د ژوند نورو شعبو په شان زنانه ګاړي ډرايئونګ کولو کښي هم بريالي شوې دي او خپل ضرورتونه پورا کوي ۔

صبا بنګش
“زمونږ په کلي کښي زنانه چرته کښي ډرائيونګ نه دي کړي زه اولني زنانه يم د خپل کلي چي مه ډارئيونګ اوکړو “
د مردان اوسيدونکي ماهين خان پيښور پوهنتون کښي د ريسرچ طلبعلمه ده او ملازمت هم کوي دوي ته به نن نه څو کاله وړانده کالج ته تګ راتګ او نور روزمره کارونه پورا کولو کښي يو شمير ستنځي وي ولي نن ميرمنه خپل ټول کارونو ځکه په اساني کوي چي ډرائيوري ي زده کړي ده۔
“چي نارينه کور کښي نه وي نو مونږ هر وخت خپل ګاډي کښي تلي شو او خپل کار کولي شو په ځائي دا دے دي چي مونږه کور کښي نارينا انتظار اوکو”
ماهين په شان ميرمنو شميره کا هر کله خيبر پختونخوا او فاټا کښي ډيره کمه ده ولي دي زناناوو تعليم په شان پښتنه نن په دي خبره هم پوها شوي دي چي ډارئيونګ هم د وخت يو مهم ضرورت دي او دغه وجه دا د پيښور به شمول د ملک په يوشميرښارونو په سړکونو زنانه ډارئيوراني په نظر راځي ماهين وائي چي اول کښي ورته د کورنه اجازت نه وو او خلقو به ورته هم ډير عجيبه کتل۔
“خلقو ته ډيره نا اشنا ښکار يدل د خلقو هغه سوچ نه دي پوخ شوي چي دا قبول کړي اساني سره ۔اول خو مي پلار ډيره زياته نه منله خو بيا چي کله ما ډرائيونګ زده کړو او مه د پلا ر په مخکښي په خپله ګاډي اوچلولو نو هغه ډير زيات خوشحاله وو”
نن سبا يو شمير زايونو کښي د سرکاري نه علاوه په شخصي توګا هم ډرائيونګ سکولونه جوړ شوي دي چر ته چي زناناوو ته هم د ډرائيونګ تربيت ورکولي کيږي۔ هم داغه شان د يو شخصي سکول چلونکي نيلو فر سميع وائي چي تر اوسه پوري د دوي سکول نه اوو نه تر اته سوا پوري زنانو ډرائيونګ زدکړي کړي دي۔
“مونږه دوي ته د ډرائيونګ کلاسونه شروع کړي چي ايا دوي په خپله باندي خود مختاره شي او په خپلو پخو باندي اودريږي او په دي کښې مونږ پروفيشنل طريقي سره دوي ته پارکينګ ريورس خايو او ټول حيات آباد کښي رش واله روډنو کښې په ګاډي چلووو چي چوک به څنګه کرس کوي او د لويو ګاډو په مينځ کښي چي د دوي د غټو ګاډو ويره تري ختم شي”
پختنه ټولنه کښې د زنانو ډرائيونګ ته په ښه ستروګو نه کتلو له وجي کا يو خوا په سړکونو سټيرنګ ته ناستي زنانه کمي په نظر راځي ولي بلخواه ټريفک اهلکار وائي چي زنانه د ټريفک قوانينو زيات خيال ساتي۔
“په دي حقله خو مونږه خاص کر د زنانو نه سل فيصد مطمين يو سل فيصده تقريبا لائينسس يافته دي بل دومره خلاف ورزي نه کوي لکه څومره چي د عام خلق کوي”
ماهين وائي چي په خپلو پښتنو اقدارو کښي په پرده کښي ډرائيونګ کوي او وس لرونکي نارينه دے خپلو زنانه له دے څه حده آزادي ورکړي۔