د چارسدي آمیرآباد جينکو پرائمري سکول ماشوماني د واش روم استمال دپاره کورونو ته ځي
د خېبرپښتونخوا حکومت صوبه کښې د تعليمي ایمرجنسې دعوي خو کوي ولي یو شمير سکولونه اوس هم بنيادي سهولتونو نه محرومه دي. د چارسدي رجړ سيمه کښې د اميرآباد جينکو پرائمري سکول هم داسي سکولونو کښې شمير دی. د چارسدي نورو اتلس سکولونو په رنګ دا سکول هم خپله ودانۍ نه لري او د کرائي يو کور کښې قائم دی ولي تیريو نيم کال راهسې د بجلۍ غوندي بنيادي سهولت نه هم محرومه دی. د ضلعي تعليم محکمي تر مخه د سکول نه بجلي د پنځه دیرش زره روپو بقاياجا نه جمع کولو له وجې بنده کړي شوي ده. د بجلي نیشتوالي له وجې د سکول انتظامئي واش رومونه بند کړي دې او طالبات نه صرف د څکلو اوبو بلکه د واش روم استمال د پاره هم نزدي کورونو ته په تلو مجبوره وي. ټی این این سره خبرو کښې د دغه سکول طالباتو ماه نور، زېبا او ثمر اووېل” د څښکلو اوبه نه وي سکول کښې او واش رومونه ئي راته هم بند کړي دي. د واش روم ضرورت په وخت مونږ ته ډیر مشکلات وي او اکثر خپلو کورونو ته واپس لاړ شو. ګرمۍ کښې پکښې بجلي نه وي نو هغي کښې هم ډیر تنګیګو“
بلخوا د ضلعي تعلیم محکمي افسري ایس ډي اي او ناديه ټی این این سره خبرو کښې دعوا اوکړه چې د سکول دغه بل څو ورځي وړاندي جمع کړی شوي دی ولي د بجلۍ بحالۍ کښې ورته اوس مسئله د کور مالک له خوا رامخي ته ده او طمع ده چې دا مسئله به هم ډیره زر حل کړی شي.