د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ جرګه به پنجاب کښې د پښتنو سره کیدونکې زياتي تپوس کوي
د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ سپيکر اسد قيصر د پنجاب پښتنو مسئلې اوریدو د پاره د هيلپ لائن جوړولو اعلان کړي دي ۔ نن صوبائي اسمبلۍ کښي خبرې غونډي په محال اسد قيصر اوئيل چي پنجاب کښي پښتانه کاروباريان او هلته اوسيدونکۍ تنګول او دوئۍ جيلونو کښي اچول د ملک سالميت لپاره خطره ده۔ دوئی د راروان پير په ورځ پنجاب ته د تلو او هلته د ميشته پښتنو سره د ليدو کتو اعلان اوکړو او وې وئيل چي دي لړ کښي هلته د پارليمانۍ ليډرانو او پنجاب حکومت سره ئي د ميلاويدو هم امکان دي۔
د هيلپ لائن پحقله دوی اووي چي پنجاب کښي ميشته د پښتنو غږ اوريدو او د هغوئی آواز وفاقی حکومت او چارواکو ته رسولو لپاره به وزیراعلی سيکرټريټ يا صوبائي اسمبلي کښي يو هيلپ لائن جوړوي چرته چي به چې دغه اولس خپل شکايتونه ريکارډ کولي شۍ ۔دوئی زياته کړه چي د پنجاب حکومت او پوليس لخوا دا رويه د ملک خلاف سازش دی او دوئی په صوبائی سطح د دي سخت مخالفت کوی ځکه چي د ژبے يا قوميت او لباس په وجه د چا خلاف کاروائی کول سخته نا انصافی ده او دي له وجي وفاق ته د نقصان رسيدو انديښنه ده ۔دوئی دا هم اوئيل چي مقصد ئی هر ګز فيډريشن ته نقصان رسول نه دی خو ولې دغه پښتانه هم دلته د بهر نه مسلط شوی جنګ له وجي د کاروبار او اوسيدو لپاره د ملک نورو برخو ته تلی دۍ۔