د انډیا وزیر په خپل کرکټ ټیم د چېمپئنز ټرافۍ فائنل فکس کولو تور لګولی

د انډیا یو وزیر تور لګولي چې قامي کرکټ ټیم ئي د پاکستان خلاف د چېمپئنز ټرافۍ فائنل فکس کړی وو ولې دې لړکښې دې تحقیقات اوکړی شي. رامداس اتهاولی نومې دغه وزیر د خپل ملک یو ټي وي سره مرکه کښې وئيلي چې فائنل کښې د ټولو لوبغاړو په کاردکردګۍ اوس هم حیران دی، هر میچ کښې رنزونه کوونکې ویرات کوهلي او یوراج سنګه د لوبې نه داسې ښکاریده چې دوې بیلات د پاره لګیا دي. وزیر وئیلي چې دا میچ راته مکمل فکس ښکاریږي ولې دې لړ کښې تحقیقات پکاردي. دی زیاتوي چې انډیا کرکټ ټیم فائنل کښې پاکستان ته سر ښکته کړی کومه چې د ټول قام سپکاوی دی. د چېمپئنز ټرافۍ فائنل کښې پاکستان کښې انډیا ته یو سل اتیا رنزونو سره ماتې ورکړی وه.