بد امنۍ نه متاثره قبائلي سيمو کښې د وزير اعظم صحت کارډ سهولت، د اولس غوښتنۍ او مسئلے

وفاقي حکومت په ملکي کچ بے وسه اولس له د صحت مفت سهولتونو ورکولو په غرض وزير اعظم نيشنل هيلته پروګرام د کال دوه زره پينځلس دسمبر په اخري نيټه شروع کړې دې۔ د پروګرام لاندي دغريبو کورانو په صحت يو کال کښي درې لاکهه روپۍ خرچ کولي شي۔ په دريو فيزونو کښې تقسيم کړې شوې پروګرام اولني مرحله کښې د ملک نورو يوشمير برخو سره الن ساعت د فاټا خيبر او باجوړ ايجنسو اولس هم دغه اسانۍ تر لاسه کړے دي۔
د فاټا سيکرټريټ نه ترلاسه شوې معلوماتو مطابق وزير اعظم صحت کارډ د بے نظير انکم سپورت پروګرام سروے لاندې منتخب شوې بے وسه اولس له ورکولې کيږي۔ دغه سروے د قبائلي سيمې جنوبي وزيرستان نه علاوه ټوله فاټا کښې ترسره شوې ده۔ کومي لاندې چي تر اوسه د باجوړ ايجنسۍ قريبا دوه اتيا زره او د خيبر ايجنسۍ اوؤه نيم پنځوس زره خاندانونو ته دغه کارډونه ميلاو شوې دې۔ د خيبر ايجنسۍ عالم ګودر اوسيدونکې محبت خان وائي چې د واپس شوې کډوالو لپاره دا د حکومت يو ډير خه اقدام دې، خو د کارډ استعمال کښي راوستو يو کال مدت کښي پکار ده چي اضافه اوکړے شي۔
”زمونږ ورته له تر اوسه ضرورت نه دې پيخ شوې نو له تر اوسه مو نه دې استعمال کړې، نو کو د دې معياد ئي راله زيات کړو دا به ډيره خه خبره ځکه چې که زمونږ ورته دوه کاله پس ضرورت پيښ شو نو بيا به ئي هم استعمالولې شو، غربت دې کله ديهاړي وي او کله نه وي، د غربت له وجې نه زمونږ دي سهولت ته ډير ضرورت دې، په دې مونږ د حکومت او ټولو چارواکو شکر ګزار يو“
محبت خان که څه هم د کارډ په ميلاويدو خوشاله دې خو د باجوړ ايجنسۍ شاګو اوسيدونکي سليم الله ګيله لري چې د کارډ حاصلو طريقه کار ګران دے او دوي د کارډ په ذريعه د علاج مرستو نه هم مطمئين نه دي، نو ځکه د حکومت نه په دي لړ کښې د نقدو مالي مرستو غوښتنه کوي۔
”د دې پراسس ډير انتهائي ګران دې، د دې خپلې سنټرے دي هغې ته به ځې او سفارشونه به کئي، مونږ دا هم کتلې دي چې يو آپريشن کيږي او په هغې اووۀ يا اتۀ زره روپې راځي نو هم هغه آپريشن چې د کارډ په ذريعه کيږي نو خرچه پرې شل نه پينځه ويشت زره روپو ته اورسوي، نو دا پيسے هسې فضول ضائع شي، نو کو د دې کارډ په ځائي غريب اولس سره سالانه يا د مياشتے نغد مالې امداد کيدلي نو هغه به د دې نه ډيره بهتره وي“
هم د باجوړ ډاګ عليزو اوسيدونکې په خپو معزوره ګلزاده صرف د دې وجې د کارډ حصول نه محرومه پاتې دې چې دغه کارډ شناختي کارډ کښي موجود د خاندان نمبر په بنياد ورکول کيږي۔ ګل زاده وائي چې خپل خاندان لري او غربت ئي هم دې ولې پلار ته د کارډ ميلاويدو باندې دۀ ته وئيلي شوي چې دې ئي مستحق نه دي او دغه شان ډير غريب اولس دې مسئلے سره مخ دي۔
”زۀ ډس ايبل هم يم خو پروګرام واله راته وائي چې ستاسو والد صيب ته ميلاو شوې دې نو چونکه ستاسو خاندان يو دې نو تاسو ته به نه ميلاويږي، بلکه مونږ باجوړ کښې ټول اووۀ نيم زره معزوره دي دې ټولو ته نه دې ميلاو شوې“
بلخوا د خيبر ايجنسۍ باړے عظمت خان د کارډ ميلاويدو باوجود هم د دې سهولت نه مايوسه دې او وائي چې که يو خوا د بدامنۍ نه متاثره سيمو کښې دعلاج سهولتونه نيشته نو بلخوا دغه کارډ د پښتونخوا سرکاري هسپتالونو کښې نه قبليږي او د بيا بيا کړاو باوجود ورته په شخصې هسپتالونو کښې هم د کارډ په ذريعه د علاج سهولت نه دې ورکړي شوي۔
”زۀ په کارډ علاج لپاره رحمان هسپتال له لاړم نو هلته ئي راته اووئيل چې دا پيکيج مونږ سره وو خو اوس د بل هسپتال له اوړيدلي دې، بيا چې بل هسپتال له لاړم نو هغوي هم وې چې اوس دا مونږ نه هم اوړيدلي دې، زۀ بيا پمز هسپتال ته لاړم هغوي هم راته اووئيل چې مونږ سره دا پيکيج وو خو اوس ختم شوې دې، نو ما وئيل چې دا څنګه صحت کارډ دې چې مونږ ته ئي فائدے خودلې وې خو شته نه، بهر حال زۀ ملامته راغلم او هيڅ کار مې پرې اونشو، زمونږ مريض ډير سخت دېخپه ئي په شوګر کښې خرابه شوې ده او ما پې تر اوسه اتيا زره روپے هم لګولې دي، ټرائي مې اوکړه خو کار اونشو، بس هغه ځل چې زۀ خفه راغلم نو بس بيا ما وئيل چې اوس هم پرې علاج نه کيږي نو بيا نه يم تلي“
بلخوا د پروګرام چارواکي دعوې لري چې دغه کارډ پروګرام سره رجسټرډ شوي سرکاري او شخصي دوانړو هسپتالونو کښې په کار راوستې شي۔ او د دې په ذريعه د کارډ اغستونکي مور پلار، خځه او بچي د صحت سهوليات ترلاسه کولې شي۔
د خيبر او باجوړ په ترس د شمالي او جنوبي وزيرستان ترڅنګ کرم، اورکزي او د مهمند ايجنسو ته واپس شوي اولس لپاره تر دې دمه د وزير اعظم صحت کارډ ورکړے سلسله نه ده غزولې شوې۔ په دې اړه شمالي وزيرستان ميرانشاه طارق داوړ وائي ”چي د خلقو روزګارونه نو څه طريقه به ئي جوړيدله او د صحت خيال به ئي ساتلې شو خو اوس خو نوي فيصده خلق بے روزګاره ناست دي، نو ډير زيات ضرورت دې ځکه چې ډير غريب خلق دې او زۀ وايم چې د صحت کارډ خو د ټولو نه اول زمونږ خلقو ته ضرورت دې“
بلخوا د جنوبي وزيرستان تحصيل سراروغه سره تعلق لرونکې فدا محمد وائي ”صحت کارډ ډير ضروري دے ځکه چې خلق دلته مالي او ځاني ليول باندې ډير زيات متاثره شوې دي، نن صبا خو د صحت اخراجات ډير زيات شوې دي نو دغه د پاره ضروري ده چې دا کارډ خلقو ته ورکړې شي“
د اورکزو قوم ربيعه خيل بسم الله خان وائ ي چې ”نورو ايجنسو کښې خلقو ته د صحت کارډونه ورکړې شوې دي خو زمونږ اورکزو کښې اوسه پورې چا ته کارډ نه دې ورکړې شوي، بيمارے زياتې شوې دي دا خلق بيمار دي د چا کينسر دي د چا زيړے دې نو پکار ده چې مونږ ته هم دا کارډ ايشو شې چې زمونږ د غريبو خلقو علاج هم مفتو کښې اوشي مونږ د صحت په باره کښې خپله حصه غواړو“
د کرم ايجنسۍ بنګش قوم قوبت شاه خيل سره تعلق لرونکې سيد سرتاج حسين د وزير اعظم صحت کارډ په حقله وائي ”مونږ له هيڅ قسم ته کارډونه چا نه دې راکړې، ځه به درته د ځان اووئيم چې زۀ معزوره هم يم، حق هم لرم او مستحق هم يم، که دا کارډونه زما غوندې دنا معزوردي که هغوي ته ميلاو شي نو دا به ډيره خه وي“
د مهمند ايجنسۍ حليمزو تحصيل ملک نثار هم د خيبر پختونخوا او فاټا بعضې ايجنسو په شان د خپلي سيمې خلقو لپاره د صحت کارډ غوښتنه کوي ”پکار دا ده چې مونږ ته هم دا صحت کارډ ميلاو شي څنګه چې په کے پي کے کښې ميلاو دي، بل دا دې د سياسې خوښي نه هټ کر په ازادانه ذريعه باندې اوشې چې غريب او مستحق خلقو ته خپله حصه ميلاو شي، يو انسان دې چې هغه يو سياسي جماعت سره تعلق نه ساتي او هغه کارډ جوړول غواړي نو که چرے هغه د پارټي ورکر وي خو ډيره خه ده خو که هغه د پارټي ورکر نه وي نو هغه ته صحت کارډ نه ميلاويږي، نو دا ډيره بے انصافي ده نو مونږ وايو چې دا دې په انصاف باندي اوکړے شي او دا زمونږ قبائلو دپاره ډيره زياته ضروري ده“
د دغه اولس ګيلې او غوښتنې يو خوا خو په باجوړ او خيبر ايجنسو کښې داسې ګنړ شمير بے وسه خلق هم شته چا چې دغه کارډ په کار راوستې او د ډيرو پيسو علاج ورته د دې په زريعه مفت شوې دې۔ زمونږ خبريال شاه نواز آفريدي د خيبر ايجنسۍ باړے هم دغه شان يو تن ګل افضل سره خبرے کړې دي۔ ګل افضل د وزير اعظم صحت کارډ څنګه حاصل کړې دې او دې په ذريعه ئي کوم قسمه فاندے اغستې دې ډغه ذکر ګل افضل څه داسې کوي
”مونږ قمبر آباد مارکيټ ته لاړو هلته سنټر کښې د شناختي کارډ اندراج په ذريعه باندي ئي کارډونه ورکول، هلته ما تپوس اوکړو نو راته اووئيلې شو چې ستا کارډ راغلې دې او هغه ئي راکړو، هيڅ وس مې نيشته دلته مارکيټ کښې څوکيداري کوم غريبي مو ده، زما د زړۀ تکليف نو رحمان هسپتال ته لاړم نو زړه ئي زما چيک کړو او راته ئي اووئيل چې ستا رګونه بند شوې دي نو تۀ بائي پاس آپريش اوکه، ما ورته وئيل چې که په دوائي کار کيږي نو دوائي اوليکه بائي پاس آپيشن ته به صبر اوکم، بيا ئي زۀ غټ ډاکټر له اوليږلم، په دويمه ورځ ئي راته انجيو ګرافي اوکړه، چکر راباندې ډير ځل راغلې وو خو وس مو وو نه، دا کارډ چې ميلاو شو نو راته ئي وئيل چې په دې باندې علاج کيږي، نو بيا دې وجې نه زۀ په دغه کارډ باندې هسپتال له لاړم، علاج رحمان هسپتال کښې کيږي، د نورو ځيونو راته پته نيشته، زۀ هم په اول ځل دغه له تلې يم، زما ځوې تعليم يافته دې هغۀ راته وئيل چې پينځه ويشت زره روپۍ ئي کټ کړې، ما له هيڅ پته نه لګي، دغه هم راته ځوي وئيلې دي، يره علاج سره مې فرق شوې دې، خه شوې يم، مزل چې اوکړم نو اوس مې دومره زړۀ نه ستړے کيږي، دا خو دې غريب عوام لپاره ډير خه دې، ځکه چې غريبو خلقو ته دا بيماري ډيره زياته ده“۔
د وزير اعظم صحت کارډ په حقله د اولس مسئلو او غوښتنو په حقله چې کله مونږفاټا سيکرټريت کښې د هليت سيکرټر ريفارمز يونټ کوارډينټر او وزير اعظم نيشنل هيلته پروګرام انچارج ډاکټرعبدالقادر خان اورکزي نه تپوس اوکړو نه هغه اووئيل چې په نيزدو ورځو کښې به د فاټا باقي پاتې ايجنسو کښې هم دغه پروګرام شروع کړې شي او د حکومت کوشش دې چې د بد امنۍ نه متاثره دغه ايجنسو ټول بے وسه خاندانونه په دې پروګرام کښې شامل کړي۔ د اولس مسئلو او پروګرام په حقله ډاکټر عبدالقادر زياتوي
”د فاټا سيکرټريټ له طرفه وزير اعظم صحت کارډ باجوړ او خيبر ايجنسۍ ته ځکه ورکړې شوې وو چې دوي کښې هلته د نورو ايجنسو مقابله کښې شروع کښې امن و امان هم وو او د دې ايجنسي هيډ کوارټر هسپتالونو کښې سپيشلسټان او ډاکټران موجود وو، اوس زمونږ اميد دې چې راتلونکې مياشت کښې به زمونږ نورو ټولو قبائلي سيمو کښې دا پروګرام شروع شي نو بيا به اعلانونه کېږي او دې نه پس به بيا هر سړے 8500 تہ خپل شناختی کارڈ نمبر د ايس ايم ايس په ذريعه ليږي نو په موبائل کښې به دۀ له جواب راځي چې تۀ حقدار ئې که نه ئي، که څوک حقدار وي نو هغه ته به ميسج اوشي چې ته فلانکي ځائي ته لاړ شه او هلته نه خپل کارډ اوچت که، چې کله کارډ ميلاو شي نو ځه ستاسو په زريعه خبروم چې يو نمبر دې په دې نمبر باندې دوي خپل کارډ باره کښې معلومات هم او اغستې، او په دې باندي دوي خپل شکايت هم کولې شوي او دوي دا هم معلومولې شي چې د دۀ په کارډ کښې څومره پيسې خرچ شوې دي او څومره پاتې دي، او که دۀ ته د هسپتال عملے نه يا د اينشورنس کمپنۍ عملے نه دوي ته څه شکايت وي لکه که د دۀ صحيح علاج خه نه وي شوې يا دۀ نه پيسې زياتے کټ شوې وي نو دې باندې دې شکايت هم دي نمبر باندې کولي شي، که سترګے آپريشن وي، که د پوزے وي که د غوږ وي او که د ګلو آپريشن وي دې پورے چې د زړه سټنت، انجيوګرافي يا انجيوپلاسټي کول دي، يا ګردې فيل شي، يا هرنيا شوه، يا بواسير، لاس مات شو، روډ ټريفک ايکسيډنټ او يا اوسوزيدو نو د ټولو بيمارو علاج په دې باندې کيدې شي، ماسوئے هغه يو څو بيمارے چې لکه يو سړے نشې کوي او دۀ ځان پخپله خوږ کړو يا کاسميټکس سرجري وغيره يو څو داسې بيمارے دي چې هغه انټرنيشنل سټينډرډ مطابق انشورنس کمپنۍ نه کور کوي، باقې چې انسان ته څومره تکليفات يا ايمرجنسي انسان ته راتلي شي هغه ټولې پکښې کور دي، اوسه پورې دوي يو طريقه کار وضع کړې دې چې کوم هسپتالونه انشورنس کمپنيانو سره رجسټرډ وي هغه هسپتالونو کښي دا کارډ کار کوي هر يو هسپتال کښې دا کار نه کوي،
پاتې شو سرکاري هسپتالونه نو اوسه پورې د حکومت د طرف نه څه طريقه کار نه وو وضع شوې ځکه چې سرکاري هسپتال پرائيويټ کمپنيانو سره کاروبار دپاره قانون کښې ګنجائش نه وو، خو ولې اوس دوي اجازت ورکړو اوس دې نه بعد چې کوم سرکاري هسپتالونه ځان انشورنس کمپنيانو سره رجسټرډ کړې نو هغې کښې به دا کارډ بيا چليږي، پکار خو دا وه چې د بد امنۍ نه متاثره کوم آئي ډې پيز حکومت سره ريکارډ باندې راغلې وي نو چې هغوي دې د دې حقدار ګنړلئ شوې وې، خو حکومت دې دپاره څه خاص پروګرام نه دې کړې، حکومت دا وائي چې اوسه پورې خو دې کارډ کښې درې لکه روپې خرچه په يو خاندان سرکار کوي، اوس حکومت وائي چې څو ورځې پس به د دري لکهو روپو په ځائي د شپږ لکهو روپو کارډ شي نو بيا به حکومت په يو خاندان شپږ لکهه روپې کال کښې خرچه کوي، دويمه دا ده چې اوس خو قبائلو کښې صرف باجوړ او خيبر ايجنسو کښې دا کارډ دې خو مياشت نيمه کښې به دا کارډ باقي ايجنسو او ايف آر ته هم خور شي“۔
نوټ: دا مضمون د ريډيو ټي اين اين پروګرام ”د منزل په لور“ نه اخستې شوے دے۔ پروګرام کښې د قبائيلي سيمو نه بے کوره شوې کډوالو د ژوند او بيرته واپس شوؤ خلقو په حقله خبرے کيږي۔
دغه پروګرام د ريډيو ټي اين اين پروډيسرانو ”شان محمد“ او ”سلمان احمد“ تيارکړې دے، کوم چې د فاټا او خيبرپښتونخوا پينځه ريډيو سټيشنو نه نشرکيږي۔
رپورټرز: شاه خالد شاه جي، نبي جان اورکزئي، شاهنواز آفريدي، ګل محمد مهمند، ملک عظمت حسين، علي افضل افضال، رضوان محسود