د يخنۍ موسم او قبائیلي سيمو کښې د کورونو بحالې ۔

په قبائيلي علاقو کښي امن بحالۍ نه پس د کډوالو واپسۍ مرحله شروع ده او په دې لړکښي شمالي وزيرستان ته پنځوسو زرو نه زياتې کورنۍ واپس شوي دي خو ولي د ژمي موسم د پاره مناسب انتطاماتو د نشتوالي له وجې کډوال د ستونځو سره مخ دي او بل طرف د وارنو کورونو جوړولو په حقله هم فکرمند دي ۔
د شمالي وزيرستان زيات تره سيمي ژمي موسم کښي ډيرې زياتې يخي وي او د خلقو ژوند صرف د کورونو او کمرو پورے محدود شي. زيات تر خلق د غرونو نه د اوړي په موسم کښي خشاک جمع کوي او د اخلي پخلي لپاره استمالولو نه علاوه دغه خشاک دوي ژمي لپاره سنبهالوي چې ځانونه پري ګرم کړي.
د شمالي وزيرستان مدي خيل قبيلې همايون خان ټي اين اين ته اوئيل چې د چا کور وران وي، د بجلي سهولت ورته نه وي، توره تياره هم وي اوبل طرف واوري وريدل هم شروع وي نو داسي خلق ډیر تکليف کښي وي.
د ايف ډي ايم اے وينا تر مخه د ضرب عضب عملياتو له وجې شمالي وزيرستان نه دو اتيا زره رجسټرډ کورنۍ کډوال شوي وي چي په دي کښي شپيته زره خپلو سيمو ته واپس شوي دي۔
واپس شوۍ کورني ګيله کوي چې د ژمي موسم شروع شو ولي د دوي د وران شوو کورونو جوړولود پاره اوسه پوري مالي مرستي نه دي شوي۔
د شمالي وزيرستان ټال کليم سيمي سربردار نومي تن ټي اين اين ته اوئېل چې کوم کورونه روغ دي هغه خو ډيره ښه خبره ده خو د کومو خلقو کورونه چې وران شوي دي نو هغوي کورونو مخي ته تانمبوان لګولې دي او بعض خلقود لرګو نه ځان د پاره کيګدې جوړي کړي. دوي زياتوي چې يو شمير خلق واپس بنو ته لاړل ځکه چي د چا کورونه وران وي نو هغوي ته په ژمي کې په تانمبوانواو کيګدو کښي اوسيدل ګران وو۔ نن سبا موسم يخ دے نو ګزاره پکښي مشکله شي، پکار دا چې حکومت دوي سره مرستي اوکړي۔ کوم کورونو چې وران شوي دي نود هغي جوړول په ژمي په موسم کښي ناممکن وي۔
فاټا سيکرټريټ له خوا شمالي وزيرستان کښي د وران شوو کورونو سروی د پاره ټاکلې شوي مشرعزيز داوړ ټي اين اين ته اوئېل چې د سروي عمل جاري دې او د کومو کورونو سروي چي شوي ده په هغي کښي د څلور سوه کورونو مالکانو ته نهه کروړو نه زياتي روپي ورکړي شوي دي او د اته سوؤ کورونو جوړولو د پاره نولس کروړو نه زياتي پيسي راغلي دي کومه به چې ډیر زر ورکړی شوي. دوي زياته کړه چې حکومت ته ئي د نورو پنځه سوه وران شوو کورونو د پاره لسو کروړو نه زياتي پيسو مطالبه کړي ده او دغه لړي به تر هغي پوري جاري وي تر کومه چې د شمالي وزير ستان د وران شوو کورونو سروي او امداد عمل مکمل شوی نه وي ۔
د ايف ډي ايم اے رپورټ تر مخه د جنوبي وزيرستان ټول يو اوؤيا زره کډوال شوؤ کورنو کښې تر دي دمه دري ديرش زره کورنو واپسي شوي ده او دغه عمل اوس هم روان دے خو ولي واپس شوي کډوال د يخنۍ انتظام د نشتوالي له وجې مشکلاتو سره په مخ دي۔
دجنوبي وزيرستان پوليټيکل ايجنټ محمد شعيب مطابق د کورونو آباد کارۍ په اړه سيمه کښې د سروے دريو مرحلو کښي څوارلس زره دوه سوه کورونه په نخه کړې شوي دي په کوم کښي چې پنځوزرو نه زياتو کورونو مالکانو ته امدادي رقم هم ورکړے شوي دے ولي د پاتې کورونو سروے عمل اوس هم جاري دي۔
د جنوبي وزيرستان روجه خوړ اوسيدونکې منصوراحمد ټي اين اين ته اوئېل چي د دوي د تپوس هيڅ څوک نيشته او دوي د روزمره استعمال څيزونه، لکه کمبلي، د خوارک سخاک لوخي وغيره تباه شوي دي، حکومت ته پکار دي چي د سروي په شفاف طريقې سره اوکړي۔
د جنوبي وزيرستان لدها تحصيل نورحسان ټي اين اين سره خبرو کښي وئيلي دې چې دوي سره د يخنۍ نه بچ کيدو لپاره هيڅ قسمه سهولت نيشته او دوي بيا واپس تګ باندي مجبور دي۔ دوي زياتوي چې غريب اولس په بندوبستي علاقو کښي د اوسيدو وس نه لري او د يخنۍ له وجې دلته هم نشي پاتې کيدې.
د جنوبي وزيرستان امير کلا م وينا ده چې د واپسي نه پس دوي بيرته ډي آئي خان ته راغلل ځکه چې هلته ئي کورونه مکمل وران شوي دي او دلته هم په ډاګه ژوند کوي. دوي حکومت ته خواست کوي چې ورسره مالي مرستي اوکړي چې خپلې ودانې بيا جوړي کړي ۔
د جنوبي وزيرستان کاني ګرم امجد برکي وائي چې ژمي موسم راتلو سره د دوي مشکلات شروع شول ځکه چې که يوطرف په سيمه کښي واوره وريګي نو بل طرف دوي ته ګرمو جامو ، بسترو او کمبلو نشتوالي سره سره د ابو هم تکيلف دي.
بل طرف د خيبرايجنسۍ پوليټيکل انتظاميې وينا ده چې د رواني مياشتي ديرشم تاريخ پورې به د سپاه ، کمرخيل او اکا خيل قبيلو واپسي مکملولې شي۔ بل طرف د وادي تيراه خلق د خپلو ورانو کورونو او د يخنۍ په اړه فکرمند دي، په دے کښي ډير داسي کډوال هم شته چې په تيراه کښې د ژمي موسم د پاره بندوبست نشتوالي له وجې د باړے تحصيل په ميداني علاقوکښي ميشته شوي دي ۔
د تيراه ميدان ،ترخو کس، تختکي بازار او نورو سيمو کښي هم د ژمي په موسم کښي ډيره يخني وي نو مقامي اوسيدونکي د يخنۍ نه بچ کيدو د پاره اول نه انتظامات کوي ځکه چې واوره هم کيګي او د کورونو نه وتل مشکل شي۔
د تيراه اوسيدونکې وائي چې د ژمي موسم نه بچ کيدو د پاره دوي سره هيڅ قسمه بندوبست نشته ۔
د شلوبر سيمي حاجي سليم خان ټي اين اين ته اوئيل چې د دوي ټولو نه لويه مسئله د وران شوو کورونو ده، په باړه تحصيل کښي نوي فيصده ودانو ته نقصان رسيدلې او د استوګنې قابلي نه دي۔ د ژمي موسم شروع شوی ولي دوي نه پوهيږي چې یخنۍ نه بچ کيدو لپاره د کورونو مرمت اوکړي او که بچو له د رزق بندوبست.
مورچه خان ملک دين خيل ټي اين اين ته اوئيل چې کوم کورونه چې لګ ډير وران وو هغه د بارانونو له وجې راپريوتل او خلق اوس مجبوردي چې په غار کښي ژمي تير کړي بيا به په اوړي کښي د کورونو جوړولو غم کوي۔
د تيراه تختکي اوسيدونکي افتاب وينا ده چې د واپسۍ اعلان خو شوي دي ولې د دوي کور وران ويجاړ دي، د ژمي موسم دې، په دې کښي کار هم نه کيږي نو دوي اوس الته کښي نشي تلي او د باړي په باز ګړه سيمه کښي ژوند کوي.
حاجي سليم د آباد کارۍ پحقله زياتوي چې حکومت له پکار ده چې دوي ته زر تر زره د کورونو امدادي رقم ورکړې او اولس د مخکې په شان ژوند تيرول شروع کړي۔
د خيبر ايجنسي پوليټيکل انتظاميه وائي چې دوي ته د يخنۍ موسم کښې د واپس شوو کډوالو دمشکلاتو احساس شته او هغوي ته ئي د واپسي په وخت خيمې ، چيټاياني او پلاسټک شيټونو سره سره د کور د پاره خوارک سخاک لوخي هم ورکړي دي۔ د ورانو کورونو دوباره جوړولو د پاره تيراه او باړي تحصيلونو کښي شل زره کورونو سروي هم شوي ده. دوي زياتوي چې دوه زره اووه سوه دوه اتيا کورونه په مکمل توګه، نهه سوه او لس نيم وران ګرځولي شوي دي او امدادي رقم د پاره فاټا سيکرټريټ ته درخواست ليګلي شوي دي او د منظوري نه پس به چيکونه په خلقو کښي ويشلي شي او چې کومې علاقې د سروي نه پاتي دي په هغه کښي سروي عمل اوس هم جاري دي ۔
اورکزئي او کرم ايجنسې چې پکښې زياتره غريزي علاقي دي، د کرم ايجنسي نه دولس زره خاندانونه او د اورکزئي ايجنسې پينځه ديرش زره اته سوه خاندانونه کډوال شوي وو چې پکښي اورکزئي ايجنسي ته اوويشت زره خاندانونه واپسي شوي ده او د آخيل، ملا خيل او علي خيل قبيلو واپسي روانه ده. خپلو سيمو ته واپسي کونکي اولس وائي چې هيڅ قسمه بندوبست نه دے شوي د کومي له وجې چې دوي نه خو خپلو کورونو ته د تلو جوګه دي او نه ورسره د ژمي موسم نه بچ کيدو د پاره خيمې شته۔
د اورکزئي ايجنسۍ علي خيل سيمي اوسيدونکي خادي خان ټي اين اين ته اوئېل چې که د ګرمي موسم کښي ددوي واپسي شوي وې نو مشکلات به کم وو. علاقه کښي نه دوکان شته نه مارکيټ چې د ژوند ضرورت سامان پکښي واخلي. پکار وه چي سپرلي کښي واپسي شوي وې نو دوي به ځان ته کورونه جوړ کړي وې، اوس ژمي شروع دې، واوري هم وريږي، د دي نه د بچ کيدو د پاره هيڅ قسمه انتظامات نيشته ۔
د اورکزئي ايجنسي فيروزعلي او شيدلي خپلو سيمو ته په واپسي د خوشحالې اظهار کوي او وائي چې خپلي خاوري ته لاړل کومه چې ډيره ښه خبره ده خو هر څه وران دي، خپل پټي اور کورنه پيژنګلو نه وتلي دي او تر اوسه دوي سره چا هم څه قسمه مرستي نه دي کړي او چې د کومو پيسو اعلان شوي دي هغه هم نه دي ميلاو شوي.
د اورکزئي ايجنسي علي خيلو سيمي صابرعلي وائي چي د دوي کورونه د اوسيدو قابل نه دي ځکه دوي د کورونو په ځائي جماعت کښي يو مياشت تيره کړه. دومره ځائي نيشته چي پکښي شپه تيره کو. دلته په يو نيمګړي جماعت کښي مو ډيرې شپي تيرې کړي اوس مي کوهاټ ته د تلو فېصله کړي ده.
د اورکزئي ايجنسۍ پوليټيکل انتظاميه وائي چي مختلفو سيمو کښي د متاثره کورونو سروی روانه ده ۔
د مينځني کرمي اوسيدونکي محمد رؤف ټي اين اين ته اوئيل چي د يخنۍ له کبله دوي ډير مشکلاتو سره مخ دي او په خيمو کښي ژوند نشي تيرولې ځکه چې د تيزو هواګانو سره خيمې شليږي او د يو هفتې به زيات کار نه کوي ۔
د کرمي ايجنسي اوسيدونکي غزني ګل وائي چي کومي وعدي دوي سره انتظاميي او د خير خيګړو ادارو کړي وي دوي ئي په حقيقت کښې هېڅ اونه ليدل۔
د اورکزئي او کرم ايجنسۍ زنانه هم د يخنۍ موسم له وجې ډيرې فکرمني دي. د دوانړه ایجنسو ميرمينو ټي اين اين ته اوئېل چي کورونه ئي وران ويجاړ دي، يخني هم شروع شوي چې له وجې ئي ماشومان د بيمارو ښکار شوي دي. په دے موسم کښي دماشومانو خپئ او لاسونو چوي او بيماران شي. پکار ده چې ددوي سره امداد اوکړي شي ۔
د کرمې ايجنسي پلاننګ آفسرمهتاب الله محسود ټي اين اين ته اويل چي حکومت غواړي چي خپلو سيمو ته واپسي کونکو کډوالو سره پورا پورا مرستې اوکړي او اميد دي چي کډوالو ته امدادي رقم هم زر ميلاو شي۔ په علاقه کښي د نورو کورونو سروي عمل هم جاري دی ،هم دغه شان د کرم او اورکزئي ايجنسي هغه متاثرين چي تر اوسه خپلو سيمو ته نه دي تلي دوي کوشش کوي چې زر تر زره په عزت سره واپس کړي شي۔
دا مضمون د ټي اين اين پروګرام “د منزل په لور” نه اخستې شوي دي۔ پروګرام ” د منزل په لور ” کښې د فاټا بے کوره شوو خلقو واپسۍ او بحالۍ په اړه بحث کيږي۔ دغه پروګرام د ټي اين اين پروډيوسرانو شان محمد اوعبدالقيوم آفريدي تيار کړي دې کوم چې د فاټا اور خيبر پښتونخوا شپږ ريډوانو نه نشر کيږي ۔
رپورټران: ګوهر وزير،رضوان محسود، شاه نواز افريدي، ملک عظمت اورکزئي، علي افضل افضال ،ماه رخ جبين۔