ریډیو ټی این این

  • بدلون

تازہ ترین 
  • د چارسدي غټو وريژو ځانګړي خوندانيس ټکر انسان که هر څومره خوراکونه اوکړي خو د بعضي علاقو خوراکونه يو خپل خوند [...]
  • هيڅ يو عدالتي فيصله مي د اولس سره اړيکي نه شي ماتولي: نواز شريفايبټ آباد کښې اولسي جلسي ته د وينا په وخت پخواني وزيراعظم ويلي چي نواز [...]
  • د ايف سي آر لاندي نيولي شوي طالبعلم دي رها کړے شيد قبائلي طلباو تنظيم د اجتماعي ذمه واري لاندي جنوبي وزيرستان طالبعلم د ګرفتاري پرضد [...]
  • سپريم کورټ: تربت کښې وژلي شوي شل کسانو د مرګ نوټس اغستيد سپریم کورټ چیف جسټس بلوچستان کښې د شل کسانو د وژنې ازخود نوټس اخستې [...]
  • د کرک ښار اولس د اوبو نشتوالي پرضد د احتجاجي تحريک اعلان کړود کرک ښار اولس د څښکلو صفا اوبو نشتوالي پرضد احتجاجي تحريک اعلان کړي او [...]
  

بدلون

د ډېرے مودے ځنډېدلي فاټا اصلاحاتو بيا بحالي او د رواج اېکټ په ځائي نوے مسوده

د ډېرے مودے ځنډېدلي فاټا اصلاحاتو بيا بحالي او د رواج اېکټ په ځائي نوے مسوده
September 29, 2017

د کال دوه زره پنځلسم نه شروع شوي فاټا اصلاحات د سياسي اختلافاتو وجي د ځنډ ښکار شوي وو، او هم دې وجې نه په حکومتي سطح هم دې لړ کښې څه خاص ګامونه نه دي پورته شوي، ولي نوے وزير اعظم شاهد حقان عباسي او کابينې اوس يو ځل بيا دغه عمل بحال کړو او د رواج اېکټ په ځائي ئي د نوې قانون موسودے راوړلو هدايات هم د رواني مياشتې په ديارلسم تاريخ جاري کړي۔ فاټا اصلاحاتو دې عمل کښې په  خصوصي توګه قبائيلي سيمو ته د سپريم کورټ او هائي کورټ دائره غزول، د ايف سي په ځائي پوليس فورس قائمول، فاټا په خيبر پښتونخوا کښې شاملول او هلته ترقياتي منصوبے شوروع کولو سره په قومي مالياتي کميشن کښې برخه ورکول هم په پام کښې نيول شوي دي۔

د روان کال مارچ په دوئمه نيټه وفاقي کابينې منظور کړي فاټا اصلاحاتو بل شپيږ مياشتې ځنډيدو نه پس قومي اسمبلې کښې وړاندې کړې شو۔ بلخوا د سرحدي امور وزير مملکت غالب خان په مشرئ کښې د فاټا قومي اسمبلې غړو د رواج ايکټ په ځائے د يو نوي قانون مسوده راوړلو فيصله هم کړې ده۔ د فاټا پارليماني غړې دغه نوې پرمختګ ته په څه نظر ګورې او د اصلاحاتو مستقبل څه ويني، په دې حقله قومي اسمبلې کښې د فاټا پارليماني ليډر ناصر خان افريدې وائي “دا پيش رفت ډېر ښه دي، ځکه چي د اصلاحاتو په لړ کښې حکومت لخوا که مونږ ته څه هم ميلاوېږي ټهيک به وي، فاټا لپاره د چيف آپريټنګ آفسر سفارش مونږ مخالفت کړي، ځکه چي لا محدود اختيارات ئي هغه د پاره بيان کړي وو۔ په نوي مسوده کښي به داسي څه هم نه وي کوم باندے چي اختلاف کيدے شي، هغه به د ټولو په اتفاق او د قبائلو بهرترې په تناظر کښې سازولې شي، چي کوم څه اوس ممکن وي دي هم دي حکومت په دور کښې به اوشي، او باقي به راروان حکومت بيا مکمل کوي”

د بل په منظورې سره به نه صرف قبائلي اولس له اعلې عدالتونو ته رسائي ميلاو شي بلکه د ايف سي آر په خاتمه به دوي ته خپل بنيادي حقونه هم ترلاسه شې۔ بل خوا فاټا په خيبر پښتونخوا کښې ضم کولو پورې عبورې دور لپاره د چيف آپريټنګ افسر عهده  او د ايف سې په ځائې د پوليس تقرري هم تجويز شوې ده۔  د اصلاحاتو بل منظورې نه پس به دا په څه ډول عملې کيږي په دې اړه د خيبر ايجنسې نه منتخب د قومي اسمبلې غړې الحاج شاه ګل وائي ” که مونږ ضم کيدل غواړو نو په خيبر پختونخوا کښي ډي آر سي اول نه کاميابه ده، نو ډي آر سي نظام که په فاټا کښي هم اوشي، نو په آئنده کښي د ضم کيدو په مرحله کښي څومره هم پر مختګ چي کيږي نو څه قانوني مسئله به نه رامخي ته کېږي۔ د ډي آر سي مطلب دا دے چي لکه اوس جنوبي وزيرستان کښي مسعود،وزير او برقي وغيره قبېلې دي، اود هر يو ځانله ځانله خپل رواج دې، نو د ډي ار سي نظام متعارف کولو سره به هلته هم د رواج مطابق فيصله کېږي۔ دا خو کيدې نه شي چي په يو خبره سل فيصده اتفاق اوشي او بيا قبائلي علاقه چي هلته د يو نيم سل کالو نظام دې او دې کښي غټې غټې مافيا خپل مفاداتو ته ګوري، ظاهر خبره ده چې هغه به هر يو خپله خپله خبره کوي خو غټه خبره د چې په هغي پسي شاته عوام نيشته ، مونږ نهم اکتوبر ډيډ لائن ورکړي دي چي دې نه مخکښي مخکښې بس دغه قيصه خلاصه کړي”

بلخوا د شمالي وزيرستان نه منتخب د قومي اسمبلې غړي او سرحدي امورو وزير مملکت غالب خان وائي چې د فاټا پارليماني غړي د اصلاحاتو نه زيات ترجيح خپل زاتي کارونو له ورکوي ولې د اصلاحاتي عمل کاميابولو لپاره د ټولو راجمع کيدل ضروري “نوي مسوده خو پکښي نوره نيشته خو دغه مونږ دي لپاره اوئل چي  ټول راغنډ شئ ځکه چې دا د يو سل ديرش کالو مخکښېنې نظام ختمول دي، دي کښې زمونږ د فاټا ايم اين اے په خپله دلچسپي نه اخلي۔ زمونږ پرونې غونډے ته هم څه کسان نه وو راغلي، او بيا بهر چغي هم وهي۔ بيا دوي چغې ولي وهي، را دے شي چي سره کينو چي څوک څه غواړي۔ جرنيل صېب هم ورته وائي او زه هم ورته وائم چې تاسو څه غواړي چې هغي ته عملي شکل ورکړو، ريفارم په حواله زمونږ تر مينځه هيڅ قسمه اختلاف نيشته خو دوي د خپلو زاتي مصروفياتو وجي دي خبرے ته توجه نه ورکوي”

غالب خان زياتوي چې موجوده حکومت فاټا کښې اصلاحات راوستلو کښې سنجيده دې او دې لړ کښې هر قسمه اقدامات اوچتولو ته تيار هم دې ” دي کښې هيڅ شک نيشته چي فاټا اصلاحاتو کښي موجوده حکومت او زمونږ ټولي ادارې سل فيصده سنجيده دي”

بل طرف د فاټا اصلاحاتو يو ځل بيا بحالي او د رواج ايکټ په ځائي د نوے مسودے راوړلو په اړه دقبائلي سيمو عام اولس ټي اين اين سره خبرو کښي خپل نظرونه څه په دي ډول شرېک کړي دي۔

” زما نوم حسن دے جنوبي وزيرستان سره تعلق لرم، اوس چي کومه خبره وزيراعظم شاهد خاقان عباس کړي ده چي مثال د اصلاحاتو په عمل دوباره کار شروع کړي شي نو مونږ د هغي په حمايت کښي يو او دا د ډيري خوشحالي خبره ده”

” زما نوم مصطفي محسود، شمالې وزيرستان، زمونږ دا اپيل دي چې په دي زر تر زره کار شروع کړي شي او چي فاټا اصلاحات په موجوده حکومت کښې سر ته اورسي چي په راروان انتخاباتو کښي د فاټا صوابائي او وفاقې سيټونه هم وضع شي”

” محمد بشير ملانې پاړا چنار کرم ايجنسي سره تعلق ساتم، زما ټولو ادارو ته خواست دے چي تاسو مونږ ته شناختي او پاسپورت د پاکستان راکوئي نو بيا ولي نور سلوک مونږ سره لکه د  يو پاکستاني نه کوئي؟ که بيا څوک دا ښه بولي نو دوئي دي لګ راشي او پاړه چنار سکولونو کښي دي خپل ماشومان داخل کړي او پاړا چنار هسپتال کښي دے خپل علاج اوکړي۔ که مونږ تاسو اسلام آباد سره تړئي نو بس بيا اسلام آباد وله قانون دي په ايجنسو کښي هم نافظ شي هغه زمونږ خوښ دي”

” انور اورکزي قام اخيل، د رواج ايکټ په ځئ دوي اوس د يو بل قانون خبره شروع کړې، نو چي قبائل صوبے سره ضم کيږي نو بيا نه رواج ايکټ ضرورت شته او نه د بل يو قانون ۔ د نولس سوه دري اويا چي کوم قانون زمونږ په صوبه کښي نافظ دي نو پکار دي چي فاټا کښې هم دا قانون لاګو شي”

” شاکر آفريدي باړه خيبرايجنسي سياسي پارټې لګيا دي خپلي هلي ځلي کوي خو زما خپل خيال نه دي چې وفاقي حکومت  به په دي اصلاحاتو کښي څه عمل قدم والې”

” زيارت ګل مهمند ، اصلاحاتو ته مونږ په دي خوشحال وو چي دي سره به مونږ نه سختي لري کړے شي۔ رواج ايکټ مونږ ځکه منلو چي په رواج مونږ پوهيدلو، اوس چي مونږ له هر قانون راکوي نو مونږ په هغي نه پوهيږو، مونږ سره تعليم نيشته چي اوس په دي کښي دا راغلي چي قبائل به اسلام آباد عدالت اوهائي کورټ ته ځي، نو زمونږ خلق هغه دلته د تحصيلدار او ډيوټې دفتر نه پيژني هغه به اسلام آباد ته دعوه څنګه وړي؟هغوئي سره د وکيل پيسې نيشته، دلته خو د دوئي کار بے پيسو او په آساني کيږي۔ دا خبري هغه خلق غواړي څوک چي مالداره دي، هغه هم د خپل ووټ دپاره او خپل مقصد دپاره”

” سجاد مهمند، مهمند ايجنسي سره تعلق لرم، په رواج ايکټ اعتراضات دا وو چي دا د ايف سي آر دوئم شکل دي، مونږ د دوه زره اتلس بلدياتي انتخاباتو په فاټا کښې هم د کيدوغوښته کړے وه او صوبه کښې د نمائندګي مطالبه مو کړے وه۔ د هغي باجود اوس چي کوم وزيراعظم د خپل خواهش مطابق په فاټا يو نوې قسم مارشلا نافظ کوي کوم چي مونږ ته بلکل منظور نه دي۔ مونږ له دي سول ګورنمنټ راکړي او مونږ له د هغه حقوق راکړې شي کوم چي نور عام پاکستانيان تر لاسه کوي، نور مو هيڅ پکار نه دي۔ اوسه پوري خو څه ښکاره نه دي صرف دومره ئي وئيلي دي چي اوس به لفټننټ جنرل حاضر سروس د فاټا د ايډمنسټتريشن سي او او وي۔ خو خبره دا ده چي بيا د عوامي نمائنده به څه اختيار وي دا ئي نه د واضحه کړي، دلته چي کوم ايډمنسټرېشن دي د هغه به څه کار وي، عوامو ته به کوم قانون راځي او قانون کوم يو دے دا هم پته نيشتهَ”

” محمد رازق باجوړايجنسي، کوم عمل چي بيرته شروع شوي دي د هغي خو مونږ مکمل حمايت کوو ځکه چي مونږ پکښې د ايف سي آر نه خلاصيږو نو مونږ ورته خوش امديد وايو ، درواج ايکټ په ځي چي کوم نوے قانون راړي هغه يو تعليم يافته سوچ دي، په پاکستان کښي چي کوم قانون دي هغه زمونږ رواج دي، رواج کم داسې غټ شے خو نه دې چي مونږ به هر کار د رواج مطابق کوؤ”

بل طرف ټي اين اين د فاټا سياسي اتحاد سنيئر نائب صدر نثار مومند او د فاټا ګرينډ الائينس رهنما ملک وارث خان آفريدي سره د اصلاحاتو په لړ کښي د پيشت رفت  او د نوي مسودي راوړلو په اړه دغه تفصيلي مرکه هم کړې ده۔

ټي اين اين: ملک وارث خان! فاټا اصلاحات د ډير وخت نه ځنډيدلي وو اوس دوباره د ډيرو تنقيدونو نه پس دغه عمل بحال شو، دي حوالي سره تاسو څه نظر لري؟

ملک وارث خان: دا خبره خو د ډير وخت نه راروانه ده چي اصلاحات دي اوشي او قبائل دي صوبه کښي ضم کړي ش۔ اصلاحات مونږ هم غواړي خو مونږ دا وايو چي د هغه کميټي سفارشات دي اوکتلې شي چي آيا دوئي سره عوام متفق شوي دي دا کوم څه چي دوي اوس وائي او غواړي؟ هغه ريکارډنګ دي رواخلي او که داسي نه وي نو بيا به يئ انجام هم دا وي چي کالونه به واخلې خو دا قيصه به هم دغه شان ولاړه وي۔

ټي اين اين: نثار مومند! فاټا اصلاحات هم په هغه صورت کښي اسمبلي ته لاړل په کوم  صورت کښې چي کابينې منظور کړي وو، اوس تاسو مطمين ئي او که نه ؟

نثار مومند: ستاسو جواب ته راځم خو مخکښې د ملک صيب په ياداشت کښې روالم چي دغه ريکارډ مونږ هم غواړو ، او هم د دغه غوښتنو نتيجه ده چي په تاريخ کښې اول ځل د قبائلو په  حق کښي کميټي حق فېصله ورکړه۔

ټي اين اين: د نوي بل مطابق ګورنر، فاټا سيکرټريټ، او نورې انتظامي په موجودګي باؤجود فاټا دپاره د چيف اپريټنګ آفيسر سفارش په اړه مو څه خيال دے؟

نثار مومند: فاټا کښې چيف اپريټنګ آفيسر يعني “سي اي او، دا دے دپاره چي کومه پيسه مونږ ته په اين ايف سي ايوارډ کښي ميلاويږي چي دا پيسه او ترقياتي کارونه د دوئي په لاس اوشي او دا ګنې څه غلطه خبره به نه وي، دي به يو مقرر وخت پوري وي، بيا به ختم شي۔ خو دي کښې اصل د نقصان واله خبره دا ده چي وفاق وائي چي سپريم کورټ درکوم خو ته به د اسلام آباد سپريم کورټ سره تړلي وي. چي د اسلام آباد هائي کورټ ما ماتحت ساتي نو يو سوچ ماته مازغو کښې اچوي، چې ګني ته د خيبر پختونخوا حصه نه ئي۔  دا د مرکزي حکومت اخلاص مونږ ته نه ښکاري۔

 ټي اين اين: نو په داسي حالاتو کښي ستاسو رد عمل څه دي؟

نثار مومند: مونږ لګيا يو د خپل قوت مظاهره به کوو دي لپاره زمونږ په نهم اکتوبرهم خپله يو غونډه تابيا کړي ده او که دوئي اصلاحات او ضم کيدو کښې مخلص نه وي نوبيا به مونږ اسلام آباد ته  د خپل حق لپاره لاريون هم کوؤ.

ټي اين اين: ملک وارث خان! ستاسو هلي ځلي هم اول کښې ډيرے تيزے وي اوس د اصلاحاتو عمل دوباره روانيدو سره په آرام شوي ئي، څه وجه ده؟

ملک وارث: مونږ خو نه يو په آرام شوي ، راروان اتوار هم زمونږ پروګرام دي او څوارلسم اکتوبر باندي مو هم يو کنوينشن تابيا کړے دي۔ نو خپل کوشش خو مونږ نه پرېږدو۔

ټي اين اين: فاټا لپاره د چيف اپريټنګ آفيسر په باره کښې ستاسو څه نظر دي؟

ملک وارث خان: افسوس خو هم د دي خبرے دے چي خلق له متفق نه دي په څه خبره او دوي نوي نوي قيصے رااوباسي۔ بد قسمتي دا ده چي په ټول پاکستان کښې بله خبره نيشته  خو يو پانامه ليکس او بله فاټا ضم کيدل۔ دا څوک نه وائي چي اول د ټولو نه ضروري څيز امن دي او بيا بے روزګاري ده، دا غم څوک نه کوي چي دې خلقو له به روزګار څنګه ورکو۔ دا اوسنې مردم شماري اوګوره، مونږ قبائل په ديارلس څوارلس کاله کښي ودونه کوو او بعضي پکښي دوه او درئي ودونه هم اوکړي او دا اواز څوک نه اوچتوي چي دا قبائل ولي کميږي او زياتيږي نه؟

نثار مومند: ملک صيب د مردم شماري خبره اوکړه ، زه د سياسي ګوندونو په حواله وايم  چي مونږ موجوده مردم شماري رد کړي ده او مه دهغي اعداد وشمار هم جمع کړي دي. مونږ لس لکه او څليرشت زره ماشومانو ته د پوليو څاڅکي ورکوؤ د هغي په تناسب زمونږ آبادي د يو کروړ نه هم سيوا جوړيږي، نو زه دا وايم چي مونږ سره په شميره کښي غلطي شوي ده او مونږ رد کړي هم ده.

ملک وارث: دا چي مونږ له  کوم نظام راوړي  په هغي دوئي روستو سوچ کوي ، وائي چي اصلاحات اصلاحات او اوس په هغه خپلو اصلاحاتو هم نه جوړيګي هيڅ طريقه کار ورسره نيشته او زمونږ هم په دي ګيله راځي چي دوئي دا آواز نه پورته کوي چي د پوليټکل اختياراتو کښي کمې روالئ د اے پي اے اختيارات کم کړئي وغيره، دوئي صرف دا زده کړي دي چي قبائل ضم کړه.

ټې اين اين: نثار مومند! رواج ايکټ حوالي سره ډير تحفظات او تنقيد کيدو چي دا د ايف سي آر دوئم شکل دي اوس چي کومه نوي مسوده روړلي کيږي د هغي په باره کښې ستاسو څه خيال دي؟

نثار مومند: زمونږ خو اصل غوښتني دا دي چي قبائلي علاقو ته نيغ په نيغه د نولس سوه درئي اويا آئين اوغزولي شي، رواج ايکټ يا بل قانون دا زمونږ غوښتني نه دي. خو چي دوئي مونږ ته کومه نوي مسوده راوړل غواړي او عدالت دائره اختيار هم راکوي، نو چي مونږ ته سپريم کورټ راشي دغه نورے ټولي خبري به بيا روسته خپله وخت سره ختم شي، ځکه چي دا آئين متصادم به وي۔ د نشت نه به دا هم ښه وي خو چي يو ترتيب روان شي.

 ټي اين اين: ملک وارث خان! ستاسو څه خيال دي په دي حولي سره؟

ملک وارث خان: مونږ خو دا وايو چي هسي نه چي زمونږ نه دا خپل قدم هم هير کړي او د دوي هم زده نه کړو۔ دي دپاره ټائم ضروري دي او کله چي دا خلق تعليم يافته شي نو هغوئي ته به بيا پته وي چي قانون څه ته وائي او د چليږي څنګه، دي دپاري تقريبا څه پينځويشت کاله ټائم ورکول پکار دي چي دا خلق ټول تعليم يافته شي هله به بيا کيږي.

نثار مومند: نو ولي مونږ اويا کاله د پاکستان دا نظام نه اوليدو، نه مو اوپيژندو او نه ورباندے پوهه شؤ؟ دي له به مونږ نور څومره وخت ورکوؤ ؟ په دي منطق زه نه پوهيږم۔

ټي اين اين: اسلام آباد کښې په فاټا ريفارم خبره روانه ده او دلته د قبائلو دوه مشران نه متفق کيږي دا د فاټا اولس په ګټه ده او که تاوان؟

ملک وارث: دا چي په مشوره وي نو د دوئي په فائده کښې به وي. او دي لپاره د واکمن حکمران مشرانو حق دي لکه چي وزيراعظم او صدر صيب چي د قبائلو مشران رااوغواړي او تپوس تري اوکړي چي مونږ ولي ضم کيدل نه مانو؟ چي مونږ ورته خپل خدشات اوخايو او يا بيا دوي مونږه پوهه کړي، نو بس يو طريقه کار به جوړ شي او جهګړه به ختم شي.

ټي اين اين: نثارمومند! دا ممکن دي چي په کومو خبرو اختلاف دے هغه چي شاه ته شي او چي په کومو اتفاق دي هغه رامخکښي شي؟

نثار مومند: دا معلومه خبره ده چي فاټا د پاکستان حصه ده، او ترقي هم دواړه غواړي۔ بله دا چي قبائلي سيمه په دي اويا کاله کښې ولې داسي پسمانده پاتي شوي ده۔ چي د پيښور حدود ختم شي نو د جمرود تحصيل شروع شي خو په کارخانو کښې ګيس شته او جمرود ته ګيس نه ورکوي، او دا ځکله نه ورکوي چي دغه نظام مونږ ته دا ټول تکليفونه جوړ کړي دي او که کله ا نضمام اوشو نو بيا بي ماته ګيس هم راکوي ، زمه  په بجلي او معدانياتو چي کوم حق جوړيګي د نولس سوه دري اويا آئين مطابق هغه به ماته تر لاسه کيږي.

ملک وارث خان: دي دي ماته اوښائي چي د شيرپاؤ او ليډي ريډنګ هسپتالونو په شان نورو ځاينو کښي داسي شته، آيا په بل ډسټرکټ کښې د اوبو داسي نظام شته؟

ټي اين اين: ملک وارث خان! تاسو د قبائلو په کوم ډول ترقي غواړې؟

ملک وارث خان: مونږ وايو چي اول امن دي او مونږ له دي دپاره ټائم راکري شي او چي کون ټائم راکړي شي په هغي کښې وقدارانو ته پکار دي چي تعليم عام کړي، ترقياتي کارونه هلته اوکړي او بيا دي زمونږ نه تپوس اوکړي چي صوبه کښي ضم کيدل غواړې که ځانله صوبه؟ چي  تر څو  د خلقو  نه راۓ او مشوره نه وي اغستي شوي او دوئي کومه فيصله هم اوکړي د هغه به پائيداره نه وي۔


دا مضمون  د ريډيو ټي اين اين پروګرام “بدلون” نه اخستي شوي، کوم کښې چي په قبائيلي سيمو کښې د سياسي هلو ځلو او اصلاحاتو په حواله خبري کيږي۔ دغه پروګرام د ريډيوټي اين اين پروډيوسرانو “شان محمد” او “سلمان احمد” تيارکړې، چي د فاټا اوخيبرپښتونخوا پينځو ريډيوسټيشنو نه نشر کيږي۔

رپورټران: رضوان محسود، علي ا فضل، ملک عظمت، شاه نواز خان آفريدي، ګل محمد مهمند، شاه، خالد نبي جان اورکزي، بلال محسود او حکمت شاه

فیس بوک تبصرې

د اړوندو مضمونونو

Scroll Back To Top

د ټي اېن اېن موبائل اېپ ډاؤن لوډ کړئې

فیچر او انٹرویو – تازه

  • نرخونو کښي په اضافې نايان کلي نه ويستې شوي photo (1)

    عبدالستار د مردان کاټلنګ تحصیل په کهوئی برمول اولس د پخلې او سرسنت نرخونه سیوا کولو باندې قصب ګر د کلې نه ویستلو فېصله کړي ده. دې لړ کښې د کلې اصلاحي کمیټۍ ټول دوکاندار قصب ګرو ته سوداګانې ورکولو او عام اولس دوې سره تعلق ساتلو نه منع کړي دي ولې دې نه علاوه […]

  • په صدارتي ایوارډ څه وکړو چې بچې مو نهر دي D I K 2

    رضوان محسود ډیره اسماعیل خان کښې په لرګو، دیوالونو او نورو څیزونو د نقش و نګار کاریګرۍ لپاره مشهور د محمد وسیم خاندان وائي چې دې هنر له وجې نه خو دوې ته پخپله څه فائده میلاؤ شوه نو ترې بل چا څه ګټه ترلاسه کړه. په شیشم ،نورو لرګو او قالینونو د محمد وسیم […]

ډیر مشهور

    ګړيوم تحصيل کښي د سکولونو نيشتوالي له وجي جينکئ بيزي څرئ

ګړيوم تحصيل کښي د سکولونو نيشتوالي له وجي جينکئ بيزي څرئ

نور یی ولوله
    الزام نه چي څه حقيقت وو هغه مي وئيلي: داوړکنډې

الزام نه چي څه حقيقت وو هغه مي وئيلي: داوړکنډې

نور یی ولوله
    مهمندو کښې په خوراکي توکو ټيکس ختم کړے شو

مهمندو کښې په خوراکي توکو ټيکس ختم کړے شو

نور یی ولوله
    د بلوچستان تربت سيمي نه نور پنځه مړي موندلي شوي

د بلوچستان تربت سيمي نه نور پنځه مړي موندلي شوي

نور یی ولوله
    د اسلام آباد انتظامي د دهرني ختمولو لپاره ټولي تيارياني ترسره کړي

د اسلام آباد انتظامي د دهرني ختمولو لپاره ټولي تيارياني ترسره کړي

نور یی ولوله

بدلون

  • اصلاحاتو نفاذ په لړ کښې د نهم اکتوبر دهرنه او د وزيراعظم وعدے

    وفاقي کابينې د فاټا اصلاحاتو په لړ کښې د کميټي مرتب شوې سفارشات نن نه اتۀ مياشتې وړاندې منظور کړې دي۔ ولې تر دې دمه دې له عملې شکل ورنکړے شو۔ فاټا اصلاحاتو ته  زر تر زره ختمي شکل ورکولو لپاره د قومي اسمبلې غړي الحاج شاه جې ګل آفريدي وفاقي حکومت ته غوښتنې وړاندې […]

  • قبائلي سيمو ته د پېښور په ځائي د اسلام آباد هائي کورټ غزولو تجويز

    قبائلي سيمو کښي د انتظامي بدلون او ايف سي آر خاتمې لپاره د ستمبر کال دوه زره پنځلسم نه په قومي او مقامي کچ کوششونه روان دي، خو ولي دي عمل کښي د سياسي اختلافاتو له وجي تر دي دمه څه خاص نتيجه تر لاسه نه شوه۔ بل طرف د نوي وزيراعظم شاهد حقان عباسي […]

  • د ډېرے مودے ځنډېدلي فاټا اصلاحاتو بيا بحالي او د رواج اېکټ په ځائي نوے مسوده

    د کال دوه زره پنځلسم نه شروع شوي فاټا اصلاحات د سياسي اختلافاتو وجي د ځنډ ښکار شوي وو، او هم دې وجې نه په حکومتي سطح هم دې لړ کښې څه خاص ګامونه نه دي پورته شوي، ولي نوے وزير اعظم شاهد حقان عباسي او کابينې اوس يو ځل بيا دغه عمل بحال کړو […]

فیس بوک باندی طماس اولرئی

منزل په لور

  • فاټا کښې په سوونو سکولونه غيرفعاله او بند ولې؟ Naseer Shah Pic (3)

    قبائلي سيمو کښې د امنيت بحالي سره قريبا د ټولو رجسټر کډوالو د واپسۍ عمل پوره شوې دې  ولې د فاټا سيکرټريټ نه ترلاسه شوې شميرے ترمخه دا وخت قبائلي سيمو کښي د پنځو زرو نه زيات سرکاري سکولونو کښي قريبا نهه سوه سکولونو کښې يا خو د ليک لوست عمل په ټپه ولاړ دې […]

  • قبائلي سيمو کښې دبد امنۍ نه معزوره کسانو بحالي، د دوي مسئلے او غوښتنې Abdul Ali Disable of Sadda Kurram Agency

    قبائيلي سيمو کښې د معزروه کسانو مستنده شميره اګرچه معلومه نه ده ولې د مختلفوغير سرکاري او فلاحي تنظيمونو نه ترلاسه شوې شميرے ترمخه د ماشومانو، نارينه او زنانو په شمول باجوړ ايجنسې کښې دا وخت اوونيم زره، خيبر ايجنسې کښې قريبا پينځه زره او کرم ايجنسې کښې شپاړ س سوه معزوره کسان موجود دي۔ […]

  • بد امنۍ له وجې سکول نه پاتې شوې قبائلي ماشومانو لپاره”ګولډن چانس“ Samreen student at alternate learning school khyber agency

     قبائلي سيمو کښې د تيرو پينځلسو کالو راهسې د بد امنې له وجې په زرګونو ماشومان د ابتدائي تعليم نه محرومه پاتې شوې دي۔ د قبائلي ماشومانو دغه تعليمي محرومي ختمولو لپاره فاټا سيکرټريټ د فاټا ايجوکيشن فاونډيشن په مرسته دغه سيمو کښې د الټرنيټ لرننګ سکولز په نوم يوه منصوبه شروع کړې ده۔ د […]

ټویټر باندی طماس اولرئی

ارکائیو

November 2017
M T W T F S S
« Oct    
  1 2 3 4 5
6 7 8 9 10 11 12
13 14 15 16 17 18 19
20 21 22 23 24 25 26
27 28 29 30