افغانستان کښي فوځي اډه باندي د وسلوالو حمله کښي اوويا فوځيان مړه شوي
د افغانستان شمالی صوبی بلخ مزار شريف ښار کښې يو فوجي اډه باندي د طالب وسلوالو حمله کښې اوويا پوري افغان فوځي اهلکار مړه او شمير ژوبل شوي دي۔ د ميډيا رپوټونو ترمخه دغه پيښه تيره ورځ رامخي ته شوي او طالب وسلوال په فوځي وردو کښې کيمپ ته ننوتي دي او حمله ئي کړي۔د حکومتي چارواکو ترمخه دغه بريد کښې لس پوري طالب وسلوال هم مړه شوي دي۔ بلخوا د ميډيا رپوټونو کښې دا هم وئيلي شوي دي چي طالب وسلوالو د پيښې پړه په خپل سر اغستي او وئيلي ئي دي چي دے حمله کښې افغان فوځ ته ډير نقصان اوړيدلي دے۔