کابل کښي کاربم حمله کښي ديرش کسان مړه شوي دي

د افغانستان سرښار کابل کښي موټر بمې چاودنه کښي لږتر لږه دیرش کسان مړه او يو شميرژوبل شوي دي۔ د افغانستان داخله وزارت ترجمان نجیب دانش تر مخه حمله کوونکې خپل د بارودو ډک موټر د ښار مغرب سیمه کښې د درنګونو وزارت ملازمینو د بس سره جنګولې. ترجمان زیاتوې دغه چاؤدنه د شیعه ورورولۍ د آبادۍ سیمه کښې حکومت سینئير اهلکار نائب چیف ایګزیکټیو محمد محقق د کور سره نزدې شوې ولې دا نه ده واضحه د هدف ئي څوک وو ولې زیات تره پکښې عامل اولس مړه او ژوبل شوې. بلخوا د محمد محقق ترجمان وائي چې د حمله کوونکې د محقق کور په نښه کولو ولې سکيورټي اهلکارو ئي منصوبه ناکامه کړې ده. افغان صدر اشرف غنې پيښه غندلې او خفګان ئي پرې څرګند کړی. بل اړخ ته طالب وسله والو د حملې ذمه واری قبوله کړې او د ترجمان ذبیح الله مجاهد وئیلې چې دهماکه کښې ئي د انټیلې جنس غړي په نخښه کړي دي.