امريکه په پاکستان هيڅ قسمه پابندې نه لګوي۔ سرتاج عزيز
د وزير اعظم بهرنو چارو صلاح کارسرتاج عزيز وئيلې دې چې امريکه په پاکستان سفري يا نورې هيڅ قسمه پابندې نه لګوي۔
تيره ورځ پاکستان انسټې ټيوټ آف انټرنيشنل افيئرز کښې د ليکچر نه پس ميډيا سره خبرو کښې دوي اووئيل چې ټرمپ حکومت سره به د پاکستان تعلقات خه روان وي۔ د پاکستان بهارت تعلقاتو په حقله سرتاج عزيز زياته کړې چې د کشمير مسئلے حل او مذکراتو ته کيناستو لپاره په هندوستان عالمي دباو کښې زيات والې راغلې دې او دوي سره د پاکستان معاملاتو کښې د بهارتي مداخلت وضح ثبوتونه موجود دي۔ دوي دا هم اووئيل چې د ترهګرې په ضد جنګ کښې ټوله دنيا د پاکستان د قربانو ستائنه کوي او د افغانستان امن به د طاقت پر ځائي د مذاکراتو دلارے حل کيږي۔ سرتاج عزيز دا هم اووئيل چې د جماعت الدعوه مشر حافظ سعيد ګرفتاري د نيشنل ايکشن پلان حصه ده او دې سره د خارجه چارو هيڅ تعلق نيشته۔