د پيښور مشهور لياقت بازار کښې د کتابونو دکانونه په ختميدو دي

د ټيکنالوجۍ په راتګ کتابونو لپاره د پيښور مشهور لياقت بازار تاريخي اهميت په ختميدو دې۔ دغه بازار کښې د کتابونو دکانونه کښې اس کپړے او نور سامانونه په نظر راځي۔ د کتابونو يو دکان مالک اعجاز خان ټي اين اين ته اووئيل چې انټرنيت او موبائل که يو خوا دنيا په يو موټي کښې بنده کړې او رابطے ئي اسانې کړې دي نو بلخوا دې ځوان کول د کتاب د اهميت هم نا بلده نا بلده کړې دې۔ دې وائي چې لياقت بازار کښې پاتي د شمير يو څو دکانونه هم په ختميدو دي۔
“د دې بنيادي وجه دا ده چې هر يو ځوان سره نن انډرائډ موبائل دې او والدينو دوي له د استعمال اجازت ورکړې دې او دې کښې نيټ سهولت موجود وي، دغه وجه ده چې د کتاب اغستو او لوستو رجحان اس کم شوې دې”۔
دکانداران وائي چې د دکانونو ختمولو زمه وار د شخصي سکولونو مالکان هم دي ځکه چې دوي په خپلو سکولونو کښې د کتابونو دکانونه جوړ کړې دي۔
د پيښور اوسيدونکو وينه ده چې پخوا به د پيښور په هر يو ګټ کښي د کتابونو دکان موجود وو، ولي اس د دغه دکانونو ځائي کپړو، ګارمنټس او موبائل دکانونو نيولې دې۔