ریډیو ټی این این

  • بدلون

تازہ ترین 
  • د چارسدي غټو وريژو ځانګړي خوندانيس ټکر انسان که هر څومره خوراکونه اوکړي خو د بعضي علاقو خوراکونه يو خپل خوند [...]
  • هيڅ يو عدالتي فيصله مي د اولس سره اړيکي نه شي ماتولي: نواز شريفايبټ آباد کښې اولسي جلسي ته د وينا په وخت پخواني وزيراعظم ويلي چي نواز [...]
  • د ايف سي آر لاندي نيولي شوي طالبعلم دي رها کړے شيد قبائلي طلباو تنظيم د اجتماعي ذمه واري لاندي جنوبي وزيرستان طالبعلم د ګرفتاري پرضد [...]
  • سپريم کورټ: تربت کښې وژلي شوي شل کسانو د مرګ نوټس اغستيد سپریم کورټ چیف جسټس بلوچستان کښې د شل کسانو د وژنې ازخود نوټس اخستې [...]
  • د کرک ښار اولس د اوبو نشتوالي پرضد د احتجاجي تحريک اعلان کړود کرک ښار اولس د څښکلو صفا اوبو نشتوالي پرضد احتجاجي تحريک اعلان کړي او [...]
  

بدلون

د پخواني وزير اعظم محمد نواز شريف  نا اهلۍ نه پس د فاټا اصلاحاتو مستقبل او اولس انديښنې

د پخواني وزير اعظم محمد نواز شريف  نا اهلۍ نه پس د فاټا اصلاحاتو مستقبل او اولس انديښنې
August 15, 2017

قبائيلي سيمو کښي د اصلاحاتو عمل د پخواني وزير اعظم محمد نواز شريف په هداياتو قريبا دوه کاله وړاندے شروع کړے شوي دي۔ د فاټا اصلاحاتو لپاره جوړي کړې شوي کميټې سفارشات پخوانې وفاقي کابينې منظور کړې هم وو، ولې په اتويشتمه جولائي د وزيراعظم نااهلې سره دغه کابينه ماته شوې ده۔  دې نه وړاندې د بعضي سياسي ګندونو د مخالفت له وجې دغه عمل څو وارې د ځنډ هم ښکار شوي دي۔  ولې د وزيراعظم نا اهلۍ او کابينې ماتيدو له وجې به  د فاټا په اصلاحاتي عمل څه اثرات پريوځي۔

په دي حقله د خيبر ايجنسې نه منتخب د قومي اسمبلې رکن شاه جي ګل خيال دي چې د وزيراعظم بدليدو باجود به هم د قانون مطابق دغه عمل د هغه ځائي نه شروع کيږ چې په کوم ځائي پاتې شوې دې ” چي يو ځل دا  کابننې منظور کړي، نو دوباره بيا د دي د منظورې ضرورت نشته، قانوني عمل ورباندې سرته رسيدلې، بس صرف د سفران سټينډنګ کميټې ته چي کوم د اصلاحاتو دا بِل حواله شوي دي، د هغوئي منظوري او بيا ورباندي د صدر ور دستخط کول دي، دي کښې نور څه نشته “

بل اړخ ته هم د خيبر ايجنسې نه منتخب ايم اين اے او د فاټا پارليماني مشر ناصر خان آفريدي وائي چې نوې وزير اعظم ورسره د فاټا اصلاحاتو معمله په ترجېحي بنيادونو د وړاندے بوتلو  وعده کړې ده، او دي لپاره به دوي حکومت باندے په هر ليول دباؤ هم اچوي  ” فاټا کښې اصلاحات د وخت يو ډير اهم ضرورت دے، د نوي وزير اعظم ټاکنې نه وړاندے شاهد خاقان عباسي سره د اصلاحاتو په حواله زمونږ ډير ښه پيش رفت شوي دي، او مونږ سره ئي د دي ټينګه وعده کړې ده۔  مونږ د فاټا پارليمنټرئين به هم د دغه عمل کاميابيدو لپاره په حکومت دباؤ اوچو، چي هغه په هر شکل کښې وي، او زما پوره اميد دي چي اصلاحات به کيږي”

د مسلم ليګ نون شمالي وزيرستان نه منتخب قومي اسمبلۍ غړې نزير خان هم د ملګرو ممبرانو د رائے غبرګون کوي او وائي چې کومي پاليسۍ د نواز شريف وي نو نوې وزير اعظم شاهد خاقان عباسي به هم هغه په وړاندې بوځي فاټا اصلاحاتو عمل په آخرې مرحلو کښې دې، خو دي لپاره د فاټا اسمبلي غړو خپل مينځ کښې اتفاق ضروري دے ” په فاټا اصلاحاتو باندي به هيڅ اثر نه کيږې، هغه به هم هغه شان مخ په وړاندے ځي څنګه چي نواز شريف روان کړي وو، که د فاټا نه منتخب نمائيندګان متفق شي چي دا خبره بيا روانه کړي، وائي چي که جنګ هار شي، دا نقصان نکوي، خو که حوصله هار شوه، نو دا بيا نقصان کوي”

بلخوا د جنوبي وزيرستان نه د جمعيتِ علما اسلام (ف) قومي اسمبلې غړے محمد جمالدين وينا ده چي نوي وزير اعظم شاهد خاقان عباسي دوي ته د اصلاحاتو په لړ کښې د قبائيلي سيمو نه ايف سي آر خآتمه او هلته د ترقي عمل جاري ساتلو باور ورکړے دے، ولي دوي اوس هم فاټا په صوبه خيبر پښتونخؤا کښې شاميلولو په حقله د اولس رائے اخستو په دريز کلک ولاړ دي ” د اصلاحاتو عمل په دوه قسمه دے، يو دا چي ايف سي آر ختم شي او فاټا کښي د ترقې اصلاحات اوشي، او يو  د فاټا په خيبر پښتونخوا کښې ضم کولو خبره ده، په دي خو د نواز شريف په دور کښې هم اتفاق نه وو راغلې، او پاتي شوه د فاټا د ترقې پيکيج او اين ايف سي ايوارډ کښې د برخي خبره او دي نه علاوه د شل زره ليويز بهرتي کول، او د ايف سي آر ختمول، دا به انشاالله اوشي، نوې وزير اعظم ښه سړے دې او په دې کوشش کښې به زمونږ خبره خا مخه مني”

بل طرف د قبائيلي سيمو اولس سره خبرو نه پس معلومه شوي ده چي دوي هم د وزيراعظم نا اهلۍ سره د فاټا اصلاحاتو عمل مکمليددو په اړه انديښنې لري۔ زمونږ خبريالانو د فاټا بيلا بيلو سيمو کښي د اولس سره د غه انديښنو په اړه خبرے کړې دي، او خپل نظرونه او انديښنې ئي څه په دي ډول وړاندے کړے دي۔

د جنوبي وزيرستان تحصيل مکين حنزله محسود وائي چې کيدې شي که چري نوې وزير اعظم په فاټا اصلاحاتو کښې د سستې مظاهره اوکړه نو دغه عمل  به نور هم د ځنډ ښکار شي، خو زما په خيال پاليسي جوړول د يو تن کار نه وي، دي کښي ډير خلق شامل وي، نو دا هم امکان لري چي زړه پاليسي هم هغه رنګ  په پام کښې اوساتلې شي

 د شمالي وزيرستان محمد عمران وائي “ زه خو دا نه ويم چي د اصلاحاتو خبره به بلکل شاه ته شي، ځکه چي د ملک ټول سياسي قوتونه په فاټا اصلاحاتو متفق دي

د باوجوړ ايجنسۍ اوسيدونکے ثنا بي بي خيال دي چي ” چي اوس د اصلاحات کيدو امکان نه ګوري ځکه چي يو خو دي غير ضروري ډير وخت واعستو، او بل دا چي نواز شريف هم دي دوران نااهله اوګرځيدو، نو اوس خو ټول سياسي مشران خپله کښې په جنګ دي، اصلاحات اوس د هغوئي ترجيح نه دے”

بلخوا د کرم ايجنسۍ پاړا چنار سيد نويد حسين وائي چې د وزير اعظم نااهله کيدو سره به په فاټا اصلاحاتو هيڅ اثر نه پريوځي ولې چې دې نه وړاندې هم دي کښې هسي ګپ شپ روان وو، او دي نه پس به هم دي باندے تش سياست کيږي” 

بلخوا د کرم ايجنسۍ پاړا چنار يوه ميرمنه عاليه بي بي خيال دي چي ” د وزير اعظم لرې کيدو سره به د فاټا اصلاحاتو عمل خامخا اودريګي، ځکه چي پخؤاني وزيراعظم دي عمل لپاره څلورو کاله هلي ځلي اوکړے، او پوهه وو ورباندے، مشوري ئي ورباندے کړے وي، او چې هغه اخوا شو نو اصلاحات هم په خپل ځئي پاتي شو

د اورکزي ايجنسۍ شاهد وائي چي فاټا اصلاحات هسې يو ډرامه وه چې مقصد ئي د اولس بنيادي مسئلو نه مخ اړول وو، نور هيڅ مقصد د دي نه وو

په دې حقله د باجوړ ايجسۍ حنيف وائي چي “نواز شريف خو په فاټا اصلاحاتو کښې ناکامه شو خو اميد لرو چې نوې وزيراعظم به قبائلوته څه نه څه  خوشخبرې واؤروي”

د مهمند ايجنسۍ تحصيل حليمزو حيران مهمند وائي په اصلاحاتو کولو کښې د ټولو نه لوئي کردار د پارليمنټ ممبرانو او سياسي پارټو دے خو د بد قسمتۍ نه فاټا پارليماني غړي په دريو ډلو کښې تقسيم شوي  او د وزير اعظم بدليدل رابدليدل دي باندي اثرنه پريباسي خو که چرے حکومت غواړي چي دا کار اوکړي نو کولې ئي شي

هم دغه شان ټي اين اين د سپريم کورټ لخوا د وزيراعظم نا اهلۍ نه پس د فاټا اصلاحاتو مستقبل او ممکنه پيچيدګيانو په اړه د خيبر ايجنسي نوموړے وکيل لطيف افريدي، د شمالي وزيرستان سره تعلق لرونکې د پښتونخؤا اولسي تحريک مشر ډاکټر سيد عالم محسود، د باجوړ ايجنسي صحافي صاحبزاده بهاؤالدين، او د فاټا سياسي اتحاد غړے ايډوکيټ اعجاز مهمند سره دغه لاندينې مرکه هم کړې ده۔

ټۍ اين اين: لطيف آفريدي! د پخواني وزير اعظم نوازشريف نه اهله کيدو سره د فاټا اصلاحاتو په عمل څه اثر پريوتې شي؟

لطيف آفريدي: خبره دا ده چي وزيراعظم صيب کوم چي لاړو، هغه بيا هم داسي وو چي څه نه څه خبره  ورسره کيدے شوه۔ هغه په ډيرو خبرو پوهيدو ځکه چي ډيره تجربه ئي وه۔ اوس خو به يو ځل بيا مونږ د اصلاحاتو په لړ کښې نوي ياراني جوړه وو، خو البته د فاټا نه منتخب د قومي اسمبلې غړو چي کومه خبره ده، چي د اصلاحات کولو په شرط نوي وزيراعظم ته ووټ ورکړے دے، نو دي نه معلوميږي چي اصلاحاتي عمل به ژوندے وي، او په دي کوشش کښي به څه نه څه پرمختګ اوشي۔

ټۍ اين اين: سيد عالم محسود! تاسو څه کنړې د يو وزيراعظم نا اهلي او د بل راتلل، آيا د اصلاتو عمل به هم داسې ژوندې پاتې شي؟

سيد عالم محسود: زه خو دا وايم چې نوازشريف خو د عمل اودرولي وو۔ د سرتاج عزيز په مشرې کښې تيار کړے شوے بِل خو هغه بدل کړي وو، او دغه عمل ئي هم اودرولې وو، او مونږ ته پکار دي چي د نوي حکومت په طمع هم کينو نه نو، بلکے پکاردي چي پخپله دغه عمل او کوشش ژوندے اوساتو، د فاټا ټول پارليمنټرين، سياسي اتحاد، وکيلان، ډاکټران، سټوډنټس او جرنلسټانو له پکار دي چې په شريکه نوي حکومت مجبور کړو چې ستا خپلي مجبوري په خپل ځائي، خو زمونږ په حال غور اوکړي او زمونږ مجبورې ختمے کړئي۔

 ټي اين اين: اعجاز مهمند! د فاټا اصلاحاتو لپاره  تيردوه کالو راسې خپلو کوششونو او بيا د وزيراعظم بدليدو ته تاسو په کوم نظر ګورې؟

اعجاز مهمند: د وزيراعظم په بدليدو د اصلاحاتو په عمل هيڅ اثر نه پريوځي۔ قبائلو دي لپاره برابر کوشش اوکړو او صبر ئي هم ډير اوکړو، خو بس نور د صبر نه هم خبره اووته۔ د مضبوط پاکستان جوړولو دپاره ضروري ده چي فاټا په خيبر پښتونخوا کښي شامله شي، دا اصل کښي تکميلِ پاکستان دے۔ مونږ سره اوس اخري لار اقوام متحده ته دغه مقدمه وړل دي۔ د پاکستان د ايوانونو او پارليمان نه مونږ مايوسه شوې يو،او زمونږ ايم اين ايز هم چې کله ميډيا سره د ايوان نه باهر خبره کوې نو د هغوئي ارادې ډيرې مظبوطې وي خو کله چې ايوان ته لاړ شي  نو بلکل بدل شي او دې کښې اصل خبره د مفاداتو ده او د دوئي ټولو مفادات مشترک دي، ځکه چې اليکشن راروان دې او درې فيصده اين ايف سي چې کم فنډ مختص کړې شوې دې، دوئ وائي چې دا فنډ قبائلو ته ورکوو نو دا په اليکشن ولې نه استعمالو۔ صوبائي حکومت دا کوشش کوي چې دا فنډ دي ته ميلاؤ شې نو دې ټولو خبرو کښي مفاد رامخي ته شوي دي۔ زه دا خبره کوم چي مونږ کوم کوشش کړي هغي کښي په شاه راتګ نشته، دي کښي به مونږ په مخکښې زو او کوشش زمونږ روان دے ورځ په ورځ زياتيږي۔

ټۍ اين اين: صاحبزاده بهاوالدين! د يو صحافي په حيث د وزيراعظم نوازشريف په تلو او شاهد خاقان عباسي په راتلو د فاټا اصلاحاتو مستقبل درته څنګه ښکاري؟

صاحبزاده بهاوالدين: د اصلاحاتي عمل لوجي قبائلو کښي يو جذبه را پيده کړه او دوي کښې يو تحريک شروع شو۔ خو بد قسمتې نه اصلاحات د سياست ښکار شو، د مختلف وجوهاتو په بنياد، او هغې کښي بعضې داسې کسان وو چې خپلو مفاداتو ئي مخي ته کړو۔ نواوس دا عمل ډير مشکل دې چې مخکښي لاړ شي ځکه چي مونږ سره سياسي پارټو هغسې مرسته اونکړه کومه چې پکار وه۔ اوس چي تر څو د سياست نه بالا تر د اصلاحاتو لپاره بهر پور کوشش اونه کړے شي نو داسي په اسانه دا کار نشي کيدے۔ د وزير اعظم په بدليدو سره عام خلق ډير خفه دي ځکه چې د دوي يو اميد خو وو کنه اوس خو هغه اميد هم د مينځه لاړو۔

ټي اين اين: لطيف آفريدي! وفاقي کابينې چې کوم د فاټا اصلاحاتو په اړه منظوري ورکړې وه د هغې آئيني حيثيت به څه وي؟

لطيف آفريدي: د دې خو هيڅ حيثيت پاتي نه شو، په پارليمنټ کښې په بل د آئين مطابق هغسې بحث اونه شو کوم چي پکار وو۔

ټي اين اين: چې کله کابينې د بل منظوري ورکړه نو بيا ولې زمونږ د فاټا پارليمنټرئين يو بل ته د خوشحالې نه مټهيانې ورکولې؟

لطيف آفريدي: داسي ده چي کله کله تګي تن ته په صره کښي هسي ځائي په ځائي اوبه ښکاره کيږي، کومي چي وي نه۔ نو هغوئي هم قصور وار نه دي ځکه چي دوي منډے او کوششونه کول دي لپاره۔ او اوس مونږ خپله هم چې دا ګرمي لګه کمه شي نو د ټولو ملګرو په مشوره به د يوې لوي جرګے تابيا کوو او خپله مطالبه به د دې جرګے په زور پرې منو او که چرې په دې طريقه هم زمونږ مطالبه پوره نه کړې شوه نو بيا به يو نوې لائحه عمل سوچ کوو چې څه کول پکار دي۔

ټۍ اين اين: سيد عالم محسود! د فاټا اصلاحاتو عمل يقيني کولو لپاره څه لائحه عمل پکار دے؟

سيد عالم محسود: دي لپاره ټولو نه  اول زمونږ سياسې، سماجي مشرانو سره سره زمونږ وکيلان، طالبعلمان او صحافيان په شريکه د راپاسولو او د يو غټې دهرني ضرورت دے۔

ټي اين اين: دا به ممکن څنګه وي، د فاټا اصلاحاتو عمل کښې فاټا پارليمنټرين يو بل سره اختلافات لري، ملکانان او سپين ګيري د نوي کُل سره جوړ نه دي، نو بيا به اولس څنګه دې عمل لپاره متفق شي؟

 سيد عالم محسود: دا ټهيک خبره تاسو کوئي، خو دي لپاره به مونږ اول په خپلو پارليمنټرين باندې زور راړو۔ دوي په راتلونکي اليکشن باندے هم نظر لري، او دي لپاره به د چا يو پارټي سره هم د يو کيدو کوشش کيږي، نو بيا به دوي په هغه پارټو باندے هم زور راوړي، چي مخلصه ملګرتيا د دي خبرے اوکړي۔ که تاسو اوګوري زياترے سياسي پارټې فاټاکښي د اصلاحات کولو سياسي بيان بازي خو کوي، خو په صحيح معنو کښي ئي په مرکزي سطح هيڅ قسمه سنجيده کوشش نه دې کړې۔ نو په عوامي طاقت به دغه ټول دي ته مجبوره کولو ضروي وي۔ او دي سره به په دي عمل کښي د مخلص کووشش کونوکو کسانو هم حوصله افزائي اوشي۔ نو د اولس فشار به دغه هر څه ټهيک کوي۔

ټۍ اين اين: صاحب زاده بهاوالدين! د نوي کوششونو په اړه ستاسو څه خيال دې؟

صاحب زاده بهاوالدين: زه د اعجاز هم دي خبرے سره اتفاق لرم، ځکه چي قبائلو په اسلام آباد کښې د وفاقي قيادت نه تمه لنډه شوي ده۔ او چي تر څو د قبائل په قيادت کښي دي لپاره زبردست کوشش او احتجاجونه اونه کړي تر هغې زمونږ کوششونه رنګ نه راوړي، او اوس خبره اجتماعيت ته راغونډيګي لګيا ده۔

ټي اين اين : لطيف آفريدي! که د فاټا پارليمينټيرين نوي وزيراعظم ته د اصلاتو په شرط ووټ ورکړي وي، نو بلخوا د وفاقي حکومت اتحادي پارټي، جمعيتِ علما اسلام (ف) به هم ضرور دي لړ کښي خپل شرطونه کيښودلي وي، نو په راتلونکي کښي داسي څه مشکل رامخي ته کيدو څه يره به وي؟

لطيف آفريدي:او بلکل دې کښي مشکل رامخي ته شوې هم دې او راتلې هم شي، خو که چرې مونږ دلته يو پينځه زره قبائل هم راغونډه کړل، او يو جرګه مو راجوړه کړه، او دا ممکن هم ده، نو بيا اميد دي چي ټول مشکلات مخي نه لرې شي، ځکه چي د قبائلو يو شريک اواز او غوښتنه به مخي ته راشي، او بله دا چي هسي هم که تاسو اوګورئي نو ټولې پارټې کوم کښي چې پي ټي آئي، جماعت اسلامي، اے اين پي،  پي پي پي، کيو ډبليو پي او تر دي چي ايم کيوايم او نورې پارټې هم د فاټا اصلاحاتو په ملاتړ کښې دي۔ نو دي عمل سره بيا ټولے يرے د مينځه تلې شي۔


دا مضمون  د ريډيو ټي اين اين پروګرام “بدلون” نه اخستي شوي، کوم کښې چي په قبائيلي سيمو کښې د سياسي هلو ځلو او اصلاحاتو په حواله خبري کيږي۔ دغه پروګرام د ريډيوټي اين اين پروډيوسرانو “شان محمد” او “سلمان احمد” تيارکړی، چي د فاټا اوخيبرپښتونخوا پينځو ريډوسټيشنو نه نشر کيږي۔

رپورټران: علي ا فضل، ماه روح جبېن، ګل محمد ، ملک عظمت،  نبي جان اورکزي، رضوان محسود، شاه خالد، شاه نواز خان آفريدي او حکمت شاه

فیس بوک تبصرې

د اړوندو مضمونونو

Scroll Back To Top

د ټي اېن اېن موبائل اېپ ډاؤن لوډ کړئې

فیچر او انٹرویو – تازه

  • نرخونو کښي په اضافې نايان کلي نه ويستې شوي photo (1)

    عبدالستار د مردان کاټلنګ تحصیل په کهوئی برمول اولس د پخلې او سرسنت نرخونه سیوا کولو باندې قصب ګر د کلې نه ویستلو فېصله کړي ده. دې لړ کښې د کلې اصلاحي کمیټۍ ټول دوکاندار قصب ګرو ته سوداګانې ورکولو او عام اولس دوې سره تعلق ساتلو نه منع کړي دي ولې دې نه علاوه […]

  • په صدارتي ایوارډ څه وکړو چې بچې مو نهر دي D I K 2

    رضوان محسود ډیره اسماعیل خان کښې په لرګو، دیوالونو او نورو څیزونو د نقش و نګار کاریګرۍ لپاره مشهور د محمد وسیم خاندان وائي چې دې هنر له وجې نه خو دوې ته پخپله څه فائده میلاؤ شوه نو ترې بل چا څه ګټه ترلاسه کړه. په شیشم ،نورو لرګو او قالینونو د محمد وسیم […]

ډیر مشهور

    ګړيوم تحصيل کښي د سکولونو نيشتوالي له وجي جينکئ بيزي څرئ

ګړيوم تحصيل کښي د سکولونو نيشتوالي له وجي جينکئ بيزي څرئ

نور یی ولوله
    الزام نه چي څه حقيقت وو هغه مي وئيلي: داوړکنډې

الزام نه چي څه حقيقت وو هغه مي وئيلي: داوړکنډې

نور یی ولوله
    مهمندو کښې په خوراکي توکو ټيکس ختم کړے شو

مهمندو کښې په خوراکي توکو ټيکس ختم کړے شو

نور یی ولوله
    د بلوچستان تربت سيمي نه نور پنځه مړي موندلي شوي

د بلوچستان تربت سيمي نه نور پنځه مړي موندلي شوي

نور یی ولوله
    د اسلام آباد انتظامي د دهرني ختمولو لپاره ټولي تيارياني ترسره کړي

د اسلام آباد انتظامي د دهرني ختمولو لپاره ټولي تيارياني ترسره کړي

نور یی ولوله

بدلون

  • اصلاحاتو نفاذ په لړ کښې د نهم اکتوبر دهرنه او د وزيراعظم وعدے

    وفاقي کابينې د فاټا اصلاحاتو په لړ کښې د کميټي مرتب شوې سفارشات نن نه اتۀ مياشتې وړاندې منظور کړې دي۔ ولې تر دې دمه دې له عملې شکل ورنکړے شو۔ فاټا اصلاحاتو ته  زر تر زره ختمي شکل ورکولو لپاره د قومي اسمبلې غړي الحاج شاه جې ګل آفريدي وفاقي حکومت ته غوښتنې وړاندې […]

  • قبائلي سيمو ته د پېښور په ځائي د اسلام آباد هائي کورټ غزولو تجويز

    قبائلي سيمو کښي د انتظامي بدلون او ايف سي آر خاتمې لپاره د ستمبر کال دوه زره پنځلسم نه په قومي او مقامي کچ کوششونه روان دي، خو ولي دي عمل کښي د سياسي اختلافاتو له وجي تر دي دمه څه خاص نتيجه تر لاسه نه شوه۔ بل طرف د نوي وزيراعظم شاهد حقان عباسي […]

  • د ډېرے مودے ځنډېدلي فاټا اصلاحاتو بيا بحالي او د رواج اېکټ په ځائي نوے مسوده

    د کال دوه زره پنځلسم نه شروع شوي فاټا اصلاحات د سياسي اختلافاتو وجي د ځنډ ښکار شوي وو، او هم دې وجې نه په حکومتي سطح هم دې لړ کښې څه خاص ګامونه نه دي پورته شوي، ولي نوے وزير اعظم شاهد حقان عباسي او کابينې اوس يو ځل بيا دغه عمل بحال کړو […]

فیس بوک باندی طماس اولرئی

منزل په لور

  • فاټا کښې په سوونو سکولونه غيرفعاله او بند ولې؟ Naseer Shah Pic (3)

    قبائلي سيمو کښې د امنيت بحالي سره قريبا د ټولو رجسټر کډوالو د واپسۍ عمل پوره شوې دې  ولې د فاټا سيکرټريټ نه ترلاسه شوې شميرے ترمخه دا وخت قبائلي سيمو کښي د پنځو زرو نه زيات سرکاري سکولونو کښي قريبا نهه سوه سکولونو کښې يا خو د ليک لوست عمل په ټپه ولاړ دې […]

  • قبائلي سيمو کښې دبد امنۍ نه معزوره کسانو بحالي، د دوي مسئلے او غوښتنې Abdul Ali Disable of Sadda Kurram Agency

    قبائيلي سيمو کښې د معزروه کسانو مستنده شميره اګرچه معلومه نه ده ولې د مختلفوغير سرکاري او فلاحي تنظيمونو نه ترلاسه شوې شميرے ترمخه د ماشومانو، نارينه او زنانو په شمول باجوړ ايجنسې کښې دا وخت اوونيم زره، خيبر ايجنسې کښې قريبا پينځه زره او کرم ايجنسې کښې شپاړ س سوه معزوره کسان موجود دي۔ […]

  • بد امنۍ له وجې سکول نه پاتې شوې قبائلي ماشومانو لپاره”ګولډن چانس“ Samreen student at alternate learning school khyber agency

     قبائلي سيمو کښې د تيرو پينځلسو کالو راهسې د بد امنې له وجې په زرګونو ماشومان د ابتدائي تعليم نه محرومه پاتې شوې دي۔ د قبائلي ماشومانو دغه تعليمي محرومي ختمولو لپاره فاټا سيکرټريټ د فاټا ايجوکيشن فاونډيشن په مرسته دغه سيمو کښې د الټرنيټ لرننګ سکولز په نوم يوه منصوبه شروع کړې ده۔ د […]

ټویټر باندی طماس اولرئی

ارکائیو

November 2017
M T W T F S S
« Oct    
  1 2 3 4 5
6 7 8 9 10 11 12
13 14 15 16 17 18 19
20 21 22 23 24 25 26
27 28 29 30