‘ د ريګي للمي په زمکه دے د شخړي هواري پوري ترقياتي کارونه اودرولي شي‘

د پيښور ریګې للمې اوسیدونکې په ډي ایچ ای د خرڅې شوې زمکې شخړې هواري پورې په دې د ترقیاتي کارونو نه کولو غوښتنه کړې ده. ریګې قومې اتحاد دې لړ کښې نن یوې خبرې غونډې ته اویل چې د قبیلې بعضې مشرانو په ډي ایچ ای خرڅ کړې زمکه کښې د کروړونو روپو کرپشن کړی دی. دوې زیاته کړې چې ډي ایچ ای ټاؤن لپاره د ریګي قام پنځلس سوه جریبه پورې زمکه ورکړي ده ولې د هغې پیسې چې کومه مشرانو ته میلاؤ شوي هغوې ټولو کورنو کښې برابر نه دي تقسیم کړی. دوې تور لګولی چې دغه مشرانو في جریب په پنځه پنځوس لکه خرڅ کړی ولې دوې ته ئي دغه نرخ دیرش لکه یاد کړی دی ولې دې نه علاوه ئي بعضې زمکه په غلا هم خرڅه کړې ده. د خبري غونډې په موقع ډاکټر نواز اوویل چې د دې شخړې هواري لپاره وزیراعلی یوه کمیتي هم جوړه کړې وه ولې هغې هم تر دې دمه خپل رپورټ نه دی تیار کړی دی. دوې دهړکه ورکړه چې تر څو ئي دا مسئله نه وې حل شوې تر هغې به ډي ایچ ای په دغه زمکه کار شروع کولو ته نه پریږدي.