تختي خېل قبيلي د زمکو تقسيم فېصله عملي کولو غوښتنه کړي ده
د اېف ار بنو بکاخېل تختي خيل قبیلې یوځل بیا درنه جرګه کړې او د پوليټکل انتظامیې نه يې غوښتنه کړېده چې د سېدګي او تختي خېل قبیلې تر مینځه د مشترکه زمکو د تقسیم فيصله په سم لاسي توګه عملي کړي۔ دغه مشران وايي د ډي سي بنو او اے پي اے اېف اربنو په مشرۍ کښې په شپږو غړو مشتملې کمېټۍ د سیدګي او بکاخېل قبیلې تر مینځه د زمکې حدود او تقسیم کړېدی چې په دې فیصله د دواړو فریقینو د رضامندي دستخطونه هم شوي دي ، ولې ددې باوجود هم سیدګي قبیله د زمکې تقسیم ته د بکاخېل تختي خېل قبیله نه پرې ږدي چې په دې لړ کښې سیدګۍ قبیلي ته د مقامي انتظامیې مرسته حاصله ده۔
“چي کومه فېصله شوي ده هغه دي عملي شي، مونږ حکومت نه غوښتنه کوو چي کومه نشاندهي ئي کړي په هغي دي مونږ ته ټريکټراوچلوي چي مونږ پي کار شروع کو”
په دې موقعه د جرګې مشر ملک اختر زمان خان د مقامي انتظامیې نه غوښتنه وکړه چې خپله کړې فیصله دې په هرصورت یقیني کړي ځکه چې دغه د انتظامیې ذمه واري ده ، ګني د هررنګ بدې پېښې رامینځ ته کېدو په صورت کښې به يې ذمه واري د انتظامیې په غاړه وي۔