سرکاري سکيم لاندي د ملک مخلتف ښارونو نه د حج پروازونه شروع
د سرکاري حج سکيم لاندې نن د پاکستان مخلتف ښارونو نه د حج پروازونه شروع شوې دي۔ د حج وزارت چارواکو ترمخه نن د سر ښار اسلام اباد نه اولني فلائټ کښې درې سوه عازمين مدينے منورے ته روان شوے دي ولې د خيبر پښتونخوا باچاخان ائيرپورټ نه به اولني فلائټ اس يوولس بجې روانيګي د چا رخصتي لپاره چې به د خيبر پښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جهګړا ايئر پورټ ته ځي۔ بلخوا اسلام آباد کښې د مذهبي امورو وفاقي وزير سردار يوسف او د قامي اسمبلئ ممبر سيد عمران شاه عازمين حج ته په مخه خه وئيلې۔ په دي موقع سردار يوسف عازمينو ته اووئيل چي د حج دوران د دوي مثال د ملک سفيرانو دې نو د نظم و ضبط خيال ساتل ئي ذمه واري ده او حکومت حاجيانوته ټولي اسانئ ورکولو په غرض هر قسمه انتظامات کړي دي۔ دي نه علاوه شکايت سيل هم جوړ کړے شوے دے په کوم چي عازمين حج چارواکو سره رابطه کولي شي۔