مولانا سمیع الحق: وفاق د دوه کسانو لپاره لکونه قبائل خفه کوي
د جميعت علمائي اسلام س مشرمولانا سميع الحق تور لګولے دے چي وفاقي حکومت د خپلو اتحاديانو نه خفه کولو دپاره په لکونه قبائل خپل حق نه محروموي۔ تيره ورځ مردان کښي د پارټئ صوبائي شورا نه پس ټي اين اين سره خبرو کښي مولانا سميع الحق اوويل چي د پارلمينټ په وينا د سرتاج عزيز په مشرئ کښي کميټي جوړه کړے شوي ده کومي چي د ټولو قبائلي ايجنسو دوري کړي چي له وروسته ئي قبائلي اولس او سياسي پارټئ فاټا خيبرپښتونخوا کښي ضم کولو باندي رضا شوي دي۔ دوي زياته کړه چي مونږ هم غواړو چي فاټا نه دي ايف سي آر ختمولو سره دا سيمي خيبرپښتونخوا کښي شاملي کړے شي۔ دوي غوښتنه اوکړه چي فاټا دي زر ترزره قومي دهاره کښي راوستي شي۔
“اصلاحات نه عملي کولو سره د لکونو قبائلو حق تلفي کولي شي نو مونږ وايو چي دا نه ده پکار، مونږ غواړو چي قبائل قومي دهاره کښي شامل شي او اصلاحات په فوري توګه عملي شي”