ریډیو ټی این این

  • فیچراو انټرویو

تازہ ترین 
  • کابل کښې خودکش چاودنه ، ديارلس کسان مړهد افغانستان سر ښار کابل کښې خودکش دهماکه کښې دیارلس کسان مړه او یو شمیر [...]
  • مردان کښې نرخونو اضافي باندي اولس قصاب ګر د کلي نه ويستيد مردان کاټلنګ تحصیل په کهوئی برمول اولس د پخلې او سرسنت نرخونه سیوا کولو [...]
  • د ډي آئي خان پخواني ايم پي ايز او ناظميانو نه سيکورټي واپس واغستي شوهډيره اسماعیل خان کښې یو شمیر سیاستدانو، مذهبي غړو او پخواني افسرانو په سکيورټي تعینات [...]
  • اجازت نه راکولو په صورت کښې به په جي ټې روډ کنونشن کوياسلامي جمعيت طلبا پيښور طهماش خان سټيډيم کښې کنونش نه منع کولو باندي صوبائي حکومت [...]
  • صوبائي حکومت دي ماهانه پنشن بحال کړي : پشاور پبلک سکول ریټائرډاستاذاند پشاور پبلک سکول اینډ کالج پخواني ملازمینو په پنشن بندیدو انديښنې څرګندې کړي او [...]
  

فیچراو انټرویو

د ګنداو ډيم تعميرځنډيدو له وجې د مهمند ايجنسې اولس د اوبو قحط سره مخامخ دي

د ګنداو ډيم تعميرځنډيدو له وجې د مهمند ايجنسې اولس د اوبو قحط سره مخامخ دي
September 26, 2017

مهمند ايجنسۍ کښې مزدورانو سيمه کښې د سيکورټې انديښنو له وجې ګنداو ډيم کښې د کار کولو نه انکار کړي دې چې له وجې ئې څلور کاله پس هم په دغه ډيم دوباره کار شروع نکړے شو۔  ګنداو ډيم کلونو راهسې د اوبو کمې ښکار دغه سيمې اولس د اوبو مسئلے ختمولو لپاره جوړيږي۔

د ډيم نه جوړيدو او ټيوب ويل په زريعه اوبه راويستو له وجې زمکه کښې د اوبو سطح خکته شوې چې له کبله ئې سيمه کښې د څکلو اوبۀ قحط شوې دي۔

 څرګنده دې وي د پنځه څلويښت کروړه روپو په لګخت دغه ډيم پوره کيدو لپاره د کال دوه زره پينځلس ميعاد مقرر کړې شوې وو ولې کال دوه زره ديارلس کښې په ډيم حملې دوران د ټهيکيدار پشمول درې مزدورانو وژنې له وجې په دې کار بند کړې شوې دې۔ ولې حکومت لخوا سيمه کښې د امن بحالې روسته څلور کاله تيريدو نه پس هم دغه کار دوباره کار شروع نکړے شو۔

مقامې اولس ټې اين اين سره خبرو کښې وئيلي چي د غلنئ، بيزئي او خويزو تحصيلونو مختلفو سيمو کښې ټيوب ويلې کنښيستو  له وجې زمکه کښې د اوبو ليول کم شوي او د قحط صورتحال دوران د دغه سيمو اولس اوبه په پيسو اغستلو او لرے ځيونو نه په راوړلو مجبوره دي۔

مقامي خلکو زياته کړي چې د صفا اوبو فراهمي په وعده دوي نه د ګنداو ډېم تعمير دپاره زمکه اغستې شوي وې ولې حکومت ورله د هغه زمکو معاوضه له تر اوسه نه ده ورکړې۔ د غلنئې تحصيل اوسيدونکې مياګل ترمخه حکومت د دۀ نه يو سل شپيتۀ کناله زمکه په انتهائي کم قيمت اغستې ده۔ هم دغه شان نيک محمد غوښتنه کړې ده چې د ډيم په جوړيدو به قريبا درې سوه خاندانونه بے کوره شي نو ځکه دي حکومت دوي ته د مناسب رهائش بندوبست اوکړي۔ دوي د حکومت نه د معاوضے په رقم کښې د زياتوالې غوښتنه هم کړې ده۔ مقامي خلکو د حکومت لخوا د ډيم تعمير په ځنډيدو خفګان څرګند کړې او وئيلې دي چې حکومت دې سيمه کښې د اوبو کمه وخت ختمولو لپاره په ډيم زر تر زره کار شروع کړې۔

په دې حقله د مهمند ايجنسئ اسسټنت پوليټيکل ايجنټ حميد الرحمان ټي اين اين ته وئيلې چې ټهيکيدارانو فاټا ډويلپمنټ اتهارټي نه په ډيم کار شروع کولو نه وړاندې قريبا دوه نيم کروړه روپو ايډوانس رقم غوښتنه کړې ده، د څه له وجې چې په ډيم کار اودرولې شوي دې۔  پوليټيکل ايجنټ زياته کړې چې په ډيم به زر ترزره کار شروع کړي شې، او د پراجيکټ په مکمليدو به قريبا يولاکه اولس ته د کال دوه زره شپيته پورے د څکلو صفا اوبه ترلاسه وي۔ پوليټېکل ايجنټ دا هم وئيلې دې چې حمله کښې د مړ شوې ټهيکيدار ځوي په دې اړه هائي کورټ کښې يو کيس هم دائر کړې دے۔

چارواکي زياته کړي ده چې حکومت لخوا تيرو څوکالو راهسې فاټا کښي د اوبو فراهمې په مختلفو سکيمونو دوه اربه پينځه ويشت کروړه روپۍ خرچ کړي ولې دومره خرچې باوجود هم له تر اوسه د اوبو په کمې قابو او نه موندې شوه۔

د فاټا ډويلپمنټ اتهارټے ايجنسي کوارډينيټرمحمد طارق خان ترمخه کال دوه زره ديارلس کښې په ګنداو ډيم د حملے دوران وسله والو د ډيم جوړولو آلات هم ځان سره اوړې دي۔ دۀ زياته کړې چې د ډيم په تعمير تر اوسه شل کروړه روپے خرچ کړې شوې دې او د يو کروړ اتيا لکهه نه زيات رقم د معاوضے په مد کښې متاثره قبائلي اولس له هم ورکړې شوې۔

 مقامي قبائلي اولس د خيبر پښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جهګړا او وفاقي حکومت نه غوښتنه کړې ده چې د اوبو کمې دا مسئله په مکمله توګه ختمولو لپاره دې په ګنداو ډيم زر تره د کار شروع کولو حکم جاري کړې۔

فیس بوک تبصرې

د اړوندو مضمونونو

Scroll Back To Top

د ټي اېن اېن موبائل اېپ ډاؤن لوډ کړئې

فیچر او انٹرویو – تازه

  • بدامنئ نه بيکوره شوي شادوګان د اولس د تفريح ذريعه جوړه شوي

    محراب افریدي لخوا په قبائلي سيمو کښي اکثر انسانان د حالاتو له وجي د يو ځائي نه بل ځائي ته کډي کوي ولي خيبر ايجنسئ کښي بدامنۍ او فوځي اپریشن بیزوګان یعنې شادوګان نورو ځایونو ته په منتقل کیدو مجبوره کړي دي. د تیرا وادۍ شادوګان نن سبا د جمرود کټه کشته او پړانګ سنګ […]

  • خواجه سرا صوبيا خان رول ماډل جوړيدل غواړي Untitled

    افتخارخان ، نبي جان اورکزئ پيښور سره تعلق لرونکې صوبیا خان وائي چې د صوبې اولني خواجه سرا دے چې اعلي تعلیم حاصلوي. صوبیا خان د علامه اقبال اوپن یونیورسټۍ لخوا خواجه سراؤ لپاره د شروع شوې مفت تعلیم پروګرام لاندې په دیارلسم جماعت کښې داخله اخستي ده. صوبیا خان وائي چې د ناروغه مور […]

ډیر مشهور

    په اتلس سوه کناله زمکه د عالمي معيار نيشنل پارک جوړولو منظوري

په اتلس سوه کناله زمکه د عالمي معيار نيشنل پارک جوړولو منظوري

نور یی ولوله
    دخواجه سرا مړے مرده خانه کښي په نه ايخودو دصحت محکمي نه جواب طلب

دخواجه سرا مړے مرده خانه کښي په نه ايخودو دصحت محکمي نه جواب طلب

نور یی ولوله
    د خيبر ايجنسي کمر خيل قوم د لارو اډې منتقلي پرضد په احتجاجي توګه ګاډې اودرولي

د خيبر ايجنسي کمر خيل قوم د لارو اډې منتقلي پرضد په احتجاجي توګه ګاډې اودرولي

نور یی ولوله
    حسن علي او محمد حفیظ خپلې پوزیشنې په ځائي ساتلو کښې کامیاب

حسن علي او محمد حفیظ خپلې پوزیشنې په ځائي ساتلو کښې کامیاب

نور یی ولوله
    ډينګي له وجي د مړو شميره څلور شپيته ته اورسيده

ډينګي له وجي د مړو شميره څلور شپيته ته اورسيده

نور یی ولوله

بدلون

  • قبائلي سيمو ته د پېښور په ځائي د اسلام آباد هائي کورټ غزولو تجويز

    قبائلي سيمو کښي د انتظامي بدلون او ايف سي آر خاتمې لپاره د ستمبر کال دوه زره پنځلسم نه په قومي او مقامي کچ کوششونه روان دي، خو ولي دي عمل کښي د سياسي اختلافاتو له وجي تر دي دمه څه خاص نتيجه تر لاسه نه شوه۔ بل طرف د نوي وزيراعظم شاهد حقان عباسي […]

  • د ډېرے مودے ځنډېدلي فاټا اصلاحاتو بيا بحالي او د رواج اېکټ په ځائي نوے مسوده

    د کال دوه زره پنځلسم نه شروع شوي فاټا اصلاحات د سياسي اختلافاتو وجي د ځنډ ښکار شوي وو، او هم دې وجې نه په حکومتي سطح هم دې لړ کښې څه خاص ګامونه نه دي پورته شوي، ولي نوے وزير اعظم شاهد حقان عباسي او کابينې اوس يو ځل بيا دغه عمل بحال کړو […]

  • قبائلي سيمو د اصلاحاتو نفاذ پحقله دفاټا سياسي اتحاد او پښتونخوا اولسي تحرېک احتجاجونه او مظاهرے

    د تيرو دوو کالو راهسې په قومي کچ د فاټا په انتظامي امورو کښې د بدلون خبرے روانے دي۔ ولې فاټا اصلاحاتو کښي په سياسي او عوامي سطح ډير اختلافات رامخې ته شوي۔  بلخوا په حکومتي سطح هم دي لړ کښي تيرو څو مياشتو کښې څه خاص هلې ځلي په نظر نه دي راغلې۔ د […]

  • فاټا اصلاحات عملي کيدو لپاره د ځوان کُل او طالبعلمانو احتجاج او دهرنې

    د تيرو دوو کالو راهسې په قومي کچ فاټا کښې د اصلاحاتو خبرے روانے دي۔ ولې د ريفارمز په طريقه کار د بعضي سياسي ګندونو او فاټا پارليماني غړو تر مينځه اختلافاتو په صورت کښي، د اصلاحاتي عمل لپاره په تيرو څو مياشتو کښې څه خاص ګامونه نه دي پورته شوي۔ د اصلاحاتو عمل بحالي […]

فیس بوک باندی طماس اولرئی

منزل په لور

  • قبائلي سيمو کښې دبد امنۍ نه معزوره کسانو بحالي، د دوي مسئلے او غوښتنې Abdul Ali Disable of Sadda Kurram Agency

    قبائيلي سيمو کښې د معزروه کسانو مستنده شميره اګرچه معلومه نه ده ولې د مختلفوغير سرکاري او فلاحي تنظيمونو نه ترلاسه شوې شميرے ترمخه د ماشومانو، نارينه او زنانو په شمول باجوړ ايجنسې کښې دا وخت اوونيم زره، خيبر ايجنسې کښې قريبا پينځه زره او کرم ايجنسې کښې شپاړ س سوه معزوره کسان موجود دي۔ […]

  • بد امنۍ له وجې سکول نه پاتې شوې قبائلي ماشومانو لپاره”ګولډن چانس“ Samreen student at alternate learning school khyber agency

     قبائلي سيمو کښې د تيرو پينځلسو کالو راهسې د بد امنې له وجې په زرګونو ماشومان د ابتدائي تعليم نه محرومه پاتې شوې دي۔ د قبائلي ماشومانو دغه تعليمي محرومي ختمولو لپاره فاټا سيکرټريټ د فاټا ايجوکيشن فاونډيشن په مرسته دغه سيمو کښې د الټرنيټ لرننګ سکولز په نوم يوه منصوبه شروع کړې ده۔ د […]

  • قبائلي سيمو کښې خخ کړې شوې بارودي سرنګان دوست او دشمن نه پيژني TNN reporter Ali Afzal talking to a land mines affectee in kurram Agency

     قبائلي سيمو کښې د تيرو پينځلو کالو راهسې د بد امنې لهر روان دې او دغه ځيونو کښې د سيکورټې فورسز له طرفه د وسله والو خلاف آپريشنونه هم کيږي۔ د بد امنۍ او فوځي عملياتو له وجې په لکهونو قبائلي اولس بے کوره شوې وو کومو کښې چې زيات تره واپس شوې دي۔ د […]

  • بد امنۍ نه متاثره قبائلي سيمو کښې د وزير اعظم صحت کارډ سهولت، د اولس غوښتنۍ او مسئلے Prime-Minister-Health-Program1

    وفاقي حکومت په ملکي کچ بے وسه اولس له د صحت مفت سهولتونو ورکولو په غرض وزير اعظم نيشنل هيلته پروګرام د کال دوه زره پينځلس دسمبر په اخري نيټه شروع کړې دې۔ د پروګرام لاندي دغريبو کورانو په صحت يو کال کښي درې لاکهه روپۍ خرچ کولي شي۔ په دريو فيزونو کښې تقسيم کړې […]

ټویټر باندی طماس اولرئی

ارکائیو

October 2017
M T W T F S S
« Sep    
  1
2 3 4 5 6 7 8
9 10 11 12 13 14 15
16 17 18 19 20 21 22
23 24 25 26 27 28 29
30 31