چارسده کښې د ملونو په زملکه کالوني جوړولو پرضد احتجاج

چارسده کښې د پيپر ملز په زمکه رهائشئ کالوني جوړولو پرضد د سيمي خلقو احتجاجي مظاهره کړي ده۔ نن د مل مخي ته شوي احتجاج کښې د پخواني وزير تعليم هاشم خان پشمول ګنډ شمير کښې مقامي خلقو ګډون کړي وو۔ په دے محال مظاهره چيانو د صوبائي حکومت نه مطالبه کړي چي د رهاشي کالوني جوړولو لپاره پلاټينګ دے په سمدستي توګه اودرولي شي ولي چي دا يو غير قانوني ګام دے۔دوي دا هم ويلي چي د پيپر ملز زمکه دے د تعليمي ادارو يا د نوي ملونو لپاره ورکړي د کومي له وجي چي به د سمي اولس ته اجتماعي ګټي ترلاسه شي ځکه چې مل له دا زمکې هم دې خلکو ورکړی دي۔ مظاهره چيانو دا هم ويلي چي د شوګر او پيپر ملز د تباهي ذمه وار د سيمي ځني بااثره خلق دے چا چې دا ملونه د خپلو مفادو لپاره په ډيرو کمو پيسو خرڅ کړي دي۔مظاهره چيانو زياته کړي چي د انصاف په نامه راغلي حکومت دے د چارسدي اولس سره شوي دے بي انصافي نوټس واخلي او د ملونو خرڅولو دے شفافه انکوائري اوکړي شي۔