د صوابئ ګلالئ اسماعيل ته نړيوال ايوارډ ورکړے شوے

د زنانو حقونو لپاره کار کوونکې او تشدد خلاف آواز پورته کوونکې د صوابۍ ګلالئي اسماعیل ته انا پوليتکوسکايا نومې نړي وال ورکړی شوي دي. لندن کښې د را اینډ وار نومې ادارې لخوا ګلالئی اسماعیل ته دغه ایوارډ د بهارت وژلې شوې خبریالۍ ګوري لنکش سره په شریکه ورکړی شوي دي. را اینډ وار وئيلې چې ګلالئي اسماعیل د شپاړس کالو په عمر کښې د زنانو حقوو لپاره خېبرپښتونخوا کښې د اوئیر ګرلز په نوم غیرسرکاري اداره پرانستې ده او زنانو سره د ناانصافۍ او زور زیاتي خلاف نه صرف اواز پورته کوي بلکه اولس کښې پوهه هم راولي. ایوارډ میلاویدو باندې ګلالئي اسماعیل خوشحالي ښکاره کړې او دا ئي ځآن لپاره ویاړ بللی دے. بلخوا ملاله یوسفزئي هم په دغه ایوارډ ګلالئي اسماعیل ته مبارکي ورکړي ده.