زرعئ تربيتي مرکز باندي حمله کښي ککړ شپږ وسلوال نيولي شوي
سکيورټي فورسز د پيښور زرعئ تربيتي مرکز باندي حمله کښي ککړشپږ وسلوال نيولي دي۔ ميډيا رپورټونو ترمخه سکيورټي فورسز دغه وسلوال تيره ورځ مهمند ايجنسئ کښي آپريشن په محال ګرفتارکړي دي چي تعلق ئي کالعدم وسلوال تنظيم سره دے۔ رپورټونه زياتوي چي نيولي شوي وسلوالو نه خودکش جيکټي او بارودي مواد هم برآمد کړے شوي دي۔ ياده دي وي چي په يکم دسمبرد پيښور زرعئ تربيتي مرکز باندي د وسلوالو حمله کښي طالبعلمانو پشمول نهه کسان مړه او اتويشت ژوبل شوي وو۔