مشال خان د مذهب سپکاوے نه دے کړے: ضيا الله همدرد

د مردان عبد الولي خان يونيورسټئ صحافت څانګي ليکچرر ضيا الله همدرد د مشال قتل کيس کښي د ګواه په توګه جوډيشل مجسټريټ مخي ته خپل بيان ريکارډ کړے دے۔ دوي وئيلي دي چي مشال يوذهين طالبعلم وو او دا خبره بالکل نه مني چي ګني هغه د مذهب سپکاوے کړے وو۔ دوي زياته کړي ده چي کله قهرجن طالبعلمان او د پوهنتون ملازمين په مشال حملي لپاره ورتلل نو دوي د مردان پوليس ايس ايس پي آپريشن ته د هغه بچ کولو لپاره بار بار وينا اوکړه ولي هغه اوويل چي ډي ايس پي دننه موجود دے هرڅه به سنهبال کړي ولي څه وخت پس پته اولګيده چي مشال اووژلي شو۔ ضيا الله همدرد دا هم وئيلي دي چي په دي حقله د يونيورسټئ انتظاميي ته وړاندي نه پته وه او که په وخت ئي څه کړے وے نو مشال به بچ شوے وو۔ بل اړخ ته د مشال قتل کيس په معامله د خيبرپښتونخوا اسمبلئ سيکرټريټ کښي يو قرارداد جمع کړے شوے چي پکښي د يونيورسټئ چيئرمين، پروفيسران او په موقع موجود پوليس اهلکار ګرفتارولو اوتفتيش کښي شاملولو غوښتنه شوي ده۔