ډي آئي خان او باجوړ کښي سکيورټي فورسز پنځه وسلوال وژلي دي

په ډيره اسماعيل خان کښي سکيورټي فورسز انښتي دوران د دري وسلوالو وژلو دعوا کړي ده۔ د سکيورټي ذرائعو وينا ده چي فورسز تيره شپه مډي چيک پوسټ باندي يو ګاډي ته د اودريدو اشاره اوکړه ولي هغي کښي ناستو کسانو په دوي ډزي شروع کړي او فورسز جوابي کاروائي کښي دري وانړه وسلوال اووژل۔ ذرائع زياتوي چي وژل شوي وسلوالو کښي مقبول عرف بولي هم شامل دے د چا دسرقيمت چي لس لکه روپئ مقرر وو او دترهګرئ مختلفو پيښو کښي سکيورټي فورسز ته مطلوب وو۔
بل اړخ ته باجوړ کښي هم سکيورټي فورسزاو قبائلي لشکر بم نصب کونکي دوه وسلوال په ډزو وژلي دي۔ د سرکاري ذرائعو ترمخه دغه وسلوالو تيره ورځ د ماموند تحصيل ډينګي سارډمه ډوله سيمه کښي سړک غاړي ته بم نصب کولو چي دوران سکيورټي فورسز او قبائلي لشکرپه ډزو اووژل۔ ذرائع وائي چي وژل شوي وسلوالو نه بمونه او بارودي مواد هم ترلاسه کړے شوي دي۔ څرګنده دي وي چي ملک کښي دترهګرئ پيښي سيوا کيدو نه پس تيرو څلريشت ګهنټو کښي مختلفو کاروايانو دوران سل وسلوال وژل شوي دي۔