د خواجه سراؤں د حقونو په اړه د بل مسوده تياره

وفاقي محتسب د خواجه سراؤ د حقونو متعلق د بل مسوده تياره کړي ده چي ترمخه به ئي په مقامي او قامي سطح دوي ته سياسي نمائيندګي لپاره دري فيصده کوټه مختص کولي شي۔ د ميډيا رپوټونو ترمخه د دغه بل مسوده وفاقي محتسب د متعلقه شراکت دارو سره په صلاح مشوره تياره کړي ده۔بل کښې وئيلي شوي دي چي خواجه سراو ته به د نادرا شناختئ کارډ، ډرائيونګ لائيسنس او پاسپورټ کښې د خپل جنس درج کولو او بدلولو اختيار وي او د امتياز په بنياد به نه ددوي د ملازمت نه انکار کولي شي او نه به ويستلي شي۔ رپورټ کښې دا هم وئيلي شوي دي چي خواجه سراوو ته به تعليمي ادارو او سرکاري نوکرو کښې دري فيصده کوټه بيله ولي شي۔ په بل کښې دا هم وئيلي شوي دي چي هيجړاګانو ته به د صحت سهولتونه ورکولو سره بيل حوالات او جيل کښې ځانله سيل جوړو ولي شي او د ووکيشنل تربيت شروع کولو سره به دوي ته په آسانو شرطونو کاروبار شروع کولو د پاره قرضي او ګرانټس هم ورکولي کيږي۔د جائيداد وراثت په حقله د بل مسوده کښې وئيلي شوي چي نارينه خواجه سرا ته به د نر او زنانه ته به د خزي برخه ورکولي شي۔دے سره سره به خواجه سرا د ووټ حق نه هم محرومه نه ساتل کيږي او دري فيصده کوټه به ورته په مقامي او قامي سطح ورکولي شي۔ په بل کښې دا هم وئيلي شوي دي چي هيجراګانو لپاره به د ميډيکل اخراجاتو انشورنس سکيم جوړولوپشمول دوي د سيل سپاټي ځايونو او مذهبي مقاماتو نه هم نه شي منع کولي۔