د چلغوزو سوداګرو جنوبي وزيرستان انتظامي باندي د آزادي منډي ناکامه ولو تورنه

بنو سره اړوند ازاد منډي کښې د چلغوزو تاجرانو يوځل بيا د جنوبي وزيرستان پۀ پولېټکل انتظاميه د ازاد منډي د ناکامولو تورونه لګولي او غوښتنه ئی کړېده چې د جنوبي وزيرستان پۀ ځايے دې د غلام خان او ټيټي مداخيل لاره ازاد منډي ته د چلغوزو راوړلو د پاره د خلاصه کړي ۔
پۀ دې اړه د ازاد منډي د تاجرانو مشر ملک لاير خان وايي د جنوبي وزيرستان پولېټکل ايجنټ د خپلو ذاتي ګټو د پاره ازادي منډي کښې د چلغوزو کاروبار د ناکامه کولو دپاره د مخصوسو څو کسانو سره ګوتې پټې کړې دي ۔ او د يو کلو چلغوزو پۀ سر يې هلته سل روپئ ټيکس مقرر کړې کوم چې هيڅ ډول قانوني جواز نۀ لري او د سرکار د خزاني پۀ ځايي ذاتي جيبونو ته درومي ۔
چې دغه نۀ يوازې د ازاد تجارت پۀ لاره کښې رکاټ دے بلکې يو غير قانوني اقدام هم دے ۔ د کوم چې پۀ سم لاسي توګه نوټس اخيستل پکار دي ۔
د ازاد منډي تاجران دا هم وايي د پولې هغې غاړي ته د وزيرستان د غرونو او ځنګلونو چلغوزي د لارې د رکاوټو پۀ وجه د تاريخي ازاد منډې پۀ ځاے د افغانستان خوست منډې ته وړلے شي چې پۀ نتیجه کښې يې د ازاد منډي کاروبار بيخې پۀ ټپه ولاړ دے نو ځکه دوئ د چلغوزو راوړلو د پاره د غلام خان او ټېټي مداخيل د لارې د خلاصولو غوښتنه کوي.
څرګنده دې وې چې څو ورځې وړاندې د جنوبی وزیرستان پولیټیکل ایجنټ ظفر الاسلام دا قسمه تورونه رد کړی وو او وئیلې وو چې وانا کښې حکومت د چلغوزو لپاره بیل پلانټ جوړ کړي د کومې مقصد چې مقامې سوداګرو ته آسانیاني او ښه نرخونه ورکول دي.