زلزلي نه پس خطرناک ګرځولي شوي د مردان سکول بغېر د مرمت نه واپس قابل استمال اوګرځولې شو
مردان کښې تيرکال اکتوبر زلزلي نه پس سي اېنډ ډبليو محکمي لخوا خطرناک ګرځولې شوي د سکول بلډنګ بغیر د مرمت نه دوباره قابل استمال اوګرځولی شو. بېنک روډ باندي د سينټينئل ماډل هائي سکول څه وداني نه تيرکال انتظامئي ماشومان نزدي بل سکول ته منتقل کړي ځکه چي چاودي راتلو له وجي سي اېن ډبليو دغه وداني خطرناکه بللی وه ولي څو ورځي وړاندي محکمي يو واري بيا د متاثره عمارت معائنه کړي ده او سکول انتظامئي ته پکښي د تدريس عمل دوباره شروع کولو وېنا کړي ده. د سي اين ډبليو ايس ډي او انجينئیر نقيب الله خټک په دي اړه ټی این این ته اووېل” زمونږ خپل يو طریقه کار دی، هغه طریقه کار تر مخه مونږ دغه بلډنګ د شپږ مياشتو لپاره په اپزرويشن کيخودو او بيا مو چي معائنه اوکړه نو دغه چاودو کښي څه قسمه زياتوالې نه دی راغلی نو ځکه مو کلئیر ګرځولي دی”بل اړخ ته نه صرف د سکول انتظاميه په دغه ودانۍ کښي سبق وئيلو نه يره محسوسوي بلکه يو شمير والدين هم خپل بچی دغه سکول ته ليږلو نه انکار کوي. سي اين ډبليو لخوا ودانۍ کلئیر ګرځولو نه پس د سکول پي ټي سي یعني پيرنټ، ټیچر کونسل هم دا معامله د ضلعي ډپټی کمشنر عمران حامد وړاندي کړي ده او د سکول دوري نه پس هغوي پخپله هم ماشومان بل سکول ته منتقل کولو یقين دهاني ورکړي ده.
ټی این این سره خبرو کښي د پی ټي سي ممبر او نائبرهډ کونسل ناظم ساجد اقبال مهمند اووېل که انتظامئي ماشومانو له بل سکول کښي د سبق انتظام اونکړو نو دوي به ورته سړک خودنه شوروع کړي.