صوبه کښې قريبا څلور ديرش اربه روپو په لګخت د ترقياتي منصوبو منظوري ورکړي شوه
صوبائي ترقياتي ورکنګ پارټۍ خيبر پختونخوا کښې د قريبا څلور ديرش اربه روپو په لګخت د اووه ديرش ترقياتي منصوبو منظوري ورکړي ده۔
تيره ورځ پيښور کښې د ايډيشنل چيف سيکرټري په مشري کښې غونډه کښې فيصله اوشوه چې دغه رقم به د تعليم، لوبو او سياحت، توانائي، اوبو، صحت، بلدياتو، سړکونو، زراعت او داخله امورو په څانګو کښې خرچ کولي شي۔ اجلاس کښې صرف د صحت شعبه کښې څلور نيم اربه روپو په لګخت د مختلفو منصوبو منظوري ورکړي شوه۔ د منصوبو ترمخه درې اربه ديرش کروړه روپې به د صوبې ټولو ضلعو هسپتالونو کښې په ضروري مرمت او آلاتو اغستو باندې خرچ کولي شي۔
دې نه علاوه د صوابي ضلعي هيډکوارټر هسپتال بيا جوړلو لپاره د پنځوس کروړه اويا لکه او د چارسدې، کوهاټ، پيښور، هنګو او کوهستان هسپتالونو له طبي آلاتو اغستو لپاره شپږ شپيتۀ کروړه روپې مختص کړې شوي۔