بد امنۍ له وجې سکول نه پاتې شوې قبائلي ماشومانو لپاره”ګولډن چانس“

قبائلي سيمو کښې د تيرو پينځلسو کالو راهسې د بد امنې له وجې په زرګونو ماشومان د ابتدائي تعليم نه محرومه پاتې شوې دي۔ د قبائلي ماشومانو دغه تعليمي محرومي ختمولو لپاره فاټا سيکرټريټ د فاټا ايجوکيشن فاونډيشن په مرسته دغه سيمو کښې د الټرنيټ لرننګ سکولز په نوم يوه منصوبه شروع کړې ده۔ د منصوبے لاندي به ټوله فاټا کښې دوه سوه نهه سکولونه قائمولې شي کومو کښې چې يو سل شپږ شپيته دا وخت فعال دي۔ او دې کښې قريبا اووۀ زره هلکان او جينکې زدکړے تر سره کوي۔
د فاونډيشن معلوماتو ترمخه دغه سکولونو کښې د بدامني له وجې د سکول نه محروم پاتې شوي نهه نه شپاړس کاله عمر پورے ماشومانو له داخلے ورکولې شي ۔ دې نظام کښې د اول نه تر پينځم پورے نصاب اهمې برخې را يوځائے کړې شوې دې کوم چې دغه ماشومانو ته يو کال کښې خودلي کيږې، او په مکمليدو به ئي ماشومان شپږم جماعت کښې د داخلو جوګه وي۔ د دغه سکولونو او دې کښې خودونکي نصاب په حقله د فاټا ايجوکيشن فاونډيشن پلاننګ اينډ ډويلپمنټ منيجر جاويد اقبال وائي
”دې يو کال کورس کښې مونږ سره دوه سټيجونه دي، شپږ مياشتې پس مونږ د اولني سټيج امتحان اخلو، اولني سټيج کښې مونږ سره څلور کتابونه دي او په دويم سټيج کښې مونږ سره پينځه کتابونه دي، نرسري نه واخله پنځم پورے دا کورس ټول سټډي شوې دې دې او دے نه يو کنډينس کورس جوړ شوي دي، فرسټ سټيج کښي اردو دې، انګلش دې، ميتهس دې او جنرل سائنس دي او سيکنډ کښې هم دغه مضمونونو سره اسلاميات اضافي شامل کړې کړې شوې دې“
د فاټا ايجوکيشن فاونډيشن ترمخه دا وخت پروګرام لاندې خيبر، اورکزئي، کرم ، شمالي او جنوبي وزيرستان کښې يو سل شپږ شپيته الټرنيټ سکولونه جوړ کړې شوي دي۔ هم دې پروګرام لاندې مهمند او باجوړ ايجنسو کښې شپيته کميونټې بيسډ سنټرو کښې هم ماشومانو له تعليم ورکولې کيږي۔ دغه سکولونو د سرکاري عماراتو په ځائے د اولس په حجرو يا خالي کورونو کښې قائم کړې شوي دي کومو کښې چې هم مقامي فريش ګريجويټ استاذان بهرتي دي۔
د سکولونو په جوړولو قبائلي اولس ډيره خوشالي څرګندوي۔ د جنوبي وزيرستان حمزه اميد لرې چې دې ګام سره به د تعليم نه محرومه ماشومانو تعليمي بحالي اوشي
”يو ډېر خه پروګرام ئي روان کړې او ځه ترې مطمئن هم يم، ځکه چې کوم ماشومان د تعليم نه پاتې شوي دي او د سبق خواهش ئي دې دا دوي لپاره يو ګولډن چانس دې“
بل طرف د مهند ايجنسي حليمزو تحصيل سره تعلق لرونکې راجولې فکر کوي چي د پينځو کلونو نصاب په يو کال کښې خودلو له وجې به د ماشومانو په زهنونو بوج شي او بايد چې دغه پروګرام کامياب نه شي
”دا پروګرام به يو قسم له دے ماشومانو سره يو ذهني زياتے دې چې د پينځو کالو کورس دوي ته يو کال کښې خودلې کيږي، خه تجويز دا دې چې کومې خه او معياري تعليمي ادارے دې د هغې برانچونه قبائلي سيمو کښې شروع کړې شي، بل دا چې د فاټا ماشومانو ته ايج ريلکسيشن ورکړې شي“
دغه الټرنيټ لرننګ سکولونو کښې يو کم شپيته د جينکو ځانګړے سکولونه هم شامل دې کومو لپاره چې زنانه تعليم يافته قبائلي ميرمنے استاذانے بهرتي شوي دي۔ د باړے خيبر ايجنسۍ مسلم ډنډ کښې قائم د جينکو سکول استاذه سونيا خان وائي چې دوې خپل محنت هم کوي او ماشومان هم په سبق کښې ډيره دلچسپي اخلي ولې دوي ګيله لري چې د حکومت لخوا ورته د محنت صله نه ميلاويږي او سکول کښې د اوبو بجلې مسئلے هم موجود دي
”اوله کښې دوي لګ کمزورے وو خو وس ډير خه شوې دي خپله ليکل لوستل کولې شي، مونږ هم دوي سره خواري کوي او دوي خپله هم د سبق شوقيان دي، دلته د بجلې مسئله ده او ماشومانو ته د اوبو هم مسئله شته، بل مونږ دلته دوه استاذانے يو خو د دريو مياشتو راهسې بند کړې شوې ده، نو مونږ وايو چې د خپل محنت صله په وخت ميلاو شي“
د فاټا سيکرټريټ دريو کالو دغه پروګرام له وجې د تعليمي بحالےسره د پينځو سوو نه زيات خلق د استاذانو او کلاس فور په حيث په روزګار شوې دي نو بلخوا د ډائريکټر ايجوکيشن فاټا هاشم کان وينه ده چې د دغه منصوبے معياد زياتيدې هم شي۔
بلخوا د فاټا سيکرټريټ دغه ګام په حقله د جنوبي وزيرستان عدنان وائي ”دلته داسې ډير طالبعلمان موجود دي د چا نه چې په دويم دريم کلاس کښې سکول پاتې شوي وو د هغوي زړونه غواړې چې وړاندې سبق او وائي او په هائي سکول کښې داخله واخلي خو دوي اوور ايج شوې دي، نو دغه ماشومانو د پاره دا پروګرام انتهائي ګټه ور دې ځکه چې دې سره به د دغه طالبعلمانو مستقبل محفوظ وي“
ولې د شمالي وزيرستان روحيل احمد دغه کورس نه مطمئن په نظر نه راځي او وائي ”چې دا کوم دې کورس جوړ کړې دې نو دا غلط دې ځکه چې پهلا کلاس نه دوي ډائريکټ پينځم ته واوړي نو چې کوم کتابونه دوي مس کړې دي نودوي ته به روستو سبق ډير ګران وي“
بلخوا د کرم ايجنسې پاړا چنار لعل حسين وائي چې په خپله ايجنسې کښې ورته د پروګرام په حقله څه معلومات نيشته ”مونږ ته دا پته نيشته چې د فاټا سيکرټريټ لخوا دا پروګرام شروع شوې دې که نه دې، که نه وي شروع شوې نو مونږ حکومت نه غوښتنه کوو چې دا پروګرام دې زر نه زر پاړه چنار کرم ايجنسۍ کښې شروع کړي چې کوم آئي ډي پيز بچي د تعليم نه پاتې شوې دي هغه دې نه فائده واخلي“
هم دغه رنګ د اورکزئي ايجنسۍ قوم ميشتي نصيب خان د الټرنيټ لرننګ سکولونو منصوبے په حقله وائي ”چې کوم تعليمي کورس متعارف شوې دې، د دې وجود د سره په اورکزۍ ايجنسۍ کښې شته نه، نو ځکه مونږ د حکومت نه دا اپيل کوو چې زر تر زره دې زمونږ په ايجنسۍ کښې هم دا نظام متعارف شي چې زمونږ ماشومانو ته هم فائده اورسي، ځکه چې زمونږ خلق ډير غم زپلې دي“
د خيبر ايجنسې شلوبر مظفر خان حاجي وائي ”چې بے کوري ژوند نه واپس راغلو نو څه زمونږ بے وسې ده او څه مو ماشومان د ډير عمر د وجې د سکول نه اووتل، وس مي صرف يو نوسې مې په دغه الټرنيټ سکول کښې سبق وائي، مونږ وايو چې وړو او لويو ټولو مو تعليم کړې وئيلې وي او ارمان مې دې چې ما هم سبق وئيلې وې خو وس راباندې وخت تير دې“
د الټرنيټ لرننګ سکول په حقله د مهمند ايجنسۍ شيرعلي مومند وائي ”د بد امنۍ له وجې د ماشومانو ډير تعليمي وخت ضائع شوې دې، ولې که حکومت ماشومانو ته سهوليات او تعليمي ماحول ورکړي نو که ګيپ راغلې وي نو زما يقين دي چي زمونړ ماشومان طالبعلمان به ځان هغه خپل مقام ته اورسوي“
د باجوړ سالارزو اوسيدونکي ګل فراز خان وائي ”چې حکومت کومې دغه سنټرے کهولاو کړې وي نو دغه کښې زمونږ هم پکښې يو سنټر وو، په هغې کښې مونږ داسې ماشومان مونږ داخل کړل کوم چې آوټ آف سکول وو، ايډيشنل پوليټيکل ايجنټ پخپله زمونږ سنټر ته راغلې وو د ماشومانو نه ئي پکښې پريکټيکل ټسټ واغسته، نو هغوي ډير خوشاله شو، ځکه چي زمونږ ماشومانو چې کوم لرننګ کړې وو د هغې حوصله افزائي ئي اوکړه نو هغوي ترې ډير خوشاله شوې وو“
د الټرنيټ لرننګ سکولونو کاميابے او اولس ته ګټوپه غرض د ټي اين اين خبريال شاهنواز آفريدي د باړے خيبر ايجنسۍ چمن الټرنيټ لرننګ سکول مسلم ډهنډ شلوبر حال احوال معلوم کړې دې۔ د سکول ودانے مالک او سکول استاذ هارون آفريدے دغه حال احوال څه داسې بيانوي
”مونږ چي کله کډوال نه وو نو زما دوه خويندي او څلور وړونو د باړے سکولونو کښې سبق وئيلو، چې کله کډوال شو چي ګډوال شو او اپريشن شروع شو، نو مونږ لاړو کيمپ له، هغي نه پس به تګ راتګ وو کله مياشت له دلته او مياشت هلته، نو په يو ځائي پاتي کيدل ګران وو، نو داسې حالاتو کښې تعليم حاصلول نا ممکنه خبره وه۔ نو بيا چي واپس شو په شروع کښي لګ مشکلات وو تعليم لګ وخت واغستو،
نو ده فکر وو چي دا ماشومان به وس تعليم کوم کلاس نه شروع کوي او څنګه به ئي شروع کوي او د تعليم وخت چې کوم ضائع شوي دې دا به څنګه کور کوي ځکه چې دري څلور کاله ډير غټ ګيپ دي خو بيا فاټا سکټريټ ده ايجوکيشن سسټم واله راغلو نو هغوي سره مونږ دا خبره وکړه چي تاسو مونږ ته خپل ضرورتونه مثلا بورډونو ،کتابونه اونور ضرورتونه راته پوره کړې نور به مونګ خپل محنت او کوشش کوو،
نو بيا مونږ خپل ځائي ورکړو او هغوي راته سکول جوړ کړو ولي چې موڼږ هم ده تعليم په حق يو او د سيمې نور خلق هم غواړي، دوي راته بيا دغه سکول روان کړو او اوس الحمدالله مونږ سره يو سل اوويا ماشومانے دي او په علاقه کښي دا سکول ډير ښه نوم لري، دلته به داسي بل سکول نه وي چې کوم مونږ روان کړې دې، او دا د کنډنسيو کورس سسټم لاندي چلايګي ده هر څه ضرورتونه راته فاټا ايجوکيشن فاونډيشن واله پوره کړي دي، والدين هم مطمئن دي، او د دې وجې نه په علاقه ډير خه اثر دې, ذاتي طور باندي ما د ړومبي دريو مياشتو تنخوا راته ميلاو شوي دي ولي اخريني درو مياشتو تنخوا راته نه ده ميلاو شوي، دا کيدي شې د کرائسس ده وجې وي،او چې کوم چوکيدار پوسټ دوي اپګريډ کرو نو هغه د روانے مياشت نه سټارټ شوې ده او د ودانے رينټ نيشته، دا فري دې۔ سيلري د مياشتې دولس زره ده څلور کتابونه دي کوم چې ورته مونګ په بورډ ليکو او ماشومان ئې بيا کاپي کړي بيا ورنه هفته وار او ماهانه ټيسټونه اخلو، ډير مزيدار کورس دي ماشوم په ذهني توګه نه ډيسټرب کوي، چې مطلب دا سټډي نشم کولې او يا دا کورس به ګين نه کړم، خه په خواښه او خوشالې سره خپل سبق وائي او دي سره سره هر سحر اسمبلي کېږي چي پکښي قرات هم وي او په دې کښې نعت هم وي، او حاضري هم ريګولر بنيادونو باندي اغستلې شې او داخله هم خه د قواعدو لاندې کيږي“
د هارون آفريدي استاذانو ته د تنخوا نه ميلاويدو ګيلي په حقله چې کله مونږ د فاټا ايجوکيشن فاونډيشن پلاننګ اينډ ډويلپمنټ منيجر جاويد نه اوپوښتل نو هغه ئي تصديق اوکړو او وې وئيل چې حکومت نه ئي د شپږ څلويښ ميلنه روپو ډيمانډ کړې وو چې پکښې ورته يولس ميلنه روپے ميلاو شوې دې کومې چې صرف د تنخواګانو لپاره مختص کړې شې دي
د فاټا تعليم محکمې ډائريکټر هاشم خان آفريدي ترمخه د الټرنيټ لرننګ سکول د دريو کالو دغه منصوبے يو کال پورا شو او د ضرورت په وخت به دا منصوبه د دريو کالونو نه هم زياتولې شې۔ د منصوبے نورو تفصيلاتو په اړه د ډائريکټر هاشم خان زياتوي
”د فاټا هغه کډوال ماشومان د چا چې پرائمري تعليم پاتې شوې وو يعني چا چې په دوئم يا دريم جماعت کښې سبق پريخودې وو، نو هغوي چې بيا سکولونو کښې داخليدل نو هغه لوئي دي، وړو ماشومانو سره کښيناستې نشي نو هغوي دپاره مونږ د الټرنيټ لرننګ سکول په نوم پروګرام شروع کړو۔ دا د عام سکولونو غوندې سکولونه نه دي۔ دا يو سل دوه اويا سکولونه دي کومو کښې چې دا وخت قريبا اووۀ زره ماشومان داخل دي، زمونږ دا سکولونه الحمدلاالله ډير کامياب روان دي، دا ده جينکو او هلکانو دوانړو دپاره دي، شپيتۀ فيصده مونږ هلکانو ته ورکړې دي او څلويښت فيصده مونږ جينکو ته مختص کړې دي، خو دي د دوانړو دپاره، دې ته دا نوم چې مونږ کوم ورکړي دې نو دغه شان د دې ټائمننګ د دې استاذان او د دې طريقه کار هم جدا دې، د چا په ځائي کښې چې مونږ دا سکولونه مونږ پرانستې دي نو هغوي مونږ له دوه کمرے راکړے دي او مونږ ورته استاذ ورکو، مخکښې به چې به چا مونږ له ځائے راکولو نو هغوي لپاره به څه معاوضه نه وه خو وس هغوي دپاره مونږ درے زره روپے کرائي مقرر کړې ده۔ دغه استاذان مونږ د کميونټي د ويليج ايجوکيشن کميټې چې کومي مونږ جوړے کړې دي نو د هغوي په ريکمنډيشن باندي په ميرټ مو اغستې دي، دغه استاذان مونږ د هغه علاقے نه لوکل کسان اغستې دي ځکه چې د لرے ځائے نه سړے راځي نو ګرانه به وي ورته، دا خو زمونږ داسې سکولونه دې چې ټائمننګ ورته مونږ فليکس ايبل ساتلې دې که هغه په سحر کښې وي او په ماښام کښې وي چې په ټائم هم ماشومانو او استاذانو ته اسان وي، باجوړ او مهمند کښې چونکه مخکښې مونږ مونږ يو پائيلټ پراجيکټ چلولې وو هغه ډير کامياب وو، پنځويشت الټرنيټ سکولونه نه مونږ يو زر ماشومان مونږ عام سکولونو ته راوستې وو، چونکه دا ماشومان عام ماشومان نه دي، د دې نصاب هم باالکل مختلف دې او د دغه ماشومانو عمرونه هم زيات دي، نو هغه استاذان مونږ د ټريننګ په ذريعه دې لپاره تيار کړې دي چې دوې به د عام ماشومانو په شان نه ټريټ کوي۔ په هره ايجنسې کښې داسې شل پينځويشت سکولونه دي دې دپاره هلته سپروائزرز ناست دي هغه سپروائزر ورځي خه ټهيک ټاک ورځي او هر پينځل ورځو پس خه پراپر رپورټنګ کوي سره د فوټوګرافے، نو چرته خو دا زمونږ د توقعاتو نه هم کامياب دي، او داسې اکا دکا کيسونه داسې هم راغلې دي چې دغه سکولونه زمونږ مياشت نيمه چليدلې دي بيا بند شوې دي خو هغه مونږ بيا بلې علاقے ته منتقل کوو، دغه ماشومان چې کله کنډينس کورس چې کله اوکي نو هغه د پينځم پاس برابر وي هغه بيا شپږم کښې داخله اغستې شي، دا ابتدائي طور باندي زمونږ د دريو کالو منصوبه ده، يو کال تير شو او دوه کاله له پاتې دي، نو مونږ به بيا ګورو که فرض داسې ماشومان وي چې هغوي تعليم جاري ساتل غواړي او دغه شان مسئلے وي ورته نو دا مونږ مزيد ايکسټينډ کولې هم شو۔
نوټ: دا مضمون د ريډيو ټي اين اين پروګرام ”د منزل په لور“ نه اخستې شوے دے۔ پروګرام کښې د قبائيلي سيمو نه بے کوره شوې کډوالو د ژوند او بيرته واپس شوؤ خلقو په حقله خبرے کيږي۔
دغه پروګرام د ريډيو ټي اين اين پروډيسرانو ”شان محمد“ او ”سلمان احمد“ تيارکړې دے، کوم چې د فاټا او خيبرپښتونخوا پينځه ريډيو سټيشنو نه نشرکيږي۔
رپورټرز: شاه خالد شاه جي، ګل محمد مهمند، شاهنواز آفريدي، ملک عظمت حسين، علي افضل افضال، نبي جان اورکزئي، بلال محسود، رضوان محسود