فاټا سټوډنټس ارګنائزيشن فاټا اصلاحات عملي کولو غوښتنه کړي ده
د قبائلي طلباو تنظيم فاټا سټوډنټس ارګنائزيشن حکومت نه د فاټا اصلاحاتو زر تر زره عملي کولو غوښتنه کړې او په دې اړه ئي قبائلي اولس کښې د بيدارې مهم چلولو اعلان هم کړے دے۔ نن پيښور پريس کلب کښې خبري غونډي ته وينه کښې د تنظيم صدر شوکت عزيز اووئيل چې د کابينې اجلاس نه فاټا اصلاحات لرې کول قبائيلي اولس پورې خنده کول دي۔ ده زياته کړې ده چې وفاقي حکومت اولس سره مخلص نه دے او دوي په قصد قبائل پسمانده ساتل غواړې۔
“يا خو دوي مونږ پاکستاني نه ګنړي او زمونږ حقونه نيشته او يا مونږ سره دهوکه روانه ده، مونږ سره وزيراعظم او سياسي قيادت مخلص نه دے، مونږ عمران خان او نورو سياسي مشرانو ته خواست کوو زمونږ ملاتړ اوکي، او عمران خان ته پيغام ورکو چې دې پانامه ليکس دپاره دومره څه کوي نو لږ دې قبائلو لپاره هم ميدان ته راوځي”
طلباو منتخب نمائندګانو په حقله اووئيل چې که چرې د قبائلي نمائندګانو غږ اسمبلئ کښې نه اوريدلې کيږي نو دوي دې د اسمبلې په ځائي سړکونو ته راوځي۔ دوي د مطالباتو نه منلو په صورت کښي د ګورنر هاوس مخي ته د پرلت وهلو دهړکه ورکړې ده۔