سوات تعليمي بورډ ميټرک نتيجي اعلان کړي دي

د سوات تعليمي بورډ د نهم او لسم جماعت نتيجي اعلان کړي چي پکښې يو اويا فيصده طالبعلمان کامياب شوي دي۔د بورډ نتجوو اعلان په حقله نن سيدو شريف ودوديه هال کښې يوه دستوره تابيه شوي وا چي پکښې ګنډ شمير طالبعلمانو او والدينو ګډون اوکړو۔د بورډ نتيجو ترمخه امتخان په مجموعي توګه پنځه ديرش زره پنځه سوا او دري اتيا طلباوو برخه اغستئ وا چي پکښې اولنئ پوزيشن د يو زر يو څلويخت نمبرو سره د سنګوټه پبلک سکول طالبعلمي سهرين رفيق اغستي دويم ګارلينډ ماډل سکول ګالوچ سهيل عزيز د يو زر شپږ ديرش نمبرو او دريم پوزيشن د سوات ګرائمر سکول سمبټ طالبعلم سجاد انور د يو زر پنځه ديرش نمبرو سره اغستئ دے۔په آخره کښې د بورډ چئيرمين پوزيشنئ ترلاسه کونکي طلباوو کښې انعامونه ويشلي دي۔ټي اين اين سره خبرو کښې سهرين رفيق د خپل ړومبئ پوزيشن په حقله اووئيل۔‘‘الحمدالله ما نن سوات بورډ کښې ړومبئ پوزيشن واغستلو ځه د الله پاک ډيره شکرګزاه يم چي پا ئي دا رحم اوکړو۔او دے نه ورسته ځه خپلو استاذانو او مور پلار ډيره مننه کوم چي له هغوئي له مرستي لکبله ما دا کاميابي ترلاسه کړه له۔‘‘