د فاټا بدامني نه متاثره کاروباريانو صنعت او روزګارونو بحالې لپاره د سميډا امدادي پروګرام

د قبائلي سيمو اولس د تيرو څو کلونو راهسې د خرابو حالاتو او بے کورې له وجې ډيرو نقصاناتو سره مخ شوې دې۔ د بد امنۍ او بے کورې له وجې د دغه خلقو خپلو سيمو کښې پاخه کاروبارونه هم خراب شوې دي۔ ولې خپلو سيمو ته واپس شوي اولس لپاره حکومت د نورو يو شمير کارونو سره د دغه سيمو اولس کاروبارونو بيا بحالې لپاره هم هلے ځلے شروع کړې دي۔
د اولس ژوند خپل ډګر ته راوستو او دوي بحالې لپاره د دوي واپسۍ نه پس حکومتي هلےځلے روانے دي۔ دې لړ کښې د وفاقي حکومت وړو او درميانه کاروباریانو مرستې کوونکې ادارې سمیډا خېبرپښتونخوا سره سره د بدامنۍ او افتونو نه متاثره شوې د فاټا کاروبارونو بحالې لپاره هم د مالي امداد پروګرام دويمه مرحله شروع کړې دی. د سمیډا تر مخه اي آر کے ایف يعني اکنامک ریوائیټاليزیشن آف خېبرپښتونخوا اېنډ فاټا په نوم دغه منصوبه کښې به کاروباريانو کښې یو ارب شپاړس کروړه روپۍ تقسیمولې شي۔ ولې قبائلي کاروباريانو سره د خبرو نه پس واضحه شوې ده چې دغه خلق د حکومت او امدادي ادارو د امداد نه مطمئن نه دي۔ شمالي وزيرستان ميرانشاه سره تعلق لرونکې طارق داوړ په دې حقله وائي چې حکومت دعوے او وعدے خو ډيرے کوي ولې سر ته ئي نه شي رسولي
”دعوې زياتې کيږي کار کم کيږي، د بنو او ډيره اسماعيل خان او ټانک نه د ميرانشاه کاروبارونه ډير خه وو، چې کله د خلقو واپسې اوشوه نو څنګه چې اولس د سميډا او نورو حکومتي ادارو نه توقعو کوله هغه توقعو ئي پوره نشوه، د چا چې شل لکه روپۍ نقصان شوې دې نو د هغې په نسبت يو لاکه روپې هم نه دي ورکړې شوې“
د اورکزئي ايجنسۍ ملاخيل قبيلې سره تعلق لرونکې شاهد اورکزئي وائي چې ايجنسې کښې د ډبوري، غلجو، ميشتي او خديزو په شان لوئي مارکيټونو کښي د اولس لوي کاربارونه مکمل ختم شوې دې۔ ولې کاروبار کښې امداد خو څه کئي چې حکومت ئي د هيڅ خبرے تپوس نه کوي۔ دوي غوښتنه کړې چې د اورکزئي محرومه اولس سره دې په خصوصي مرستې اوکړې شي۔ يو خوا که سميډا قبائلي سيمو کښې تيره مرحله کښي اولس سره د امداد دعوې کوي نو بلخوا شاهد اورکزئي وائي چې د دوې سيمې کاروباريان د سميډا د وجود نه هم ناخبره دي
”زما پخپله د ډبوري مين بازار کښې د پنځوس شپيتو لاکهو روپو کاروبار وو هغه په مکمله توګه ختم شوې دې، تر نن پورې نه خو چرته ارګنائزيشن او نه حکومت د طرفه څه قسمه امداد نه دې شوې او دغه غريب اولس سميډا تنظيم د سره پيژني هم نه“
د جنوبي وزيرستان سره روغه اوسيدونکې شفيق د حکومت لخوا د سيمه کښې د مارکيټونو بيا ودانۍ ګام ستائنه کوي نو دې دا هم وائي چې صرف په مارکيټونو ودانولو کار نه کيږي بلکه حکومت دې دوي ته روزګار لپاره کارخانے جوړې کښي او ځائي پيداوار ته دې وده ورکړې شي
”مارکيټونه جوړيږي، مکين کښې او سوډرخوا کښې زبردست کارونه شروع دي، د دې ستائنه کول پکار دي خو صرف دا نه چې خلقو ته دکانونه جوړشي، حکومت له پکار دي چې دلته خلقو ته روزګارونه شروع کړي، کارخانې دې اولګي، د دې ځائي مقامي پيداوار لکه ميوې يا نور يو شمير پراډکټس دي هغې له دې وده ورکړې شي“
د نورو ايجنسو کاروباريانو ګيلې په خپل ځائي ولې د باجوړ ښار پاټک بازار عبد الجبار وائي چې هم د سميډا په مالي مرستو ئي يو ځل بيا خپل د کمپيوټر سنټر بحال کړو چې نه يواځې د دۀ بلکه د نورو ځوانانو دپاره هم د روزګار يو سبب اوګرځيدۀ
”مونږ ته يو ګرانټ ميلاو شو چې هغه درې لکه روپۍ وو، هغه ډير کم وو مونږ ته ادارے اووئيل چې ستا د سنټر رجسټريشن نيشته ځکه تا ته پيسې کمې ميلاو شوي نو دې نه پس ځه لاړم بورډ سره مې رجسټريشن اوکو، دې نه پس ماته شپږ لکه روپې اپګريډيشن راکړو، د ګرانټ اغستو نه پس ما څلور سوه ځوانان ما ټرين کړل، دغو کښې تقريبا پنځه ويشت پورې تربيت اغستونکي کسان خپل روزګار کوي، دا پروګرام چې نه وې نو ما خپل دغه انسټي ټيوټ دوباره بحال کولې نه شو“
د سميډا چارواکو وينه ده چې دې دويمه مرحله کښې به هغه کاروباريانو له په ترجيحي بنيادونو امداد ورکولې کيږي کوم چې تير ځل پاتې شوې وو۔ د سميډا معلوماتو ترمخه د فاټا لپاره به دغه پروګرام يو مياشت پس شروع کيږي او دې ګرانټ لپاره درخاستونه آن لائن، د سمیډا دفتر او سرحد چېمبر آف کامرس دفترونو نه ترلاسه کیدی شي۔
د فاټا متاثره تاجران د خپلو تباه شوې کاروبار او په دې حقله د سميډا او نور حکومتي امداد په حقله څه نظر لري۔ په دې حقله د اورکزئي ايجنسې وزير ګل ممبر وائي چې ”دکانونه او کاروبارونه مو تباه شوې دي ولې په اپر اورکزئې کښې له تر اوسه هيڅ چا سره امداد نه دې شوې، ځه د سميډا چارواکو ته اپيل کوم چې اپر اورکزو کښې خپل امداد دپاره سرګرمئ شروع کړي“
د باجوړ قوصر سيمې اوسيدونکې فضل مالک وائي چې ”زمونږ د فولټري کاروبار باالکل په ټپه باندې ناست دې، د سميډا ادارے روزګارونو لپاره څه امداد کړې وو خو ځه ډير خلق داسې پيژنم چې هغوي نه ئي پکښې نيمې پيسۍ د سميډا ملازمينو اغستې وي، سميډا سره زما اوس هم زما دوه فارمونه پراتۀ دي هغه پراسس چې کوم مونږ کړې وو نو هغه د دوه مياشتو پراسس وو د مختلفو ځيونو نه ويريفيکيشن مونږ کړې دې، اوس ګورو چې مخکې څه کيږي“
د کرم ايجنسۍ عيد ګل د سميډا دغه امدادي پروګرام په حقله وائي ”زما مشين وو او د شيټرنګ او دروازو کاروبار زما خپل وو، چې کله مونږ بے کوره شو او بيا واپس مونږ راغلو نو هغه سامانونه ټول څه خراب شو، څه ګاډو نا اوغورزيدل مات شو، نو کو سميډا زمونږ مدد اوکړې نو مونږ به خپل روزګار بيا شروع کړو“
بلخوا د مهمند ايجنسۍ کوډا خيلو ملک نادر منان مهمند وائي چې ”اوس وخت کښې نه خو د بيزو سيمه کښې نه خو روزګار شته او نه پکښي د روزګار موقع شته دې او د سميډا دا نوم مونږ اوريدلې دې، ځه د خلقو سره رابطه کښې يم کو هغه په خويزو کښې دي او که په بيزو کښې دي خو ځۀ دا شرطا وئيم چې دوي په خويزو بيزو کښې څه کار کړې وي او نه ئي دوي ماته ثابتولې نشي، خلق دا غواړي چې دوي راشي او مرستې ئي اوکړي“
د باړې خيبر ايجنسې ارشد وائي چې باړه کښې ئي يو هسپتال جوړ کړې وو کوم چې د بدامنۍ دوران تباه شوې دې ” پينځويشت لاکه روپو پورې نقصان مې شوې دې، سميډا ته مونږ درخواست کړې او ډيره منډه مې هم ورپسې وهلې وه او چې کوم پراسس وو هغه مې ورته ليګلي پوره کړل او بيا به ورپسې وخت په وخت تلم او پوښتنه به مو هم کوله خو آخره کښې راته سميډا واله اووئيل چې زمونږ ټارګټ اوس پوره شوې دې، دې نه پس کۀ نور فنډ راشي نو ستا په درخواست به غور کوو“
د شمالي وزيرستان محمد نور سيمه کښې د روزګارونو په حقله وائي ” د آپريشن نه مخکښې دلته خه خکلې کاروبارونه او مارکيټونه وو ولې اوس هر څه مسمار دي، حکومت وائي چې جوړوو به ئي درته خو جوړيږي نه، سميډا مونږ ته هيڅ نه دي راکړې“
د جنوبي وزيرستان تحصيل مکين سره تعلق لرونکې نور رحمان د سميډا مرستو په حقله وائي چې دا نوم ئې هم په اول ځل اوريدلې” په وزيرستان کښې خو نه دا اداره شته او نه ئي چا سره امداد کړې دې چې کاروبار پرې اوکړي“
د نورو قبائلي ايجنسو په ترس د خيبر ايجنسۍ باړي بازار نه صرف فاټا او خيبر پښتونخوا بلکه په ملکي کچ هم مشهورتيا لري۔ ولې د ځائي اولس بے کورې او عملياتو له وجې په کال دوه زره نهه کښې دغه بازار هم په مکمله توګه بندې شوې دې۔ د بازار بنديز له وجې د پينځو زرو نا زيات کاروباريان متاثره شوې دي چا چې د سميډا امداد لپاره هلې ځلې کړې دي۔ د باړې بازار او روزګارونو په حقله د بازار پخواني چيئرمين سيد آياز وائي
”د باړے بازار په هغه وخت باندي بند شو چې د روژے مياشت راروانه وه نو د مثال په توګه چې د چا د پينځو روپو وس کيدو نه هغه د شلو روپو سامان راوړے وو، نو زمونږ چي کوم مالونه وو نو ټول دلته پاتې شو، زما خپل د هول سيل روزګار وو او هغه وخت د اويا اتيا لکهو روپو وو چې ما کولو، نو هغه اويا اتيا لکهو روپو زما خپله سرمايه لاړه چې چا باندې مې قرض وو هغه هم لاړې، چې چا سره مې کار ژوند وو هغه هم ختم شو۔ دلته باړي بازار کښې نهه زره شپږ سوه دوکانونه وو دلته چې مونږ شمارنه اوکړه نو د روزانه په بنياد زمونږ درې څلور کروړه روپې تاوان کيدلو، اوس مونږ داسې يو چې در په در ګرځو، دوباره زمونږ وس نيشته ځکه چې هغه کوم څيز په پينځه روپۍ څيز وو هغه په پينځلس روپئ دې، نو کاروباري خلقو ته ډير مشکل دي، کال دوه زره دولس کښي مونږ ته سميډا لخوا اووئيلې شو چې ستاسو کاروبار بحالې لپاره د ورلډ بينک لخوا پيسې راغلې دي په دې نامه ئي زمونږ نه درخواستونه اوغوښتل، دې لپاره مونږ درخواستونه جمع کړل خو د درخواست ئي دومره اوږد پراسس ايخودې وو چې په هغې يو يو درخواست باندې زمونږ د درې نه څلور زره روپۍ زمونږ خرچه اوشوه، مونږ قريبا پينځه نيم زره درخواستونه مونږ جمع کړې وو، خو اوسه پورې نه خو مونږ سره امداد څه کئي چې رابطه هم نه ده شوې، اوس راته وائي چې اولنې فيز ختم شو دوئم فيز شروع کيدو واله دې خو مونږ ترې طمع نه لرو، ځکه چې دوي به خپل پراجيکټ روان کړي، دا چې کومې پيسې راغلې دي، هغه به خپلو تنخواګانو کښې ختمې کړې خو چاته څه ورکوي نه، اول فيز کښي ئي باجوړ کښې دوه درې کسانو ته ورکړې چرته وزيرستان کښې څو کسانو ته ورکړې، باړه کښې ئي هيڅ چاته هم پيسۍ نه دي ورکړې۔ ما چې د کاروبار لپاره د مرستو اشتهار اوليدو نو ځه لاړم د دوي دفتر ته هلته ځما دوي سره ميټنګ اوشو، مونږ اوس دا وايو چې په زړو درخواستونو دې اوشي ځکه چې بيا به زمونږ نه دومره ډيرے خرچے اوشي او دومره ټائم به رانه ځائه کړي، بهتره خبره دا ده چې ټېمونه دلته راشي اول سروے اوکړي او نومونه فائنل کړي او بيا هغې نه پس مونږ نه درخواستونه اوغواړي“
که يو خوا د سيد آياز په شان ګنړ شمير روزګاريان د سميډا په امدادي هلو ځلو ټکونه کوئي او په دې اړه ډيرے ګيلې لري۔ زمونږ خبريال نبي جان اورکزئي چې کله د يو مرکې په مهال د اولس دغه ګيلې او مسئلې د سميډا بحالې پروګرام پراجيکټ منيجر جاويد خټک ته وړاندې کړې نو هغه اووئيل چې دوي په ډېر خه شان خپلې زمه وارې تر سره کوي او په اوله مرحله کښې ئي مستحق روزګاريانو ته خپل حق په وخت رسولې دې۔ دۀ زياته کړې چې راروانه مرحله کښې به د هغه قبائلي سيمو روزګاريانو له په ترجيحي بنيادونو امداد ورکولې شي کوم چې په اوله مرحله کښې پاتې شوې دي۔ جاويډ خټک په دي اړه زياته کړې
”مياشت نيمه کښې به د سميډا لخوا د فاټا کاروباريانو ته د ګرانټ ورکولو پروګرام هم شروع شي، ځه ستاسو په وساطت قبائلي رونړو خويندو ته خواست کوم چې مهرباني دې اوکړي چې کاغذونه دې د اوس نه تيار کړې، لکه د دوي چې کوم نقصان شوې دې، هغه وخت چې دۀ سره څومره څامان پروت وو يا د دۀ په بلډنګ څومر پيسې لګيدلې وي۔ يا مثال دې کوم مشين اغستل غواړي نو دا ټول کاغذونه دې تيار کړي۔ بله دا چې د ټريډ ايسوسي ايشن نه يا د چيمبر نه دې ليټر راواخلي که هغه نه ورکوي نو دوي د اے اپي اے نه هم ليټر راغستې شي۔ هغه به دا ليکي چې واقعي د دې سړي دا کاروبار وو او دومره وخت نه وو۔ دا خو داسې پروګرام دې چې نه خو پکښي موډګيج (ګاڼره کول) شته او نه ګرنټران شته۔ د يو قسم له ګرانټ او امداد دې چې هغه کس په خپلو خپو باندې بيا اودريږي، او دې لړ کښې مونږ څومره امداد کولې شو لکه خدائے مه که د چا کاروبار تباه شوې دې نو دې لپاره پينځه ديرش لکه ګراټ دې او که څوک وائي چې خپل روزګار خه کولو يا دې کښې وسعت راوستو دپاره دې يو مشين اغستل غواړي نو هغي دپاره شل لکهه روپې ګرانټ دې او دې کښې به دې نيمې پيسې خپلې ورکوي او نيمي به ورله پروګرام لخوا ورکول کيږي، مثال په توګه کو يو کس د لسو لاکهو روپو مشين اغستل غواړي نو پينځه لکهه به مونږ ورکوو پينځه لکهه به دې خپلې لګوي۔ دا ځل زمونږ فوکس په هغه ايجنسو باندې دې کومو ته چې تير ځل مونږ ګرانټ نه دې رسولې۔
د دغه خلقو ګيله په ځائي باندې ده ځکه چې تيره مرحله کښې مونږ دغو ځيونو ته تلې نشو او هلته اجازت هم نه وو او اوس دا ټولې علاقے کهولاو دي لکه د خيبر ايجنسۍ باړه شوه يا دا نورې ايجنسۍ چې کومې پاتې وې نو دا به انشاالله دې ځل په ترجيحي بنيادونو کيږي۔ او دا شکايت چې دوي وائي چې منظور نظر خلقو له امداد ورکړې شوې دې نو د دې په ضواب کښې زۀ وائم چې دې نظام کښې غلا کيدې نشي د هغې وجه درته زۀ خايم چې دې کښې غله کيدې نشي ځکه چې دې کښې يو خپل ټيکنالوجي سسټم دې د هغې مطابق چې څنګه نن اپليکيشن راشي نو هم نن به نمبر الاټ کيږي او هم هغه کس ته يو ايس ايم ايس هم لاړ شي، نو زۀ کو ايک نمبر فائل پريږدم او دوئم نمبر اوچتوم نو ورلډ بينک ته هم پته لګي او صوبائي حکومت ته هم پته لګي ځکه چې دې سسټم کښې ټول لنک دي نو ځه پکښې دو نمبري کولې نشم۔ بے شکه يو کس به کال دوه زره ديارلس څوارلس کښې درخواست جمع کړې وي خو چونکه هغه پيسې دومره چې څومره کسانو ته پوره شوي وې نو هم هغه ځائي باندي ختم شوے کنه ځکه چې دا خو محدود فنډ دې ټولو خلقو ته خو نشي پوره کيدې کنه۔ مونږ باقاعده يو ترتيب کښې راځو چې د چا اول نمبر وي هغه به اول کېږي۔ که چاته ګرانټ ميلاويږي که نه خو زۀ به د هغۀ فائل تياروم، زۀ به فيلډ کښې د هغۀ اسسمنټ کووم باقي ګرانټ ورکول نه ورکول يا کم زيات ورکول د کميټۍ کار دې او هغه کمېټۍ کښې د مختلف ادارو اتۀ کسان دي، دا د هغوي مشترکه فيصله وي“۔
نوټ: دا مضمون د ريډيو ټي اين اين پروګرام ”د منزل په لور“ نه اخستې شوے دے۔ پروګرام کښې د قبائيلي سيمو نه بے کوره شوې کډوالو د ژوند او بيرته واپس شوؤ خلقو په حقله خبرے کيږي۔
دغه پروګرام د ريډيو ټي اين اين پروډيسرانو ”شان محمد“ او ”سلمان احمد“ تيارکړې دے، کوم چې د فاټا او خيبرپښتونخوا پينځه ريډيو سټيشنو نه نشرکيږي۔
رپورټرز: شاه خالد شاه جي، نبي جان اورکزئي، شاهنواز آفريدي، ګل محمد مهمند، ملک عظمت حسين، علي افضل افضال، رضوان محسود، ګوهر وزير