اليس ويلز د پاکستان او افغانستان خصوصي استازي ټاکلي شوي

امرېکې د پاکستان او افغانستان د خصوصې استازي څوکۍ سینئير سفارتکارې اليس ویلز ته حواله کړې ده. د سټیټ ډيپارټمنټ په ویب سائټ شایع شوې بیان تر مخه اليس ویلز د سفارتکارۍ اتویشت کاله تجربه لرې او دا چې هغه اسلام آباد، بهارت، سعودې او روس کښې هم د سفارت خانې په لوړو څوکو پاتې شوې ده. څرګنده دې وې چې تیره میاشت د پاکستان او افغانستان قائم مقام خصوصې نمائنده لورل ملر د استعفې نه پس خبرونه خواره شوې وو چې ټرمپ انتظامئي د دې څوکې په مکمل توګه ختمولو فېصله کړې دی. اوس دوانړه ملکونو لپاره د نوې خصوصې استازي ټاکنه داسې وخت کښې شوې کله چې امریکه د پاکستان او افغانستان لپاره د خپلې تګ لارې دوباره جائزه اخلي او څو ورځې وړاندې ئي په پاکستان په دې دریز سره امدادې فنډ هم بند کړی چې د ټولو وسله وال ډلو خلاف یو شان کاروائي نه کوي. د سټیټ ډيپارټمنټ تر مخه ایلس ویلز د انتظام لاندې د ټولې محکمې توجه به د پاکستان او افغانستان په اړه د مسئلو په حل وي. څرګنده دې وې چې د امريکې خصوصې استازی د پاکستان او افغانستان حکومتونو او نیټو چارواکو سره نیغ په نیغه رابطه او ناسته کوي او دوانړه ملکونو لپاره د امریکي په پالیسو کښې مهم کردار ادا کوي.