر ختم کړې شي نو د هغې نه پس به دا هر څه ميلاو شي۔ چې دې نه پس تاسو ته آزاد فاټا کونسل درکړې شي نو ستاسو به تپوس هم کيږي، ستا به خپل فنډ، خپل وزير او خپل ممبر معلوم وي۔ تاسو سره به اختيارات هم وي او ته به د ځان دپاره قانون سازې هم کولي شئي۔ او که چرے فاټا خيبر پختونخوا کښې ضم کړې شوه نو دا اووائي چې څو فيصده مراعات به تاسو ته ترلاسه شي؟ که ټوله فاټا خيبر پختونخوا کښې ضم کړې شي نو د آبادې په تناسب به ډير لګ فنډونه تاسو ته ميلاويږي نو په هغې به تاسو څه څه کوې، قومي مالياتي کميشن کښې به مونږ له درې فيصده اضافه اوکړې شي نو په دومره لګ فنډ کښې به صوبه صوبه ځان ساتي که نه زما فاټا ؟

ټي اين اين: عابد خان! تاسو د سټوډنټس استعماليدو په اړه خبره اوکړه، خو دا راته  اووئي چې فاټا ګرينډ الائنس سره نظرياتي تړون لرونکې ستاسو فاټا سټوډنټس الائنس خو چرته نه دي استعمال کړې شوي؟

عابد خان: زۀ به دا اووئيم چې دا څومره هم لهر تير شو دې کښي فاټا سټوډنټس الائنس د يو سياسي ګوند سيوري لاندې چرے پريس کانفرنس هم نه دي کړې، مونږ يو طالبعلم هم بهر نه دې راويستې آو بلکل، د فاټا يوته خو مونږ استعمالوو، او طالبعلمانو نه مونږ دا کار اخلو چې ورته وايو چې د فاټا حالاتو په حقله کالم اوليکه، د رواج ايکټ وضاحت اوليکه، په سوشل ميډيا کار اوکه، خو په دې شکل ئي بالکل هم نه استعمالوو چې فلاني خان زنده باد او مرده باد نعرے اووهي۔ بنيادي خبره دا ده چي په دې غوښتنو باندې خلق ځان پوهه کړي چې مونږ آخر غواړو څه، او مونږ له څه راکوي نو بيا به زمونږ مسئلے حل کيږې۔

ټي اين اين: دولت خان! تاسو څه ګنړې چې سټوډنټس دې په دې هلو ځلو کښي برخه اخلي او که نه خپل سبق دې وائۍ؟

دولت خان: زه خو دا وايم چې که يوڅوک انجنئيرنګ او يا ميډيکل  اوکړي او هغه ته دا پته نه لګي چې زمه د قام ضروريات څه دي نو د ډيره د افسوس خبره ده۔ طالبعلمانو له پکار دي چې په دې هلو ځلو کښې خه کردار تر سره کړي۔ د يو طالب علم ړومنې ذمه واري خپل سبق وئيل دي، په دوئمه مرحله کښي ورسره پکار دي چې د خپل قام ضرورتونه اوپيژني او پکار د چې خپله برخه کوشش په قامي هلو ځلو کښي واچوي۔

ټي اين اين: عزيزه محسود! تاسو په ضم کيدو کښي چي کومې فائدې ګنړۍ نو هغې باندې تاسو خپل مشران او قبائل څومره حده پورې پوهه کړي دي؟

عزيزه محسود: دې لپاره خو مونږ په کرم ايجنسي او جنوبي وزيرستان  کښي اګاهي مهمونه چلولې دي،او زياتتره پيښور کښي مونږزنانو ته د فاټا او اصلاحاتو په اړه اګاهي سيشنې کړې دي۔او عابد چې کمه د تعليم خبره اوکړه نو دې هلو ځلو سره زمونږ په تعليم هيڅ اثر نه پريوځي۔

ټي اين اين: عزيزه محسود! ستاسو د اولس اګاهي هلو ځلو د قبائلي اولس په سوچ څه اثر پريوتې دې؟

عزيزه محسود: هم زمونږ د هلو ځلو له وجې قبائلي اولس اوس راتلونکي بدلون لپاره په ذهنې توګه تيار دې۔

ټي اين اين: دولت خان! اصلاحاتو حوالې سره يو طرف ته مخالفت روان دې نو تاسو څه ګنړې چې د قبائلو په يو پيج رواستل به ممکن وي؟

دولت خان آفريدي: زما په خيال دې باندې کافي کوشش شوي، او اوس به اولس د بل رائے منلو ته تيار نشي، خو پکار ده چې په دې حقله دې ريفرنډم اوکړې شي، دې کښې به درې وانړه سوچونه لرونکي لکه صوبے غوښتو واله،آزاد کونسل واله او صوبه کښي ضم کيدو واله خلق خپله رائے ورکړي نو پته به اوليګي  چې زياتره خلق کم طرف ته دي۔ او رائے اغستو وجه دا ده چې وفاقي حکومت له تر دې دمه د اصلاحاتو په عمل پوهه نه دي چې دا به څنګه کولې شي۔ ريفرنډم سره به “چې ډير څه وائي هغه ټيک ده” فارمولې مطابق دا پته اوليګي چې زياتره خلق کم طرف ته دي۔

ټي اين اين : عابد خان! فاټا اصلاحاتي عمل کښي ځانله صوبه يا کونسل د ستاسو مطالبې له وجې که ټول اصلاحاتي عمل په ځائي اودريګي  نو تاسو به هغه اولس ته څه جواب ورکوې چې کوم اصلاحات غواړي؟

عابد خان: دا دوئۍ چې څه غواړي نو بس ټهيک ده مونږ به په خيبر پختونخوا کښې ضم شو، دا به ورسره اومنو، خو که صبا له بيا زمونږ په وسائلو او په حقوقو جنګ وي نو بيا به څه صورت وي؟آيا دا پکار ده چې سترګې پټي کړو او خبره تسليم کړو،که نه دا اوګورو چې د چا چې کومه غوښته ده هغه مونږ اوګورو چې هغه څه غواړي؟ او دولت خان رور چې کومه د پينځه نوي فيصده خبره کوي نو سوال دا پيدا کيږي چې پينځه نوي فيصده په دې خبره متفق دي نو دا عمل ولاړ ولې دې؟ آيا پينځه فيصده خلق  دومره زوره ور دي چې په پينځه نوي فيصده خلقو ئي قبضه کړې دي او صوبے ضم کيدو واله چې دا هره ورځ دهرنې راغواړي کله وائې چې ديرش لکه خلق راغونډه وو او کله وائي چې څلويښت لکه! خو چې بيا اسلام آباد ته ورشې نو يا به څلوراو يا پينځه سوه کسان راجمع وي او په هغي کښي ځينو ته دا پته هم نه لګي چې دوي هلته څه دپاره راغونډ شوي دي ۔ دا ضروري خبره نه ده چې مونږ دې شپه په شپه اصلاحات اوکړو، بنيادي خبره دا ده چې ته د قام دپاره کم قانون راوړې چې ته په دې مطمئن ئي چې دا زما د قام مسائل حل کولې شي۔  چې ډير خلق څه غواړي مونږ هغوي سره متفق يو خو د قبائلو نه پوښتنه کول ضروري ده۔


دا مضمون  د ريډيو ټي اين اين پروګرام “بدلون” نه اخستي شوي، کوم کښې چي په قبائيلي سيمو کښې د سياسي هلو ځلو او اصلاحاتو په حواله خبري کيږي۔ دغه پروګرام د ريډيوټي اين اين پروډيوسرانو “شان محمد” او “سلمان احمد” تيارکړی، چي د فاټا اوخيبرپښتونخوا پينځو ريډوسټيشنو نه نشر کيږي۔

رپورټران: شاه نواز خان آفريدي، نبي جان اورکزي، بلال محسود او حکمت شاه

فیس بوک تبصرې

د اړوندو مضمونونو

Scroll Back To Top

د ټي اېن اېن موبائل اېپ ډاؤن لوډ کړئې

فیچر او انٹرویو – تازه

  • نرخونو کښي په اضافې نايان کلي نه ويستې شوي photo (1)

    عبدالستار د مردان کاټلنګ تحصیل په کهوئی برمول اولس د پخلې او سرسنت نرخونه سیوا کولو باندې قصب ګر د کلې نه ویستلو فېصله کړي ده. دې لړ کښې د کلې اصلاحي کمیټۍ ټول دوکاندار قصب ګرو ته سوداګانې ورکولو او عام اولس دوې سره تعلق ساتلو نه منع کړي دي ولې دې نه علاوه […]

  • په صدارتي ایوارډ څه وکړو چې بچې مو نهر دي D I K 2

    رضوان محسود ډیره اسماعیل خان کښې په لرګو، دیوالونو او نورو څیزونو د نقش و نګار کاریګرۍ لپاره مشهور د محمد وسیم خاندان وائي چې دې هنر له وجې نه خو دوې ته پخپله څه فائده میلاؤ شوه نو ترې بل چا څه ګټه ترلاسه کړه. په شیشم ،نورو لرګو او قالینونو د محمد وسیم […]

ډیر مشهور

    ډې آئي خان کښې قبضه ګروپ نه درې زره کناله زمکه ازاده کړي شوي

ډې آئي خان کښې قبضه ګروپ نه درې زره کناله زمکه ازاده کړي شوي

نور یی ولوله
    مردان عبدالولي خان پوهنتون کښې شاګردانو استاد وهلي ټکولي

مردان عبدالولي خان پوهنتون کښې شاګردانو استاد وهلي ټکولي

نور یی ولوله
    چينه هم وچه شوه اوبه چرته نه راؤړو؟

چينه هم وچه شوه اوبه چرته نه راؤړو؟

نور یی ولوله
    د مولانا سمیع الحق پارټي د فاټا انضمام په حق اولسې جلسې شروع کوي

د مولانا سمیع الحق پارټي د فاټا انضمام په حق اولسې جلسې شروع کوي

نور یی ولوله
    سمګلرانو نيولو کوشش کښې کسټم افسر مړڅلور ژوبل

سمګلرانو نيولو کوشش کښې کسټم افسر مړڅلور ژوبل

نور یی ولوله

بدلون

  • قبائلي سيمو ته د پېښور په ځائي د اسلام آباد هائي کورټ غزولو تجويز

    قبائلي سيمو کښي د انتظامي بدلون او ايف سي آر خاتمې لپاره د ستمبر کال دوه زره پنځلسم نه په قومي او مقامي کچ کوششونه روان دي، خو ولي دي عمل کښي د سياسي اختلافاتو له وجي تر دي دمه څه خاص نتيجه تر لاسه نه شوه۔ بل طرف د نوي وزيراعظم شاهد حقان عباسي […]

  • د ډېرے مودے ځنډېدلي فاټا اصلاحاتو بيا بحالي او د رواج اېکټ په ځائي نوے مسوده

    د کال دوه زره پنځلسم نه شروع شوي فاټا اصلاحات د سياسي اختلافاتو وجي د ځنډ ښکار شوي وو، او هم دې وجې نه په حکومتي سطح هم دې لړ کښې څه خاص ګامونه نه دي پورته شوي، ولي نوے وزير اعظم شاهد حقان عباسي او کابينې اوس يو ځل بيا دغه عمل بحال کړو […]

  • قبائلي سيمو د اصلاحاتو نفاذ پحقله دفاټا سياسي اتحاد او پښتونخوا اولسي تحرېک احتجاجونه او مظاهرے

    د تيرو دوو کالو راهسې په قومي کچ د فاټا په انتظامي امورو کښې د بدلون خبرے روانے دي۔ ولې فاټا اصلاحاتو کښي په سياسي او عوامي سطح ډير اختلافات رامخې ته شوي۔  بلخوا په حکومتي سطح هم دي لړ کښي تيرو څو مياشتو کښې څه خاص هلې ځلي په نظر نه دي راغلې۔ د […]

  • فاټا اصلاحات عملي کيدو لپاره د ځوان کُل او طالبعلمانو احتجاج او دهرنې

    د تيرو دوو کالو راهسې په قومي کچ فاټا کښې د اصلاحاتو خبرے روانے دي۔ ولې د ريفارمز په طريقه کار د بعضي سياسي ګندونو او فاټا پارليماني غړو تر مينځه اختلافاتو په صورت کښي، د اصلاحاتي عمل لپاره په تيرو څو مياشتو کښې څه خاص ګامونه نه دي پورته شوي۔ د اصلاحاتو عمل بحالي […]

فیس بوک باندی طماس اولرئی

منزل په لور

  • قبائلي سيمو کښې دبد امنۍ نه معزوره کسانو بحالي، د دوي مسئلے او غوښتنې Abdul Ali Disable of Sadda Kurram Agency

    قبائيلي سيمو کښې د معزروه کسانو مستنده شميره اګرچه معلومه نه ده ولې د مختلفوغير سرکاري او فلاحي تنظيمونو نه ترلاسه شوې شميرے ترمخه د ماشومانو، نارينه او زنانو په شمول باجوړ ايجنسې کښې دا وخت اوونيم زره، خيبر ايجنسې کښې قريبا پينځه زره او کرم ايجنسې کښې شپاړ س سوه معزوره کسان موجود دي۔ […]

  • بد امنۍ له وجې سکول نه پاتې شوې قبائلي ماشومانو لپاره”ګولډن چانس“ Samreen student at alternate learning school khyber agency

     قبائلي سيمو کښې د تيرو پينځلسو کالو راهسې د بد امنې له وجې په زرګونو ماشومان د ابتدائي تعليم نه محرومه پاتې شوې دي۔ د قبائلي ماشومانو دغه تعليمي محرومي ختمولو لپاره فاټا سيکرټريټ د فاټا ايجوکيشن فاونډيشن په مرسته دغه سيمو کښې د الټرنيټ لرننګ سکولز په نوم يوه منصوبه شروع کړې ده۔ د […]

  • قبائلي سيمو کښې خخ کړې شوې بارودي سرنګان دوست او دشمن نه پيژني TNN reporter Ali Afzal talking to a land mines affectee in kurram Agency

     قبائلي سيمو کښې د تيرو پينځلو کالو راهسې د بد امنې لهر روان دې او دغه ځيونو کښې د سيکورټې فورسز له طرفه د وسله والو خلاف آپريشنونه هم کيږي۔ د بد امنۍ او فوځي عملياتو له وجې په لکهونو قبائلي اولس بے کوره شوې وو کومو کښې چې زيات تره واپس شوې دي۔ د […]

  • بد امنۍ نه متاثره قبائلي سيمو کښې د وزير اعظم صحت کارډ سهولت، د اولس غوښتنۍ او مسئلے Prime-Minister-Health-Program1

    وفاقي حکومت په ملکي کچ بے وسه اولس له د صحت مفت سهولتونو ورکولو په غرض وزير اعظم نيشنل هيلته پروګرام د کال دوه زره پينځلس دسمبر په اخري نيټه شروع کړې دې۔ د پروګرام لاندي دغريبو کورانو په صحت يو کال کښي درې لاکهه روپۍ خرچ کولي شي۔ په دريو فيزونو کښې تقسيم کړې […]

ټویټر باندی طماس اولرئی

ارکائیو

November 2017
M T W T F S S
« Oct    
  1 2 3 4 5
6 7 8 9 10 11 12
13 14 15 16 17 18 19
20 21 22 23 24 25 26
27 28 29 30