د پټروليم مصنوعاتو قيمتونو کښي يو ځل بيا اضافه
حکومت يو ځل بيا د پټروليم مصنوعاتو قيمتونو کښي د زيات والي منظوري ورکړے ده۔ وفاقي حکومت د پټرولو يو ليټر نرخ کښي د يو روپئ اته څلويښت پيسو او د ډيزلو يو ليټر قيمت کښي د يوي روپئ شپږ ديرش پيسو اضافي منظوري ورکړي۔ اضافي سره د پټرولو نوے قيمت اووه اويا روپئ اووه څلويښت پيسي في ليټر او د ډيزلو پنځه اتيه روپئ پنځه نوي پيسي في ليټر شوے دے ولي د خاورو تيلونرخ کښي څلور روپئ او يوکم څلويښت پيسي او دلائټ ډيزلو نرخ کښي دري روپو او دولس پيسو في ليټر اضافه شويده۔ په نوي قيمتونو به نن نه عمل درآمد کيږي۔ څرګنده دي وي چي حکومت څو ورځي وړاندي هم د پټروليم مصنوعاتو قيمتونو کښي اضافه کړي وه۔