د وسله والو سره مرستو په تور ټرمپ انتظامیه پاکستان کښې ډرون حملو کښې اضافه کولې شي

امرېکې وئيلې چې وسله والو سره د تعلقاتو په معامله د پاکستان خلاف څه قسمه ګام پورته کولو نه وړاندې به دوې یو وارې ضرور پاکستاني چارواکو سره خبرې اتري کوي. د امرېکې د دفاع سیکرټري جېمز مېټس وئیلې چې په دې اړه به پاکستان سره په شریکه د تګ لارې ټاکلو کوشش کوې خو ولې که کامیاب نشول نو صدر ټرمپ هر قسمه ګام پورته کولو ته تیار دی. دوې دا هم اویل چې دې لړ کښې به ډیر زر د پاکستان دوره هم کوي. خبري ادارې روئيټرز وئیلې چې افغانستان کښې د وسله والو سره د مرستو په تور ټرمپ انتظامیه پاکستان کښې په ډرون حملو کښې اضافه کولې شي ولې دې نه علاوه د پاکستان غیرنیټو اتحادي درجه هم کمولی شي. بلخوا د پاکستان خارجه وزیر خواجه آصف هم دا وخت د واشنګټن په دوره دی او سباله به د امرېکې د دفاع وزیر ریکس ټیلرسن سره ملاقات هم کوي.