کرم ايجنسې سره نزدې د افغانستان حدودو کښي شوې ډرون حمله کښي د افغان طالبانو کمانډرپشمول پنځه کسانو مړۀ
د افغانستان خوست صوبه کښي امريکائي ډرون حمله کښي د افغان طالبانو کمانډرپشمول پنځه کسانو مړه کيدو اطلاعات رامخي ته شوي دي۔
د سکيورټي ذرائعو ترمخه کرم ايجنسې سره نزدې د افغانستان حدودو کښي علي شيرو سيمه کښي امريکي ډرون په يو ګاډي په دوه ميزائلوويشتې دې۔ ذرائع زياتوي چي دغه ډرون حمله کښي د افغان طالبانو کمانډرملا اختررسول پشمول پنځه کسان وژل شوي دي۔ بل اړخ ته افغان طالبانو دحملي تصديق يا ترديد نه دے کړے۔
ياده دي وي چي د امريکي صدرډونلډ ټرمپ صدارت څوکئ سنبهالولو نه پس دا اولنئ ډرون حمله ده ولي حکومتي کچ باندي ددي تصديق نه دے شوے۔