مهمند ايجنسي کښې سدا بهار سپر کرکټ ټورنامنټ سرته اورسيدو
د مهمند ايجنسئ سرحدي کلي کښي پنځلس ورځو راهسي جاري سدا بهار سُپرکرکټ ټورنمنټ سرته اورسيدو۔ نن په آټا کرکټ سټيډيئم باندي شوي فائنل کښي بخشي اليون مقرره اووه اوورونو کښي د شپږ وکټو په زيان اته څلويښت رنزونه جوړکړل۔ جواب کښي اټوخيل اليون مطلوبه هدف په پنځم اوور کښي د دوه لوبغاړو په تاوان پوره کړو۔ په دي ټورنمنټ کښي د ايجنسئ ديرش ټيمونو برخه اخستي وه۔ اخيره کښي اسټنټ پوليټيکل ايجنټ پير عبد الله د مشرميلمه په حيث لوبغاړو کښي انعامونه اوويشل۔ په دي محال دوي په دومره سختو حالاتو کښي دا ټورنمنټ تابيا کولو باندي ټولو قومونو ته خراج تحسين وړاندي کړو۔ دوي اوويل چي داقسمه ټورنمنټونو سره به په سيمه کښي د امن او ترقئ يو نوے دور شروع شي۔