د سندرغاړي شهسوار د جینۍ تختولو کیس کښې تورن کړی شو

د پيښور یو عدالت د جینۍ تختولو کیس کښې په سندرغاړي شهسوار خان فرد جرم لګولی. ډسټرکټ اېنډ سیشن جج انور علي په څلورمه جنورۍ د کیس اولنۍ اوریدنه مقرر کړې او ټول ګوایان ئي راغوښتي دي. په شهسوار د صوابۍ سره تعلق لرونکې یوې زنانه تور لګولې وو چې په دهوکه ئي کور نه ځآن سره بوتلې او وروسته ئي ورسره جنسي تیري کړي دي.
د پيښور پهاړي پوره تاڼې پولیس په دغه کیس کښې شهسوار نیولې وو ولې وروسته هائی کورټ هغه په ضمانت خوشی کړي وو. د شهسوار خلاف وس عدالت کښې دغه کیس د قانون مطابق حکومت لخوا جمع کړې شوي دی.
څرګنده دې وې چې دغه کیس وروسته شهسوار اکثره د دینې تبلیغ په دورو کتل کیږي او څو ورځې وړاندې هم د هغه څه ویډیوز خورې شوې چې پکښې هغه یو جماعت کښې د دین وعظ کوي او خپل تیر وخت باندې خفګان څرګندوي.