خيبر ايجنسۍ کښې د پخواني اثارو پټې خزانے

شاه نواز آفريدي
د وفاق انتظام لاندے قبائلي علاقه خيبر ايجنسې کښې موجود د زرګونو کالو پخواني اثارو نه د دې سيمې تاريخي اهميت په ډاګه کيږي۔ ولې د حفاظت نه کيدو له وجې د دغې اثارو ورکيدو انديښنه څرګنديږې۔ د خيبر پښتونخوا پخواني اثارو محکمې ډائريکټر ډاکټر عبد الصمد خان وائي چې جمرود کښې ورته د هغه وخت اثار هم ميلاو شوې دي کله چې به انسانان په غارونو کښي اوسيدل
”زيات تر پکښې بده مت دي د انګريز زمانے پکښې ډير زيات دي، خو مونږ ته پکښې دوه درے اثار د هغه زمانے هم ميلاو شوې دي کله چې انسان غار کښې اوسيدو، سټون ايج چې ورته وائي، بدهسټ آثار ډير زيات دي يو خو علي مسجد يا شپوله سټوپه ورته وائي هغه خو په روډ باندې ښکاري خو دې نه علاقه شلو نه ديرشو پورے سټوپاګانے نورے هم مونږ ډاکومينټ کړې دي، کومې چې خه غټې غټې سټوپاګانے دي، نو زۀ وس هم دغه يقين لرم چې نه صرف خيبر ايجنسې بلکه که د پوره فاټا مناسبه آرکيالوجيکل سروے او ډاکومينټيشن اوشو نو دا د بندوبستي علاقو نه زيات اثار به پکښې راوځي“
د جمرود تاريخي علي مسجد سره نيزدې زيړي په مقام د روډ نه پنځوس فټه اوچته شپوله سټوپے په اړه تاريخ دان ټيپو محمد خان خپل کتاب کښې ليکلي چې دوئمه صدې کښې د بده مت منونکو جوړه کړې ده۔ شپوله سټوپه نن صبا د فرنټيئر کنسټبلري په ولقه کښې ده ولې دې نه وړاندې د مقامي خلکو د خزانو په لټون کښې دې ته ډير ځيان رسولې دې۔ مقامي تاريخ دان خليل خان آفريدے وائي چې د دې سټوپه په رنګ خيبر ايجنسې کښې نور ګنړ شمير اثار هم د حکومتي بے غورے له وجې متاثره شوې دي
”دې کښې ډير زيات اثار شته دلته د پسد خيلو يو علاقه ده هغه ځائے کښې د اشوکا دور ديوالونه دا کنډراتو نمونه پيش کوي ځکه چې د دلته د اثارقديمې حفاظت لپاره هيڅ کوټلې ګامونه نه پورته شوې،دې کښې قيمتي جواهرات وو ، غمې وو پکښې، سټيچوز وو پکښې کوم چې د انګريز دور حکومت کښې ترې خلکو اوړلې، او بيا هم د دغه علاقے خلق پرې راخبر شو او خه په بے دردۍ سره ئي پکښې کهدائے اوکړے او دغه څيزونه ئي څه مات کړل او څه ئي د خپلے فائدے لپاره خرڅ کړل“
د لنډيکوتل زخه خيل قوم ملک محمد شفيع وائي چې د کهدائي په وخت ګنړ شمير بتان دوي په خپله هم مات کړې دي ”ما چې کوم وخت کښې دا ځائے جوړولو کنه نو دې کښې به اوخان راوتل، خچرے به پکښې راواتل، واړۀ ماشومان به پکښې راوتل کوم چې به د چونے نه جوړ وو، دغه څيزونه به مونږ مات کړل، پويدو به نه بس مات به مو کړل، مونږ به ګنړل چې دا خو بوتان دي او بيا مو ايمان خرابيږي، روستو به بيا خلکو اوخکل او اندر شهر بازار کښې به ئي خرڅول، او وس هم پکښې خه ډير دي، دومره ډير بوتان دي پکښې چې شمار به ئي اونه کړے“
د خپل زمکې اهميت له وجې د خيبر دره د سلګونو کالو راهسې د جنګيالو تګ لاره پاتې شوې ده۔ د چا نښې نښانے چې وس هم دغلته موجود دي۔ دغه نښو کښې د جنګيالي تيمور لنګ ځانګړې پهانسي ګهاټ هم شامل دې۔ د پهانسي ګهاټ په اړه تاريخ دان خليل آفريدې وائي”مچني چيک پوسټ دې دې نه لاندې د تيمور لنګ پهانسي ګهاټ دې، دا په ديارلس سوه اتۀ کښې جوړ شوې وو او ديارلس سوه اتۀ نوي پورې استعمال کښې وو، دا يو ځانګړې پهانسي ګهاټ وو ځکه چې کوم سړے به ئي پهانسي کوو نو په پينځه څلويښت ډګري باندې ئي يو هال جوړ کړې دې دغه کښې به ئي سړے خه سخت اوتړلو او بيا به ئي د بره نه راپريخودو نو بليډونه پکښې لګيدلې وو، هغه به ليټ په ليټ اوړيدو او بيا به د قيمے په شکل کښې بهر ترې راوتلو، دا وس هم موجود دې او خلق ورته سيل له د لرے لرے ځيونو نه راځي“
د خيبر ايجنسي تارېخ دغه خزانے کو پخوا حکومتونو او انتظاميئے نظر انداز کړې دي ولې اوس د ايجنسي پوليټيکل انتظاميئے د خيبر پښتونخوا ارکيالوجي ډائريکټريټ په مرسته ټوله ايجنسي کښې سروے شروع کړې ده او په لاس راتلونکي اثار د پيښور عجائب ګهر کښې محفوظولي شوي۔ د دغه سروے په حقله ډاکټر عبد الصمد ټي اين اين ته اوئيل ”د خيبر ايجنسے دوه تحصيلونو سروے مونږ اوکړه، په جمرود تحصيل کښې يو سل او ديرش اثار قديمه مونږ ته ميلاو شول، په لنډي کوتل کښې مونږ د نيم تحصيل سروے مونږ کړې ده په هغې کښې څلويښت اثار مونږ ډاکومينټ کړې دي، د هغې يو رپورټ مونږ جوړ کړې دې کيدې شي ډير زر د خيبر ايجنسې پوليټيکل ايجنټ هغه کتاب شکل کښې شائع کړي، سيمه کښې د عملياتو له وجې نه مونږ دا کار لګ سلو کړو، ولې وس منصوبه لرو چې د خيبر ايجنسۍ دے نورو تحصيلونو کښې هم مونږ دا سروے پوره کړو چې مونږ ته پوره پته اولګي“
د اقوام متحده قوانينو ترمخه هر هغه ودانے يا نښے به اثار قديمه ګرځولې شي د کومو عمر چې د سلو کالو نه زيات شي او د هغې حفاظت به د متعلقه حکومت زمه واري وي۔
دغه قوانينو ترمخه د خيبر ايجنسې سختو غرونو کښې ويستلې شوي د انګريز دور ريلوے پاټلے، دلته د برطانيئے دور حکومت کښې جوړ کړې شوې زمکې لاندې مورچے، هسپتالونه او يو شمير هديرے اثار قديمه ګرځولې شوې۔ مورخين وائي چي د خيبر ايجنسې دغه پټے خزانے برسيره کولو سره به نه صرف تاريخ محفوظ شي بلکه دې کښې د ملکې او غير ملکي خلقو دلچسپې سره به دا سيمه د سيلګرې يو مرکز هم اوګرځي۔