د شریفه بي بي ویډیو جوړونکې ملزم نه لس موبائلونه برآمد
ډیره اسماعیل خان پولیس د شریفه بي بي د بیحرمتۍ کیس په اړه خپل نوې رپورټ پيښور هائی کورټ کښې جمع کړی دی. دغه پيښه نومبر میاشت کښې مخې ته راغلي وه چې پکښې څه زورآورو کسانو په خانداني شخړه د مخالف ډلې جینۍ شریفه بي بي محلو کښې بې پردې ګرځولې وه. کیس کښې هائی کورټ پولیس ته هر پنځلس ورځې پس د تحقیقاتو نوې رپورټ جمع کولو وینا کړيده. د عدالت هیومن رائټس سیل کښې جمع کړی شوې رپورټ کښې وئيلې شوې چې د جینۍ ویډیو جوړونکې رحمت الله نه لس موبائلونه قبضه کښې اخستل شوې او فرانزک ټیسټ لپاره لیبارټرۍ ته استولی شوي دي. رپورټ تر مخه پولیس پيښه کښې ککړ لس ملزمان نیولې ولې مرکزي ملزم سجاول اوس هم مخرور دي د چا لټون لپاره چې هلې ځلې رواني دي.